د شپې له خوا د ښه خوب لپاره لس سپارښتنې چې باید په یاد یې وساتئ.
منی زما د خوښې موسم دی خو د خوب د کړنلارې لپاره مې په زړه پورې نه دی. د لمر ژر خاته او لویدنه، زما د بدن طبیعي وخت ګډوډوي. تاسو هم داسې حس لرئ؟ کولی شو د ښه خوب لپاره له دې سپارښتنو څخه ګټه واخلو. یوازې لس ټکي چې د خوب لپاره مو اړین دي او تاسې سره مرسته کوي تر څو روغ رمټ له خوبه پاڅی او کومه ورځ چې په مخ کې لرئ؛ پرې واکمن واوسئ.
۱: طبیعي خوب تال مو پیدا کړئ
راځئ، څو ورځې سر په سر داسې لاره وآزمایو چې، د ویښیدلو لپاره د ویښولو زنګ څخه ګټه وانخلو.
په یو مشخص وخت کې خوب ځای ته لاړ شئ او اجازه ورکړئ چې، هر وخت مو وجود غوښتي وي ویښ شي. د ویښیدلو وخت او هغه احساس چې د ویښيدو په وخت کې لرئ ولیکئ. دا کار تمرین کړئ او د خوب آیډیالي کړنلاره مو پیدا کړئ.
۲: د خوب تل پلیدونکی دود مو وساتئ
پوهیږم که ماشوم ولرئ آسانه نه ده، نو دا دود کولئ شي ستاسو له اړتیا سره سم، ساده او یا مفصل وي. د خوب د کړنلارې لپاره مو ډیر وخت پاتې دی؟ کولی شی په حمام کړلو، ښه کتاب ویلو، تاوده چای څښلو او داسې نورو کارونو باندې مو ستړیا له منځه یوسئ. د خوب نه یو سات مخکې ټول غږونه ټیټ کړئ. ورسته له دې چې ماشومان مو په خوب ځای کې ویده کړل. په تیزۍ سره مو د خوب تل پلیدونکې کړنلاره ترسره کړئ. د مثال په توګه: کولی شی مسواک ووهی، کالي مو پاک کړی، د سبا لپاره مهم کارونه ولیکی او ذهن مو ورو ورو د خوب لپاره تیار کړئ.
۳: د ورځې په اوږدو کې لمر واخلئ
ملاتونین په بدن کې یو هورمون دی چې د خوب څرخول څاري. کله مو پام کړئ چې، د سهار له طرفه مو لمر ته لمړی ګام ایښی او انرجۍ مو د ډیروالي په هڅه کې شوې ده؟ دا د ملاتونین له سببه دي چې، مقدار یې د لمر تر اغیزو لاندې راځي. ډاډه اوسئ چې د ورځې په اوږدو کې په کافي توګه لمر واخلئ او د کار په میز مو مه سریښیږئ، ځکه بدن ته مو د کافي رڼا له رسیدو څخه مخنیوی کوي. او مخکې له دې چې ورځ پای ته ورسیږي، د کمزورتیا او د اوږدمهالې ستومانۍ احساس کړی.
۴: د شپې په پای کې مصنوعي رڼاګانې وڅارئ
کله چې له اړتیا ډیر ملاتونین په بدن کې تولید شي، په تاسو کې د خوب احساس پیدا کیږي. رڼآ د ملاتونین د ډیروالي او تیاره د هغې د کموالي سبب کیږي. له بده مرغه د کمپیوټر، تلویزون او یا موبایل مصنوعي رڼاګانې له دې معادلې څخه بې برخې دي. یو سات مخکې له خوبه بریښنایي سامانونه لرې کړئ او د هغه پر ځای له کتاب ویلو څخه ګټه واخلئ.
۵: د بدن د تودوخې درجه ښکته راوړئ
د سړوالي او تودوخې ۱۸ منځنۍ درجه د خوب لپاره تر ټولو ښه درجه ده، که چیرې مو یخني کیږي ځان په یو څه کې پټ کړئ او که ګرمي وي؟ له پوښښ څخه پرته پریوځئ. کالي مو د شپې د خوب له تودوخې درجې سره سم برابر کړئ.
۶: رڼاګانې کمې او غږونه له منځه یوسئ
ناکراری او د فکري تمرکز له منځه وړل د کار یا دندې په منځ کې ستاسو وړتیا او ګټه اخیستنه له منځه وړي او ګډوډي. که په استوګنځي یا د ګڼو ګاونډیانو په منځ کې ژوند کوئ، د غږ د کموالي له وسایلو څخه ګټه واخلئ او یا کوښښ وکړئ له آرامې موسیقۍ یا د سمندر د ساحل په غږ سره ویده شئ. که په هر دلیل ستاسو کوټې ته رڼا داخلیږي سترګې مو پټې کړئ.
۷: د وجود پارونې مو زیاتې کړئ
یوه کلیمه څنګه کولئ شو ښه ویده شو: سپورټي تمرین! سهار وخته پیاوړي سپورټي تمرینونه لکه وزن اخیستنه، تیزه منډه، یا هغه سپورټ چې فیزیکي ستومانتا منځ ته راوړي مه ترسره کوئ، ځکه دا د دې سبب کیږي تر څو شپې لخوا مو د بدن انرژي له منځه لاړه شي ( د خوب ضد اغیزه مو په بدن باندې اچوي) نرم سپورټ له آرامې ساه سره د شپې په آخر کې د خوب تیاریدلو لپاره تر ټولو ښه طریقه ده،
۸: له کافین او الکولي څښاک څخه ډډه وکړئ.
څرګنده ده چې کافین نشي کولئ د شپې په اخرو کې یو ښه څښاک واوسي او پوهیږی چې له مصرف څخه د لسونه تر دولسو ساتو وروسته هم کولی شي د خوب ستونزه پیدا کړي؟ که چیرې د خوب ستونزه لرئ، باید د کافینو مصرف تر سهاره بند کړئ. همدارنګه الکول ښايي د نیمه ویده والي سبب شي، خو دا دایمي ګټه نه لري. الکل ستاسو د خوب کیفیت ته جدي زیان رسوي او مخکې له دې چې د ورځې کارونه پیل کړئ ستړي او بې حاله وی.
۹: لږ تر لږه څو ساعته مخکې له خوبه د ماښام ډوډۍ وخورئ.
درنه او غوړه ډوډئ د هضم لپاره ډير وخت ته اړتیا لري چې دا کار مو خوب ته ستونزه پیدا کوي، همدارنګه ډاډه یمه چې، مخکې له خوب څخه د یو یا دوه ګیلاسو څښاکو مصرفول، د دې سبب کیږي تر څو تاسو د شپې په اوږدو کې تشناب ته د تلو لپاره پرله پسې ویښ شئ.
۱۰: د خوب وخت مو منظم کړئ.
د ویښیدلو وخت نه؛ د خوب وخت مو منظم کړئ! که چیرې د فیسبوک یا ټولنیزو شبکو کارونکي وی، پوهیږی چې په هوسایۍ سره مو وخت له لاسه تلای شي. کړنلاره ولرئ، ځان ته د کمپیوټر خاموشولو، خوب ځای ته د ماشومانو وړلو او همداسې نورو کارونو ته کافی وخت ورکړئ. د خوب د روتین کړنلاره مو رعایت کړئ او هر کار چې د دې کړنلارې لپاره اړین دی حتما یې ترسره کړئ.
ژباړه: مصطفی نور
[review]