ژباړه: وصي ابهام
د درواغو او درواغجن د پېژندلو لپاره هم ځینې لارې وجود لري چې د هغې په واسطه تر ډېره کولی شو یو دروغجن شخص وپېژنو.
۱ـــ درواغجن خاندي: کیدای شي تاسو پدې فکر کې یاست چې خندا یواځې د خوښۍ انتقالونکې ده .مګر په حقیقت کې داسې نده ځینې وخت دروغجن ددې لپاره خندا کوي چې ستاسو فکر د اصلي موضوع څخه وګرځوي.ددې ترڅنګ دروغجن د خندا په وخت کې ستاسو خواته ډېر کتلی هم نشي. معمولآ سر اخوا دیخوا اړوي ترڅو ستاسو حواس له ځانه واړوي.په مخ کې سوروالی د پوزې دنرمیو پراخوالی.پراخه تنفس کول.او د سترګو اخوا دیخوا اړول معمولآ د دروغجن په خبرو کې څرګندیږٍي.
2- څنګه خبرې کوي؟ دا د دروغجن د پېژندلو لپاره یوه اسانه لاره ده.د خبرو په وخت کې د درواغجن اواز عوض کیږي. کیدای شي په خبرو کې لغاتونه ګډوډ شي د خبرو په وخت کې ېې که شونډو ته وکتل شي.دروغجن معمولآ له هرې جملې څخه وروسته یو بل سره زور کوي یا ېې ښکته طرف ته کش کوي.
3 نورې نښې: کله چې یو کس له تاسو سره خبرې کوي او تاسو په هغه شکمن یاست نو د هغه د لاسونو او بدن حرکاتو ته توجه وکړئ.کله چې د د یو کس په خبرو کې ریښتیا نه وي نو د هغه د بدن حرکات هم د هغه له خبرو سره یو شان نه وي .کله چې یو کس دروغ وایي نو لاسونه ېې بې ځایه خوځيږي پښې ېې هم په یو حالت نه وي ولاړې ناکراره وي،په همدې دلیل دروغجن د خبرو په وخت کې لاسونه یو پر بل سولوي او لاسونو ته ډېر ګوري.
4څه ډول کلیمې استعمالوي؟ دروغجن معمولآ په خبرو کې له مګر،له دې نه غېر،په دې دلیل… استفاده نه کوي که تاسو ترې د خبرو په دوران کې په ساده ډول د (ولې؟) پوښتنه وکړئ خبرې تر ګډوډيږي.ددې ترڅنګ ېې په خبرو کې د (زه،خپله او… ) نورې جملې هم کمې استعمالیږي.ځکه د روانشناسی له نظره هغوپه ناخبری سره غواړي چې خبرې ېې ریښتینې معلومې شي نو ځکه ځانته ډېر نسبت نه کوي.
5 له عمومي جملو نه کار اخلي: دروغجن له مخامخ خبرو نه په تلفون او ایمیل کې په اسانی سره دروغ وایي،که چېرته تاسو په ټيلیفون اوانټرنیټ خصوصآ فسبوک کې له یو دروغجن کس نه یوه پوښتنه وکړئ، په کلي ډول ېې ځوابوي .که تاسو یو دروغجن کس معلوموئ نو په یوه خبره کې ترې بار بار پوښتنې وکړئ کله ېې چې ځواب کې پاتې راغی نو پوه شئ چې مقابل مو دروغ وایي؛ځکه دوراغجنې خبرې جزیات نلري.