ليکنه: محمد آصف اقبال
عموم کې موضوع په تعلیم،غوره اخلاقو،پاک نیت او نیک احساس راڅرخي.
دا په یوه ټولنه کې د غوره ژوند کولو عمده لاملونه دي.
ددې لپاره چې دغه ځای خپل کړو او یا خپلې موخې ته ورسیږو نو عمل پکار دی.
که د نړۍ مخکښو هیوادونو ته زیر شو د ددوی د هیوادونو د ترمیم ښکلا،د نړۍ په ډیریو هیوادونو راج کول او د پرمختګ تر ټولو عمده لامل یې تعلیم ښودل کیږي.
کله چې د یو مخکښ هیواد طمعې او هیلې د تعلیم په ګاڼه سمبالو اشخاصو ته وي نو یو کنډر،ځوریدلی ،ناچار او ژوبل هیواد به ورته څومره اړتیا لري.
خپل سیال هیوادونه په دغه ډګر کې مات او نابود کولای شئ ځکه چې تعلیم کول تاته د اساسي ژوند اصول او لارې چارې ښایي،
نو راځئ چې خپل ځانونه او راتلونکی نسل په دغه ګلالۍ ګاڼه سمبال کړوتر څو نورو ته سمې لارې چارې وښایوو.
ددې یادونه مې ځکه وکړه چې اوس هم په ډیری اطرافي سیمو کې خلک د تعلیم په اهمیت نه پوهیږي حتی ځینې یې بد بولي او هغه د جاهلیت ژوند ورته غوره ښکاري.
حقیقت ده چې د زرو په قدر زرګر پوهیږي دوی همداسې پټې سترګې پاتي شوي نو ځکه یې اولاد غریب هم له دغه نعمت څخه برخمن ندی.
له تعلیم سره غوره اخلاق لرل داسې مثال لري لکه په کورتو چې غوړي توی کړې له نورو سره نیک او غوره اخلاق کول د هغه کس په نیکې تربیې دلالت کوي.
لکه څنګه چې ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د جنت د اسبابو په اړه پوښتنه وکړه پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) په ځواب کې ورته وویل
( تقوی الله و حسن الخلق )ژباړه ! د الله ج نه ویره او ښایسته اخلاق یې ښه اسباب دي.
نو هڅه وکړئ چې نرم خویه،خوش اخلاقه او پیاوړي هوډ لرونکي ووسئ.
له تعلیم او ښو اخلاقو سره پاک نیت او نیک احساس لرل ستا د بریالیتوب یو راز دی په غښتلیو کدرونو کې تل دغه راز تغښتی وي دوی تل ځوانې هستۍ په پښو ودروي، لاسنیوی یې کوي او له ښو کړنو څخه یې ملاتړ خپله دنده بولي او لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي ،
دوی تل د ټولنې ناخوالې راسپړي او د حل لپاره یې پلانونه جوړوي.
نو بناًء له لوړ مقام سره سره چې څوک قوم او هیوادوالو ته خدمت کوي داسې اشخاص نه یوازې زما بلکې د ټولو خوښیږي په ټولنه کې یې محبوبیت زیاتیږي او په هره ناسته کې ستایل کیږي نوهمدې ته غوره زندګي وایي چې هم د خدای(ج) په نزد او هم د خلکو په نزد ښه سړی شې .
خو ډیری لوړپوړي کسان شته چې خپل قوم ته خدمت کول په دومره لوړ فکر تاوان بولي ، دا منم چې خپله به ښه ارام ژوند ولري خو په ټولنه کې هیڅ محبوبیت نلري تل یې چې په کوم مجلس کې نوم اخیستل شوی ټولو یې پر وړاندې غبرګون ښوولی.
نو ددې لپاره چې په ټولنه کې غوره،مطرح او کدر شخص ووسې او د خلکو سترګو کې ګل پاتې شې اړینه ده چې پورته ذکر شوي خواص په ځان کې پیدا کړې.