• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

څنګه کولای شئ چې کارمندان مو کار ته وهڅوئ؟

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهڅنګه کولای شئ چې کارمندان مو کار ته وهڅوئ؟

څنګه کولای شئ چې کارمندان مو کار ته وهڅوئ؟

کارمندان هغه کاري ځواک دی چې د  یوې ادارې چاري پرمخ وړي. پرته له کارمندانو څخه اداره هیڅ وجود نه لري او حتې د اداري د تعریف یوه برخه د کاري ځواک یا عملیاتي ټیم شتون یاد شوی دی.

دا چې د اداري ټولې یا ډیرې چاري د بشري ځواک له لورې پرمخ ځي نو پکار ده چې اداره یو قوي او هڅاند کاري ټیم ولري ترڅو د ضعیف بشري ځواک له امله یې اداري چاري یا تولیدات زیانمن نه شي. پوښتنه دا ده چې څنګه کولای شو یو قوي او تشویق شوي کاري ټیم ولرو؟

دا پوښتنه به ځواب شي خو راځي ولولئ چې که کارمندان مو درڅخه خوښ وي څه به پیښ شي؟

ـ خوشاله کارمند ډیر تولید کننده وي.

ـ خوشاله کارمند یو ښه لیډر دی چې ستا رهنمایي ته ډیره اړتیا نه لري.

ـ خوشاله کارمند تخلیقګر او نوښت ګر وي.

ـ خوشاله کارمند د ټیم یو ښه لوبغاړی وي.

ـ او …

په نننۍ لیکنه کې درسره اوه داسې رازونه شریکوم چې په تطبیق سره به یې تاسې وکولای شئ چې کارمندان مو له تاسې راضي او خپلې چاري په خوښۍ سره سرته ورسوي.

اول: کارمندان مو وستایئ او مننه ترې وکړي کله چې یو عادې لاسته راوړنه هم ولري. دا کار کارمندان نور کار ته هڅوي او داسې فکر کوي چې دوئ کومه غټه لاسته رواړنه کړي چې ادارې یې دومره تشویق کړ.

دوهم: کارمندان مو باید د ټولنیزو اړیکو د لرلو احساس وکړي او په اداره کې ورسره داسې اړیکې وپالئ چې ګوندي دی ستا د کلونه کلونه ملګري او همکار دی.

دریم: د کارمند سره خاصه علاقمندي ښکاره کړئ ترڅو هغوې وپوهیږي چې مشر یې ورته پاملرنه کوي. یوه پوښتنه چې ډیر کله له کارمندانو څخه په سروي کې کیږي هغه دا ده چې آیا مشر درته د یو کارمند په توګه ځانګړي پاملرنه کوي یا نه؟ چې دا کار د کارمند د کار سره علاقمندي لا زیاتوي.

څلورم: په اداره کې مزاحیه اوسه ! په مزاحیه ماحول کې د کارمندانو او لیډر ترمنځ د اړیکو فرهنګ قوي کیږي او ډیر کله د دوئ ترمنځ د شخړو د رامنځته کیدو چانس کمیږي د دوئ ترمنځ که کوم کس غلطي کوي نو په مزاحیه توګه یې زغمي او هره وړه خبره جدي نه نیسي.

پنځم: کارمندان تل په کار کې بوخت مه ساتي کله کله ورته د تفریح او نورو ټولنیزو موخو په خاطر رخصتي ورکوئ او کارمند باید داسې فکر ونه کړي چې دی لکه یو زنداني دي او د لیډر لخوا ورکړل شوي دنده باید په هر حالت کې سرته ورسوي.

شپږم: د کارمندانو نورې اړتیاوې لکه خوب ، تمرین امنیت او …. باید په پام کې ونیول شي چې دا یې په پاملرنې ، تخلیق، انرژۍ او موډ باندې مستقیمي اغیزي لري.

اوم: په وړو وړو موضوعاتو د کارمند سره بحث کول پریږدئ. کارمندانو سره د هر شي نا شي حساب مه کوئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022