لیکوال: عبیدالله حسام
ځوانان دې د اسلامي امت د تېرو شوو صالحو علماوو پر پله، پل کېږدي او له هغو دې زده کړي چې د ژوند په کومو اړخونو کې څومره پياوړي وو، څومره ځوانان او پېغلې يې درلودې چې په خدايي ځواک سره غښتلې وو؟ له هغو څخه لاندې ټکي د بېلګې په توګه يادوو:
١- د ايمان پياوړتيا
مسلمان ځوان بايد غښتلى ايمان ولري، په خپل عبادت کې ډېر غښتلى وي او له خداى تعالىسره په مينه او محبت کې پياوړى وي لکه څرنګه چې معاذبن جبل، ربيعة بن کعب، علي بن ابي طالب، انس بن مالک، عايشة د رسول صلى الله عليه وسلم عفيفه مېرمن او فاطمة د رسول صلى الله عليه وسلم لور اود نبي کريم صلى الله عليه وسلم نور په سلګونو ځوان ملګري،په ځانګړې توګه صحابه چې په دې اړه پياوړي او غښتلي وو.
٢- په دين وياړنه
مسلمان ځوان بايد پر خپل دين باندې ووياړي او د خپل دين د وياړونو په اډانه کې پياوړى وي. لکه څرنګه چې جعفر د حبشې له پاچا سره په خبرو کې په خپل دين وياړي، لکه څرنګه چې ربعي بن عامر د وخت د لوى طاغوت (رستم فارسي) په مخکې درېږي او په ډېر جرئت سره د خداى د دين ارزښت ورته په ګوته کوي.
همدارنګه غښتلى ځوان امام (نووي) چې له بيبرس سره مناظره کوي، سلطان العلماء چې د مصر د پاچا (ايوب) په مخکې خپل سر نه ټيټوي او همداسې په ننني عصر کې هم موږ ځيني ځوانپياوړي علماء لرو چې د لويو قدرتونو پروړاندې په ډېره څرګنده خپله خبره کوي.
۳- اخلاقي پياوړتيا
ځوانان دې د خپل عزت، عفتاو امانت په ساتلو کې غښتلياو رښتيني وي، د خپلو مسلمانوروڼو پر وړاندې دې ډېر متواضع چلند ولري، مرسته دې ورسره وکړي، رحم دې پرې وکړي او ويې دې بښي، پر ملاتړ دې يې ودرېږي او هيڅکله بايد کافرانو ته سر ټيټ نه کړي.
۴- علمي پياوړتيا
مسلمان ځوانان د ژوند په نورو برخو کې د پياوړتيا تر څنګ د علم په ډګر کې هم بايد تر نورو مخکښ، خلاق او نوښتګر وي؛ پخوا ډېر پياوړي مسلمان پوهان، عالمان او حکيمان تېر شوي دي چې د يو څو په لنډه توګه دلته يادونه کوو:
علامة امام شهاب الدين قرافي: لوى عالم او مخترع و او په لومړي ځل يې ويونکې ګړۍ (ساعت) جوړه کړه،
ابو ريحان البيروني:يو له مستشرقينو يې په اړه وايي: ((هغه د تاريخ په اوږدو کې د يو لوى عقل څښتن و، چې په ادب، تاريخ، جغرافيې او ژبپوهنه کې يې لوى لاس درلود او پر پنځو ژبو يې روانېخبرې کولې.
علامة ډاکټرعلاءالدين ابن نفيس: د وينې د جريان په اړه يې په لومړي ځل څېړنې او اکتشافات کړي، هغه نه يوازېيو طبيب و، بلکې د ديني علومو استاد هم و، په قاهره کې يې د المسرورية په مدرسه كې د فقهېتدريس کاوه، په فقه او احاديثو کې يې ډېر کتابونه ليکلي او د دې تر څنګ يې په طبي برخه کې څېړنې او ليکنې نړيوال شهرت لري.
امام نووي: د دين لوى عالم و، هغه د خپل عمر تر څلوېښت کلنۍ ونه رسېد خو د (المجموع شرح المهذب) په نوم يې يو لوی او ارزښتمن کتاب وليکو.
همدې ته په کتو په ننني عصر کې داسې ځوانانو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي چې د خپل ديني علم تر څنګ په نورو علمي ډګرونو کې تخصص ولري او غښتلي متخصصين وي؛ ځکه زموږ عصر د علم او ټيکنالوجۍ دی،اوس ملتونه له علمي اړخه سره پرتله کېږي او اسلام خو بايد په دې برخه کې تر ټولو مخکې وي.
په همدې خاطر مسلمان ځوانان بايد همت او غيرت وکړي او د علم په برخه کې ځان ورسوي، څو د خپلو ملتونو په پرمختګ او هوساينه کې اغېزمن او ګټور تمام شي.
۵- د دعوت او سياسي اړخ پياوړتيا
اوسنيو بدمرغيو او فاسدو نظامونو ته پام سره د ځوانانو مسووليت دی څو د اسلام په خوراوي او پليتابه کې کوټلي ګامونه واخلي، د ټولنې، ملت او هېواد ستونزې درک کړي او د حل لارې دې ورته ولټوي او په دې برخه کې دې خپله وجيبه ادا کړي.
حسن البناء يو پياوړی مسلمان ځوان و، په ۲۲ کلنۍ کې يې ځان د اسلام د خدمت لپاره بشپړ چمتو کړ، د مصر پر ښارونو او کلي په کلي وګرځېد، خلک يې د اسلام پر شان او شوکت وپوهول او په روښانه ټکو يې ورته وويل: ((ستاسو لپاره پرته له اسلام څخه هېڅ عزت او نصرت نشته او ستاسو ځواکمتيا په اسلام کې نغښتې ده.))
همدارنګه د اسلامي دعوت يو بل مثال يوسف اسلام يا مخکنى کات ستيفن دى،چې خپل ټول توان يې د اسلام د دعوت په لاره کې خرڅ کړ.
امريکايي الاصلهيهودۍ، چې مسلمانه شوې او اوسنی نوم يې مريم جميل دى، هم اسلام ته په دعوت کېيوه بېلګه بلل کېږي؛په اسلام کې يې پياوړې څېړنې کړې، د اسلامي نړۍ سياست يې پوره څېړلی او مطالعه کړی، د سکولريزم پر وړاندې يې په کلکه مبارزه کړې، په غربي او مادي فرهنګونو يې علمي نيوکې کړې دي.
۶- جسمي پياوړتيا
د انسانانو په ځانګړې توګه د مسلمانانو لپاره په ژوند کې جسمي پياوړتيا مهم اصل دی؛ اسلام لکه څنګه چې په معنوي برخه کې د مسلمانانو پر پياوړتيا ټينګار کوي همدارنګه پر جسمي پياوړتيا او روغتيا هم ټينګار کوي. اسلام سست او ناتوانه انسان ښه نه يادوي او که چېرې يو مسلمان خپلې بدنې روزنې ته پاملرنه ونه کړي، په حقيقت کې د اسلام يو حکم تر پښو لاندې کوي.
دې په کتو د ځوانانو وجيبه او مسووليت دی چې د خپل دين خدمت وکړي، پرې ووياړي، ګټې يې په پام كې ونيسي، خپلې معنوي او جسمي پياوړتيا ته په کلکه پام وکړي، په ځان کې كمزوري ټكي له منځه يوسي او له وخت څخه سالمه ګټه پورته کړي؛ ځکه خدای پاک له انسان نه د ځوانۍ د وخت پوښتنه کوي، چې څنګه او په څه ډول يې تېره کړه او د هغه حساب اخيستنه په رښتيا ډېره سخته ده.
[review]