• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

څنګه کولای شو چي ښه مطالعه وکړو

Home لومړيتوبڅنګه کولای شو چي ښه مطالعه وکړو
څنګه کولای شو چي ښه مطالعه وکړو

څنګه کولای شو چي ښه مطالعه وکړو

لیکنه:  یحیی همیم
کله چي ټکنالوجي ډېر پرمختګ نه و کړی، نو خلګو به مطالعه د اوس وخت په نسبت ډېره کوله خو چي کله ټکنالوجی پرمختګ وکړ او داسی څېزونه جوړل شول چي د خلګو د مطالعې وخت نیسي او هغوې نه پرېږدي چي په ارام زړه مطالعه وکړي. زه دلته ستاسو سره څو نقطې شریکی کوم چي ستاسو سره د ښې مطالعې په کولو کي مرسته وکولای شي.
ځان دپاره مو تقسیم اقات ولیکئ. ډېر داسې وختونه راغلي دي کله چي موږ په خپلو امتحانونو کي لږ نمبرې واخلو. نو بیا ډېر په جوش کي راشو او پلان جوړ کړو چي زه به دځان دپاره تقسیم اوقات جوړوم او په هغه کي د مطالعې دپاره دومره زیات وخت ورکړو چي هغه زموږ له وسه نه کیږی د دې حل داسي دی وایې ( لوی فکر شروع کوچنی) یعني کله مو چي په لومړي ځل تقسم اوقات جوړ کړ نو په اولو ورځو کي ډېر لږ وخت دمطالعې دپاره ورکړئ. مثال شل دقیقې مطالعه وکړئ، دهغه نه وروسته بیا لس دقیقې تفریح وکړئ، بیا شل دقیقې مطالعه وکړئ او بیا لس دقیقې تفریح وکړئ. په همدئ ډول دوهمه ورځ مو د مطالعې وخت لږ زیات کړئ او په همدی ډول مو خپل دمطالعې وخت ور زیاتوئ تر څو ستاسو دماغ د مطالعې سره عادت پیداکړي او بله خبره داده کوم وخت مو چي تقسیم اوقات جوړوی؛ نو خپل هغه وخت مو مطالعې ته ورکړئ په کوم وخت کي چي ستاسو دماغ ستړی نه وي. زموږ د ټولو دماغونه فرق کوي څوک په سهار کي ښه مطالعه کولای شي او څوک په ماځیګر کي او نور بیا په نورو وختونه کي ښه مطالعه کولای شې خو تاسو خپل هغه وخت د درس دپاره انتخاب کړئ په کوم وخت کي چي تاسو ښه مطالعه کولای شې.
خوب مو پوره کړئ. هر انسان په یوه ورځ او شپه کي د ۷ څخه تر ۸ ساعتونو خوب ته ضرورت لري، که تاسو خوب پوره وي نو ستاسو بدن به چسپ وي او په ښه توګه کولای شئ چي په صنف کي د ښوونکو خبري واورئ او په هغه باندي مو ځان وپوهوې او هم کولای شئ چي مطالعه مو په ښه توګه ترسره کړئ. او ګورئ! دا ۷ ساعته خوب مو په صنف کي نه بلکي په کور کي پوره کړئ.
د ویري وخت مو د مطالعې په وخت بدل کړئ. ډېر داسې وختونه راځي چي موږ د کال دسره مطالعه په ښه توګه نه وي کړې، خو چي کله امتحان ښه رانژدې شي زموږ مطالعه ته پام شي او بیا نو دهغه وخت هر دقیقه زموږ دپاره ډېره مهمه وي خو په هغه وخت کي بیا هم موږ خپل وخت په ویره تیرو، نو هغه دویري وخت مو مطالعې ته ورکړئ او درس په کي ووایئ.
‎ خواړه : د امتحانونو په وخت کي ښه خواړه ستاسو د دماغ سره ډېره قوي مرسته کوي ترڅو تاسو درس په اسانه زده او په خپل دماغ کي وساتلی شي. زه دلته د ځینو خوړو نومونه یادوم کوم چي تاسو یې باید د امتحانونو په وخت کي وخورئ. لکه سبزیجات، لنده میوه، وچه میوه په خاصه توګه بادام او پسته، اوبه او شیدې باید په هر دریو ساعتونو کي یو ګیلاس وڅښل شئ.
خپل ځان ته مو انعام ورکړی: یعنی پلان جوړ کړئ فرضآ که ما د دی مضمون لومړنۍ برخه خلاصه کړه زه به د کرکیټ لوبه کوم. که مي د یو بل مضمون بله برخه خلاص کړه زه به مي دخپلی خوښی فلم ګورم. په دې ډول مو خپل ځان ته شاباسی ورکړئ، خو داسې به نه وي چي ستاسو ټول سوچ په هغه انعام کي وي او درس هسي سره تېر اوبېر کړې، خو په موضوع مي سر نه وي خلاص شوی. درس به مو په ښه او صفا ډول خلاصوئ او بیا به مو انعام ترلاسه کوئ.
‎اماده ااوسئ : ډېر داسې وختونه راغلي دي چي موږ په ډېره جزبه درس ته کښینو خو کله مو کتابچه دیاده وتلې وي، کله مو قلم دځان سره نه وي راوړی، کله مو کتاب نه وي راوړی او بیا دوباره پسي راوان یو او خپل ځان ته مو خپله مزاحمت جوړ کړی وې هر څه مو د ځانه سره په یو وار باندي یوسئ او مطالعې ته مو اماده کښېنئ.
د مطالعې ځای: خپل دمطالعې ځای مو ځان ته برابر کړئ، هر وخت کوښښ وکړئ چي مطالعه پر میز او چوکۍ وکړئ او کوښښ وکړئ چي پر نرم ځای باندي مه کښینئ لکه کټ او یا د کورونو هغه پسې توشکي(نالۍ). ځکه کټ او توشکه د خوب دپاره وی نو کله چي پر هغه موږ مطالعه شروع کړو نو بیا مو خوب زنګوي، که چېري ستاسو په چاپیریال کي داسې اوازنه وي چي تاسو مطالعه په ارامه توګه نه شې کولای نو دهغه دپاره د حال لاره ده.وایټ نویس white noise دا رقم رقم اوازنه دی فرضآ لکه د مرغانو اوازونه، د باران اواز، په ځنګله کي د حیواناتو اواز او ډېر داسې نور اوازونه په کي شته چي د اوریدولو په وخت کی به ستاسو ماغ دټولو نورو اوازونو څخه راوګرځوي او پر یوه اواز به مو فوکس ( متمرکز) زیات وي. کولای شی دا د انټرنیت څخه په وړیا توګه کښته کړئ او د زوږ په وخت کي یې واورئ.
سوچ مو په مطالعه کي بند کړئ. ډېر وختونه راځې کله چي موږ مطالعه کوو نو سوچ او فکر مو د مطالعې پر ځای په نورو کارونو او ځایونو کي وي د سوچ د کابو کولو او پر مطالعه باندي راوستلو دحل لار داسې ده چي خپل پلان او هغه دلیلونه کوم چي تاسو یې اړ کړی یاست چي مطالعه وکړئ هغه پر یو ورقه ولیکئ او ستاسو ومخ ته یې نصف کړئ. مثال که زه مطالعه ونه کړم زه به په دې مضمون کي ناکام شم، که زه مطالعه ونه کړم زما دهغه جنګ ځپلی هیواد ته به څوک خدمت کوي داسی نور دلیلونه شته چي تاسو یې باید ولیکئ او د همدې دلیلونو په واسطه مو خپله مطالعه پر مخ یوسئ.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د ماتې په وسیله د بریالیتوب پوړیو ته د رسېدو لپاره اووه زرینې (طلایي) لارې

د ماتې په وسیله د بریالیتوب پوړیو ته د رسېدو لپاره اووه زرینې (طلایي) لارې

Apr 30, 2016

لیکنه: مارټین ویلینګ ژباړه او شننه: قاسم امیري په چارو[...]

د ستونزو سره څنګه مبارزه وکړو

Jan 11, 2018

ژباړه: فریدالله منګل که په ژوند کې په هره ستونزه[...]

اتلان

اتلان

Oct 21, 2015

اتلان یو ژوکانګ هره ورځ خپل معلول زوی په شا[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d