څنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟
(How to study very well)
ليکنه: پوهنیار ذکریا شنیزی
که چېرته تاسې غواړئ؛ د امتحان لپاره یو څه زده کړئ، مګر په دې نه پوهیږې چې څنګه یې زده کړئ، نو لاندینۍ ساده مرحلې پلې کړئ، انشاءالله ستاسو له ښې مطالعې او زده کړې سره به مرسته وکړئ.
– 1 د مطالعې لپاره د یو ښه او مناسب محیط برابرول
یو میز او یا میز ته ورته شی چې پراخه ساحه ولرئ؛ د مطالعې لپاره وکاروئ. همدارنګه د مطالعې په ساحه کې د کافي روښنايې شتون ضروری دې، ځکه روښنايي ددې سبب کېږي چې وکولای شئ هغه څه چې غواړئ مطالعه کړئ؛ په درست ډول ووینئ.له دی نه علاوه د مطالعې محیط باید آرام وي، ځکه د مطالعې په اطاق کې د بل څه شتون (د بیلګی په ډول: تلویزیون، رادیو، د کورنی کوم غړی او نورو موجودیت) ممکن ددې سبب شي چې تاسې په دقیق ډول مطالعه و نه کړئ.
– 2 د خپلې زدکړې په ډول ځان پوه کړئ
دا مهمه ده چې وپوهېږئ، آیا تاسې يې د لیدلو له لاری زده کوئ، او یا خپل نوټ د روښانه کوونکې قلم په واسطه روښانه کوئ او بیا مو مطالعه شروع کوئ. که چېرته تاسې شفاهي زده کوونکې یاست، نو ضرورت لری چې په لوړ اواز يې ولولی. که چېرې تاسې یو جنبشي (ځاي په ځای خوځیدونکي) زده کوونکې یاستي، نو ممکنه ده همدغه عمل ته ضرورت ولری چې یوی او بلی یا شا او مخ خوا ته ځان وخوځوی او زدکړې ته مو دوام ورکړئ. ستاسو د مطالعې سټایل (ډول) په حقیقت کې ستاسو د کامیابه زدکړې یوه برخه ده. ځکه که تاسې د خپل مطالعې په ډول پوه او هغه تعقیب کړئ نو په لږ وخت او آسانه ډول به ډیر څه زده کړئ.
-3د مطالعې په وخت کې وقفه واخلئ
د شلو (20) دقیقو لپاره مطالعه وکړئ او بیا د لسو (10) دقیقو لپاره وقفه واخلئ، او په دې ډول مو معلومات په ورو ورو زیات او غني کړئ. دا یوه ازمایل شوئ او صحیح د زدکړې لاره ده. کله مو چې طبیعت خراب وي، نو وقفه وکړئ، صرف هغه څه مو چې زده کړې دې ښه يې تمرین کړئ، او بیا وروسته له هغه مطالعه شروع کړئ. ځکه تکرار د ښې مطالعې کلې او د بشپړ جوړیدو وسیله ده.
4- خپله پوهه مو وآزمویئ
په هغه څه چې غوښتل مو زده یې کړئ مطمئین او باورې شوئ، نو د کورنی له کوم غړی یا ملګري څخه غوښتنه وکړئ چې په زده شویو معلوماتو کې امتحان در څخه واخلي، او یا که دا شونې نه وي نو بیا خپل ځان پخپله آزمیښت کړئ پداسې حال کې چې نوټ او یا کتاب مو بند وي. کله مو چې امتحان خلاص شو، نو د دوهم ځل لپاره مو خپل یاداشت او یا کتاب پرانیزئ او د امتحان ځوابونه مو ورسره مقایسه کړئ تر څو درته معلومه شي چې څنګه امتحان مو ورکړئ. آیا ټول سوالونو ته مو په صحیح ډول ځواب ویلي ده؟ که ځواب مو هو وې، نو مخکې لاړ شی او مطالعې ته مو دوام ورکړئ، او که زیاتره ځوابونه مو غلط وي، نو تاسې یو څه تکرارې مطالعې ته ضرورت لری.
5- د بیړې یا زر زدکړې څخه ډډه وکړئ
زیاتر زده کوونکې په بیړه زده کړه نشی کولای. ځکه اکثره خلک څو ورځو ته اړتیا لري چې لومړی خپل نوټونه تکرار او بیا سوکه سوکه یو څه زده کړي. بیړه مه کوئ، حتی که په منظم ډول مطالعه هم کولای شې، ځکه په مطالعه کې له بیړی کولو څخه سمې پایلی نشئ تر لاسه کولائ.
6- ځان پوه کړئ چې څه زده کول غواړئ او د کوم مقصد لپاره
په لومړني قدم کې د اضافه معلوماتو د لاسته راوړنی لپاره مشخص کتابونه پیدا او د هغې څخه ځان ته یاداشت واخلئ. اوس محال د کتاب په عوض د انټرنیټ استعمال ډیر معمول ده، ولي صرف د باوري انټرنیټي سرچېنو څخه باید معلومات را ټول کړئ.
7- پخپل ځان باندې یقیني او باوری اوسئ
مخکې له زده کړئ او مطالعې تر ټولو اړین شی پخپل ځان باور درلودل دې. د تل لپاره داسې فکر وکړئ چې زه د هر کار د کولو توانايی لرم او هیڅ شی ناشوني ندي.
8- زحمت وباسه
پرته له کوم معلوم مقصد څخه مطالعه مه کوئ. که چېرې تاسې په حقیقي ډول غواړئ چې د قطار په سر کې واوسېږئ، نو آرامه مه کښینی او په لومړي قدم خپل ځان تمرین او غښتلی کړئ، ترڅو یو ښه زده کوونکی درځنې جوړ شي . ورسته مو خپله سویه په لوړه کچه امتحان کړئ.
9- یو معلوم هدف باید ولرئ
بعضی وروڼه او خویندې ممکن د چا په سپارښتنه، فشار راوړلو او یا هم د وخت د تیرولو لپاره مطالعه وکړي. په ژوند کې همیشه یو معلوم هدف ځانته وټاکئ، او زیار وباسئ چې خپل هدف ته د ښي او ګټوري مطالعې له لاري ځان ورسوي.
10- متوجه او لیواله اوسیږي
هغه څه ته چې غواړئ مطالعه يې کړئ، متوجه او لیواله اوسیږی. په داسې وخت مطالعه مه کوئ چې کله تلویزیون، سندرو، ژغ ډبلي (راډیو) ته غوږ یاست او یا هم کوم مزاحمت موجود وي چې فکر مو له مطالعه څخه اړوی. همدارنګه د مطالعې په دوران کې له خوراک کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ. که چېرته مو خوراک ته اړتیا وي، مخکې او یا وروسته له مطالعې يې وکړئ.
11- د اړتیا په وخت کې مرسته وغواړئ
که چېري د مطالعه په وخت کې په کوم څه نه پوهیږی، نو د بل چا څخه مرسته وغواړئ.
12- د مطالعې لپاره یو مهال ویش وټاکئ
د هرې ورځې لپاره یو مهال ویش (تقسیم اوقات) برابر کړئ، ترڅو د هر مضمون یا موضوع لپاره معلوم وخت ولرئ.
16- زیاتې اوبه وڅښئ
کله چې مطالعه کوئ نو زیاتې اوبه څښئ، ځکه د زیاتو اوبو څښل تاسې بیداره ساتي.
[review]