ژباړه: محمد یعقوب واحدي
ټول پلرونه او میندې پوهیږې چې د کم عمره ماشومانو ساتنه اوحفاظت څومره سخت دي، په خاص ډول هغه وخت چې کله ماشوم د خپلو پښو شي، په دې وخت کې باید خپلو ماشومانو ته د پخوا په پرتله زیاته توجه وکړي تر څو د هغه روغتیا ته کومه ستونزه پیدا نشي.
خو کله چې ماشوم لوی شي بیا هم باید په هغه نظر وساتو، ځکه په دغه سن کې هم ماشوم منډې وهې، ټوپ اچوې او که په ځمکه ولویږي زیان ورته رسیږي؛ په کورنۍ کې د ماشوم د خوندې ساتلو لپاره ځینې مهمې یادونې لرو چې باید ورته پاملرنه وکړو.
۱- یو مهم او اصلي ټکی، چې باید په نظر کې ولرو، هغه له ماشوم څخه ښه پالنه ده، سربیره پر دې هیڅ کله او په هر ډول شرایطو کې ماشوم په تخت او لوړ ځای باندي تنها پرینښودل شي؛ هیڅکله مو ماشوم ته اجازه مه ورکوی، چې په بام، بالکن او نورو خطرناکو ځایونو کې لوبي وکړي.
۲- د زینې پلې د خطر یو عامل وګڼئ، لومړئ باید په زینه کې د تګ څخه ځان مطمئن کړئ بیا هڅه وکړئ، چې په زینه کې د منظمې روښانایی تنظیم وکړئ، که چیرته اړتیا وینی؛ چې ماشوم مو همیشه په هغه ځای کې ډیر لوبیږي نو بیا خو بهتره ده چې دغه لاره بیخې وتړو.
۳- د ماشوم شاوخوا غوڅوونکي شیان لکه چاقو، قیچي لرې وساتئ، حتی د یوې شېبې لپاره هم دغه ډول وسایل په داسې ځای کې مه ایږدی، چې د ماشوم لاس ورته ورسیږي.
۴- د ماشومانو څخه کیماوي مواد او نورې دواګانې باید خوندې ځای کې وساتئ، ممکن تاسو کله په کور کې نه وی یا هم ویده شي نو هسې نه چې ماشوم مو دغه ډول شیانو ته لاسرسي پیدا کړي او په لوی لاس مو ماشوم له لاسه ورکړئ.
۵- غوڅوونکی شیا ن لکه چاړه او نور د کور وسآئل په خپل ځای کې وساتئ، په ځانګړي ډول په هغه وخت کې چې ماشوم نوی په خپلو پښو تګ پیل کړئ وي.
۶- هیڅکله هم ګرم شیان لکه ګرم اتو، ګرم دیګ او نور وسائل په داسي ځای کې مه ټولوئ، چې د ماشوم لاس ورته ورسیږي.
۷ـ د کور د برق سیستم په منظم ډول تنظیم کړئ، احتمال لري ماشوم مو سیم، یا نور فلزي شیان په لاس کې واخلي د هغه سره ولګي.
۸- برقي وسائل په کوټه کې مه غورځوی او د ماشوم په اطاق کې د برق سیم د فرش لاندي مه تیروی که چیرته مو دا کار کړی وي باید د سیم پوش سالم وي.
۹ـ ګوګرد او دیته ورته نور توکي د ماشومانو نه لري وساتئ، حتی که ماشوم داسي سن ته نه وي رسیدلی چې ګوګرد د ولګوي، نو امکان لري هغه په خوله کې ووهي او ماشوم د ناعلاجه ناروغیو سره مخ کړي.
۱۰- د ماشوم د خوب اطاق او که امکانات وو په نوره حولی کې کم نوره ګروپ روښانه پریږدئ، ځکه که ماشوم د شپي اوبو او یا لاس مینځلو ته پاڅیږي، نو ستاسو د ماشوم سره به مرسته وکړي پرته له کوم خطر څخه خپل هدف تر لاسه کړي، چې دا کار ستاسو سره هم مرسته کوي او د تیارې له خطر څخه مو بچ کوي.