لیکنه: اسدالله داور هلمند
هر انسان په خپل ژوند کې ستونزی او مشکلات لری داسی څوک نشته چې بی غمه اوسی او یا هم کوم مشکل ونه لری خو کامیاب شخصیت هغه څوک دي چې د ستونزو او مشکلاتو سره مقابله وکړی او په سمه توګه یې کابو کړي انسان باید تل کوښښ وکړی چې خپل ستونزو ته د حل لاره پیدا کړی او باید دې ته منتظره نه اوسی چې شاید ستونزه به خود به خود حل شي باید خپل لاس په کار شي ددي پر ځای چې ځان ته تشویش جوړکړي یو متل دی چې وایې د هرشپی پسی ورځ راځی باید مشکل ځان ته غټ او لوی ونه نیسو خو هڅه وکړو تر څو د حل لاره ورته پیدا کړو انسان باید پر خپل ستونزو فکر وکړي چې د څه امله پیدا شوي دی که چیری غلتی مو خپل وه باید کوښش وکړو چې هغه په راتلونکي کې تکرار نه کړو موږ به په خپل ژوند کي د ډیر لوړو او ژورو سره مخامخ شو او یا هم د به د ناکامی سره مخ شو خو باید تل ټینګ اراده او پر ځان باور ولرو او کله چې موږ ټینګه اراده او پر ځان باور ولرو نو بیا خامخا خپلو اهدافو ته رسيږو دلته غواړمه چې د امیر تیمور یوه لنډه کیسه دربیان کړم د نړی وتلی فاتح امیر تیمور چې په لومړي وار له ناکامۍ سره مخ شو نو خپه خواشینی په یوه زاړه او پخوانی کنډو کې کښیناست اوپخپله ناکامۍ يې غور پیل کړ هغه ولیدل چې یو کوچنې مېږي د غنم دانه په خوله کې نیولې په دیواله خيژي او بیا راولويږي میږی بیا هڅه کوي او بیا راولویږي بیا يې ځان سمبال کړي او بیا راولویږي تيمور د ميږی دې کار ته ښه کتل، د هغه وینا ده چی دغه کوچنی میږی نهه ځلی راولویده خو په لسم وار په خپله هڅه کې بریالی شو او د غنم دانه يې خپل ځای ته ورسوله دا رښتیا خبره ده چی د غنم دانه د ميږی د وجود څخه ډیره غټه وی امیر تیمور په زړه کې وويل چې دا کوچنی میږی څو پلا راولویده مګر په خپله ناکامۍ مایوسه نه شو او اخر هم پایله دا شوه چې له ډیرو هڅو ورسته بریالی شو خو زه چی یوه مشهور فاتح یم یوازی په یو وار ناکامۍ خپه یم زه باید همدا اوس پاڅیږم او خپل هیلمندی له لاسه ورنه کړم په دې وخت کې يې پرځان باور پيدا کړ نړۍ ته يې وکتل او له ځان سره وويل چی په راتلونکي کې به هیڅ وخت له ماتی سره نه مخ کیږم تیمور نړیوالو ته دا سبق وښود چې په ژوند کې د برالیتوب او پرمختګ لپاره پر ځان باور کول په کار دي .
۱ : انسان باید په هر حالت کی د الله ج څخه مرسته وغواړی په الله
(ج) باندې توکل د ژور خپګان د را کمولو یوازینۍ لاره ده، کله چې انسان په خپل زړه کې د الله (ج) یاد ژوندی وساتي او خپله روحي او معنوي اړیکه له خدای (ج) سره ټینګه کړي نو خوشحاله به اوسی .
۲: باید ژر قضاوت و نکړو په خاصه توګه په هغه وخت کی چی د مشکلاتو سر مخامخ کيږی په دی وخت کې باید قضاوت و نه کړو چې څوک ملامت دی او څوک ملامت نه دی په دی وخت کي ډیره ښه ده چې څوک تصمیم هم ونه نیسی او هم باید کوښښ وکړی چې په دی وخت کې پر ځان کنترول ولرو.
۳ : دا باید تل په یاد ولری چې مشکلات مو د خپلو کړنو له امله پیدا کږی او باید خپله د حل لاره ورته پیدا کړو او دا باید په یاد ولرو چې موږ کولای شو چې د هر قسم ستونزی چې راباندی راځی مبارزه وکړو او باید یوه ټینګ ارده ولرو ټینګ اراده موږ خپل اهدافو ته رسوی .
۴ : د ښه ملګری او یا هغه څوک چې تاسی پري اعتبار او باور لری د دهغو راز خلکو سره مشوره کول کولي شې چې زموږ د ستونزو د حل لپاره راسره مرسته وکړی د نورو خلکو نظریاتو ته غوږ نیول او اوریدل یو ښه کار دی انسان باید د هر سړی نظریه او مفکوره واری خو تصمیم باید خپله ونیسی .
۵ : کله چې د ستونزو او سختو حالاتو سره مخ شي نو هیڅکله مه بیریږي او خپل همت مو له لاسه مه ورکوی او په میړانه ورسره مبارزه وکړی تاسی کولای چې به ډیر ښه ډول سره يې حل کړی.
Attachments area
Preview attachment 12910700_835918779863399_1822844698_n.jpg
Image
12910700_835918779863399_1822844698_n.jpg