لیکنه: مجیب الرحمان اېمان
مخکې له دې چې درس ته لاړ شو او په جوړولو پيل وکړو یو څو ټکو ته نغوته کوم، لومړی دا چې دا یوازې په Photoshop CS6 او Photoshop CC چې تقریباً دواړه سره ورته والې لری، کار کړي دي او سل په سلو کې به یې پایله مثبته راځې، فوټوشاپونو نور هم ډير ډولونه لري لکه CS5, CS4 او CS، چې په هغه کې ما خپله نه دې کار کړی خو که چیرته ستونزې سره مخ شی، نو کوښښ کوم چې ستونزه مو درته حل کړم، او بل دا چاره ما لږ تر لږه د یوې میاشې په اوږدو کې زده، زه په فوټوشاپ کې لږ تر لږ له ۸ لارو کولی شم چې د مخ پوست سپین کړم خو تر ټولو آسان او ښکلې همدا ده او اوس یې تاسې ښاغلیو او آغلیو ته وړاندې کوم هیله کوم چې خوښه موشې او درته ستړی کونکی تمام نشي.
- لومړی هغه انځور چې غاړې د مخ رنګ یې سپين کړې، په فوټوشاپ کې خلاص کړه. زه دا انځور جوړوم،
- په Tools کې به
انتخاب کړی، بیا د انځور ټول مخ او ویښتان انتخاب کړئ، په هر یو ټاکونکې چې تاسې ته اسانه راځې پرې ویې ټاکۍ.
- زه یې په دغه
ټاکم
- په layer باکس (
) کې، چې د فوټوشاپ په کښتني ښي لوري کې ځای لري، په (
) باندې کلیک وکړئ.
- نوې وینډوس درته خلاصه شوه نو په هغه کې بیا په Selective Color باندې کلیک وکړئ.
- یوه بله وینډوس به درته خلاصه شې، لومړی په Colors کې Yellows رنګ انتخاب کړې او په کښته خواو کې به د رنګ سلنه کمه او زیاته کړی، زه د دغه انځور لپاره دا سلنه ټاکم، هر انځور لپاره توپیر کوي.
6.په همدې وینډو کې چې د کوم رنګ ډير والې مو خوښیږي همغه پکې په همدې ډول سره پلې کړې او په پاې کې تور رنګ پرې پلې کړې هغه یوازې ویښتان، وریځې او باڼه توره وې په تور رنګ کې کولی شي یوازې د Black رنګ سلنه زیاته کړی او یا کمه بسنه کوي او یا خپل زوق ته مو ګوری او بیا ورباندې سور رنګ پلې کړې هغه مو د مخ څرمن نوره هم سپینه کوي د لاندې انځور په شان.
نوټ: افغانان سپین پوستي او ښکلي خلک دې تر دې هم ښکلي راځې، که یوځلې پرې بریالی نشوې بیا بیا بیا ځلې پرې کار وکړه ضرور بریالی کیږې.