لیکنه: نوراحمد فضلي
فېسبوک چي په نړیواله سطحه ئې نن سبا تر بلي هري تکنالوجي ارزښت او رول زیات دئ او د نړۍ ټول وګړي ئې د خپلي ټولني لپاره د هر اړخیز بدلون، عامه ویښتابه، د علم و تحصیل و ډګر ته د خپلو خلکو را وستلو او تشویقولو، د بشر او انسان د هوسایني او سوکالۍ لپاره په کار کولو او بسا نورو ډیرو انساني او ایماني دندو په اجراء کولو کي د یوې آلې په توګه کاروي او د خپلو ځانو سره جوخت د انسانیت ستر مذهب ته د همدې لاري( فېسبوک) خدمات عرضه کوي.
خو،
موږ، افغانان
که څه هم ټولنه مو بېخي ډېره وروسته پاتي ده او د نورو په نسبت ډېر، ډېر او ډېر کار او هاند ته ضرورت لرو!
سره له دې چي موږ د ژوند په هره برخه کي بسا ډیري ستونزي لرو؛ ډېر بد عنعنات او کلتورونه لرو، چي باید پر ورک کېدا او له منځه تلو باندي ئې کار وسي، ټولنپوهنه، کلتور پوهنه او دینپوهنه مو په صفر کي ضرب ده، د حُب الوطن، ملي احساس، اتفاق او اتحاد، د ملي شتمنیو او ارزښتونو ساتلو -خوندي کولو، د دیني مقدساتو او ملي ارزښتونو څخه د دفاع، ژبي، قام، ملت ته د کار کولو هیڅ احساس راپکښي نسته!
او موږ ددې پر ځای چي دغه یوازینۍ پراخه او پرمختللي رسنیزه آله( فېسبوک) د ټولني، خلکو، ژبي، دین، مذهب، عقیدې؛ او انسانیت ستر مذهب ته په کار کولو کي وکاروو، د ځان، کورنۍ، ماحول، ټولني او بالاخره د کړاوونو او ستونزو څخه د یوه متداوم تحول لپاره ورڅخه ګټه واخلو، په ټولنه کي مو لومړی د خپلو بېکاره او ناقصو دودنو او ورپسې د پردیو د پلیتو او پستو هغو د مخنیوي لپاره د همدې فېسبوک له لاري روانه مبارزه وکړو او پر ځای ئې خپل اصیل کلتورونه -دودونه رائج کړو، ځانونه او هم نور د خپل تاریخ، عقیدې، مذهب او دین سره پوره-پوره اشنا کړو
او…
موږ دې هرڅه ته شاه کوو، راځو پر فېسبوک باندي یا د عکسونو د مسابقو لپاره صفحې جوړوو، یا د خپلو مشرانو پسي بد و رد وایو او عکسونه ئې ورته فوټوشاپ کوو، یا ددې پر ځای چي مثبت فکر وکړو، منطقي بحث او استدلال وکړو او په ځانو کي د زغم هُنر پیاوړی کړو، موږ ئې پر ځای په یوه بله ډله پسي منفي تبلیغات کوو، تر دې چي د یوه بل د توهین او بربنډ سپکاوي څخه هم درېغ نه کوو! چي زموږ دا کارونه د انساني کرامت څخه لا هم ور هاخوا دي. او یوه بله خبره لا دا چي لا تر اوسه موږ د خپل پرمختګ او سوکالۍ لپاره د لارو –چارو په لټلو کي پاته راغلي یو- دغه(فېسبوک) او نوري رسنیزي آلي یا خپله رسنۍ چي زموږ د هر اړخیز پرمختګ چانس څو برابره کوي او موږ ته د یوه سوکاله او پرمختللي ټولني ضمانت راکوي، مګر بیا هم موږ ددې او نورو رسنیزو آلاتو په اړه منفي فکر لرو. راځئ خپلو ځانو او هغو کسانو ته چي ددې رسنیزو آلاتو یا رسنیو رد کوي؛ قناعت ورکړو!
موږ باید دوئ ته ووایو چي سمه ده چي ټکنالوژي په هر حالت کي د انسان لپاره ګټوره نه وي. خو تر دې بیا بل ستر رښتیا او حقیقت دا دي چي ټکنالوژي خود په انسان پوري اړه لري او یا په عامیانه اصطلاح ویلای سو چي دا د چاقو او چړې حیثیت لري، که چاړه د ډاکټر په لاس کي وي نو کولاي شي چي د یوه ناروغ انسان وینه پرې تویه کړي، زړه ئې پرانیزي، او بیرته ئې وګنډي، او ناروغ انسان روغ رمټ له روغتون څخه خپل کور ته ولاړ سي، خو که چیرته همدا چاړه/چاقو د کوم نا اهله انسان په ګوتو ورشي نو ځان یا بل څوک پرې زخمي کوي او د مرګ کندي ته ئې غورځوي. ځکه نو ټکنالوژي چي په هره بڼه ده کمپیوټر، موبایل، راډيو، تلوېزیون، لیپ ټاپ، ګرځند، انټرنیټ، کامرې او نور… ګټه او تاوان ئې د کارونکي په صلاحیت او اهلیت پوري تړاو لري، او په دواړو حالتونو کي کارونکي د خپلو کارونو مسئول دي د ټکنالوژي پکښي ډیر مسئولیت نشته.
او بل که چیري موږ ددې او نورو رسنیو سم استعمال وکړو، هسي هم نن په عادت سوي یو. نو که دغه عادت مو په عبادت بدل کړو، دا به ښه کار نه وي؟
-طبعاً
نو راسئ چي د فېسبوک او نورو رسنیزو آلاتو استعمال مو عبادت حساب سي.
په دې خو موږ ټول پوهیږو چي د عادت او عبادت تر منځ توپیر په نیت پوري اړه لري. زموږ ټول اعمال او کارونه لکه درس او تدریس، ناسته ولاړه، خبري اتري، لوبي او ورزش، استراحت او خوب، او نور… که د مادي ګټو او تفریح لپاره وي نو عادت دئ، خو که نیت نیک وي او د اسلام او مسلمانانو د اصلاح او پرمختګ لپاره وي نو همدغه عادي کارونه عبادت ګرځي او اجر پرې حاصلیږي. د خپلي ادعا او خبري د ثبوت لپاره د سرور کائنات( صلی الله علیه وسلم) دا حدیث راوړو:
عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى. [1]
ژباړه:- عمر بن الخطاب رضی الله عنه، دوهم خلیفه فرمايي چې له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه ئې اوریدلي دي چې د ټولو کارونو نتایج او عواقب په نیت پوري تړاو لري او هر شخص هغه څه تر لاسه کوي د څه نیت چي ئې کړی وي. نو باید هر چا ته د خپل نیت معلومات وي چې له فیسبوک او انټرنیټ د استعمال څخه ئې مقصد څه دئ؟ که د فیسبوک استعمال فقط د تفریح او د نفس خوشحالول وي، نو بیا خو وخت ضایع کول دي، خو که څوک دا ګڼي چي فیسبوک د اصلاح او د اسلامي معلوماتو د خپرولو، د ژبي، قوم او خپلي ټولني هر اړخیز پرمختګ یوه وسیله ده او دی/دا ئې د همدغه مقصد لپاره کاروي، نو باید نیت خالص د الله تعالی رضا لپاره کړي او هغه اداب مراعات کړي چې الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه و سلم ئې د مراعات کولو امر کړی دئ.
بناً موږ ته لازمه ده چي ددې او نورو رسنیزو آلاتو څخه د خپلي ټولني د تحول، ښېرازۍ، نېکمرغۍ، هر اړخیز پرمختګ، علم وآدب، د بدو او بېکاره کلتورونو پر ځای د اصیلو او رښتینو افغاني کلتورونو د ترویج، د منفي ګرايي پر ځای په خلکو کي د مثبتو فکرونو د غوړېدا، د خپلو او نورو د فکري ودي او ذهني ښکلا د غوړېدا، د ملي او اسلامي ارزښتونو په پېژندلو او ورڅخه دفاع کي د عامه ذهنیت جوړولو، د خلکو تر مینځ مو د کرکي؛ نفرتونو؛ جنګونو او حسادتونو د ټغره ټولولو او پر ځای ئې د ورورولۍ؛ اتحاد؛ اتفاق؛ سولي او انساني میني سپین څادر غوړولو، په عموم کي د یوې سوچه اسلامي او افغاني ټولني دکومي چي د تهداب خښتي د سپېڅلي اسلامي او افغاني ورورګلوۍ او میني څخه جوړي وي؛ رامنځته کولو کي ګټه واخلو. داسي یوه ټولنه رامنځته کړو چي هر یو فرد مو د خپل قومي هویت( پښتون، تاجک، ازبک، هزاره… د پر ځای ساتلو سره -سره) د افغانیزم لاره غوره کړي او د یوه افغان تر نامه لاندي د هر رنګ نفرتونو او تعصباتو څخه لېري د سولي؛ ورورګلوۍ او میني په آزاده فضاء کي ددې دارالفناه په یوه جنت غوندي ځمکي؛ ښایسته او زما زړه افغانستان کي د مېلمه توب دا څو ورځي ژوند په خوشحالۍ او نېکمرغۍ کي تېر کړي.
پایله
نو، اوس که هر انسان ددغه او نورو رسنیو/ رسنیزو آلاتو څخه د پورته ذکر سويو اهدافو او یاد ښېګني او نېکمرغۍ بسا ډېر نور کارونه مقصد وي؛ نو بیا په څرګند او واضح ډول نسو ویلای چي پر فېسبوک وخت تېرول عبادت دئ؟
-هو
-زه خو وایم بالکل ویلای سو.
یادونه:- ستاسي لوستونکو نظریات هم موږ ته محترم دي.
[1] رواه البخاری