• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

څنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک مبایل موقعیت معلوم کړو؟

Home لومړيتوبڅنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک مبایل موقعیت معلوم کړو؟
څنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک مبایل موقعیت معلوم کړو؟

څنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک مبایل موقعیت معلوم کړو؟

salih-muhammad-hotakلیکنه: صالح محمد هوتک
دلته د داسي یو اپلیکشن (Android Device Manager) په اړه ږغیدلې یو چې کولای سي ستاسو د ځیرک مبایل نه یوازي موقعیت معلوم کړي، بلکې کله چې ستاسو ځیرک مبایل ستاسو څخه لادرکه سوی ئي او یا مو یو ځای هیرکړی وي نو تاسو کولای سی مبایل بند (قُلف) کړئ، زنګ ورته ووهې او یا هم په مبایل کې ثبت سوې ټول مالومات او فایلونه له منځه یوسی.
که څه هم په زیاترو ځیرک مبایلونو کې دا اپلیکشن (Android Device Manager) له مخکې نه موجود وي خو که چیري نه وي نو تاسو کولای سی د Play Store Googleڅخه ئې هم ترلاسه کړی.
د استعمال طریقه :
۱ – لمړی خپل په مبایل کې Settings ته ولاړ سی او هلته پر Security کلیک وکړی وروسته Device administrators کلیک کړی او د Android Device Manager تر څنګ کلیک وکړی او چیک مارک ئې کړی.

android-device-manager

۲ – که مو غوښتل چې د مبایل موقعیت معلوم کړی  نو باید مو د مبایل Location – On وي او که مو یوازي غوښتل د مبایل داخلې حافظه له منځه یوسی، مبایل ته زنګ ووهی او یا هم ټلیفون قُلف کړئ نو اړ نه یاست چې Location  مو On کړی.

۳ – خپل د Google Account (Gmail Account) ته به خپل د کمپیوټر له لارې او یا هم د بل ټلیفون له لارې داخل شی او تر هغه وروسته خپل د Profile پر عکس کلیک وکړی، هلته به My Account کلیک کړی او په هغه کې پر Find your  phone باندې کلیک وکړئ.

my-account

دلته به هغه مبایلونه تاسو ته وښودل سي کوم چې تاسو خپل Account پکښې خلاص کړی وي اوس نو تاسي کولای سی خپل ورک سوي مبایل پر نوم باندې کلیک وکړی تر هغه وروسته پر Locate کلیک وکړی که چیري ستاسو د مبایل Location-On  وي نو تاسو ته به ستاسو د مبایل موقعیت د نقشې پر مخ معلوم کړل سي.

account

اوس نو دلته بیا تاسو ته درې انتخابونه موجود دي.

Ring – که مو چیري پر Ring کلیک وکړی نو ستاسو مبایل ته به زنګ ووهل سي په لوړغږ باندې حتی که چيري زنګ بند (Silent) هم وي.

Lock – که چیري پر Lock کلیک وکړی نو ستاسو ورک سوی مبایل به Lock سي او استعمالوونکې شخص ته به میسج واستول سي چې مبایل د (Android Device Manager) لخوا بند کړل سوی بیا هغه شخص کولای هم سي چې د مبايل له اصلې خاوند سره په اړیکه کې سي.

phone

Erase – که مو چیري پر Erase کلیک وکړی نو ستاسو په ورک سوی مبایل کې به ټول مالومات له منځه ولاړ سي بغیر د وصل سوی حافظې (میموري کارډ) نه.

نوټ: دا هر څه هغه وخت شونې دي چې مبایل مو د انټرڼیټ سره وصل وي یعنې مبایل مو انلاین وي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d