لیکنه: مسعود پښتون
نوم د انسان سره د شخصیت په ټاکلو او د شخصیت په جوړښت کې ډیر کومک کوي. که فکر وکړو زموږ په ټولنه کې هغه کسان، چې د یو ښه شخصیت خاوندان شوي تر ډیره بریده دده د شخصیت په جوړښت کې د نوم رول جوت معلومیږي. همدارنګه د نوم تر څنګ د خپل خوي او بوي مطابق ځان ته د یو ښه تخلص انتخابول هم د انسان سره تر ډیره کمک کوي.
په نړۍ او بلخصوص په اسلامي هیوادونو کې تر ډیره پر دې کوشش کیږي، چې ماشوم ته یو داسې نوم انتخاب کړي، چې اسلامي وي، یعنې د الله ج یا د محمد ص د نومونو څخه یو نوم خپل ماشوم ته انتخابوي. خو که چیرته په دې نومونو کې هم داسې نوم پیدا نه شو، چې دوي پرې صلاح شي نو کوشش کوي په دریمه مرحله کې د اصحاب کرامو د نومونو څخه کوم یوداسې نوم انتخاب کړي، چې د دوي زړه اوبه پرې وچکي.
ولې ددې نومونو تر څنګ په دریمه مرحله کې ډیری داسې نومونه تر سترګو کیږي، چې د دوي په کلتورونو کې ډیر دود او رواج لري، چې دا نومونه هم تر ډیره اخلاقي، تعلیمي او پوهنیزه جنبه لري. چې هم په ژبپوهنیز ډول ډیر په درست او ښه ډول ادا او د تلفظ کولو تر څنګ د لیکلو په وخت کې هم سړی له مشکل سره نه مخ کوي او ډیر په اسانۍ سره بې له کوم فکره لیکل کیږي.
ولې په څلورمه ډله نومونو کې ځینې داسې نومونه هم تر سترګو کیږي، چې د تلفظ او ادا تر څنګ په لیکلو کې هم سړی له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کوي. دا ډول نومونه اکثره د نورو ژبو نومونه بلل کیږي یا داسې وي، چې د ځینو لهجو پورې اړه لري. د دا ډول نومونو د تلفظ او ادا تر څنګ لیکل یې هم تر ډیره بریده ستونزمن وي. مخکې تر دې، چې زه د نوم په مثالونو را تم شم، اول د نوم د تلفظ په مشکل او بیا یې د لیکلو په ستونزې باندې خبرې کوم، چې ولې ځینې نومونه سخت ادا کیږي؟ او ولې ځینې نومونه په مشکله لیکل کیږي.؟
پښتو ژبه یوه له هغو اوښتونکو ژبو څخه بلل کیږي، چې ډیر په اسانۍ سره کولای شي، د نورو ژبو لغاتونه (وییونه) په خپل ځان کې جذب او ځای کړي. همدرانګه ډیر په اسانۍ سره کولای شي د نورو ژبو هغه لغاتونو (وییونه) چې پښتو ژبې په پور را خپل کړي د اشتقاق له لارې یعنې د مختاړو، وروستاړو او منځتاړو په یو ځای کولو سره نوي لغاتونه (وییونه) رامنځ ته کوي. او یا د ترکیبونو له لارې د پور لغاتونو (وییونو) سره د پښتو د اصلي لغاتونو (وییونو) په یو ځای کولو سره نوي لغاتونه (وییونه) رامنځ ته کوي، چې دا ډول مثالونه په پښتو ژبه کې ډیر زیات تر سترګوکیږي. په دې ډول لغاتونو(وییونو)او نومونو کې مستعار لغاتونه (وییونه)، دخیل، مفغن او مختلط لغاتونه (وییونه) او نومونه تر سترګو کیږي او شامل دي.
بل مشکل، چې ډیر باید سړی ورته متوجې شي هغه د ځینې اسلامي نومونو انتخابول دي، چې ډیری وخت زموږ خلک ددې نومونو په ایښودلو سره له یوې غټې ګناه سره مخ کیږي. د مثال په ډول د حیات الله نوم، چې مانا یې دالله ژوند ترې مرادیږي نو یو انسان د الله ژوند څنګه کیدای شي؟
دوهم مشکل، چې د نومونو او لغاتونو (وییونو) په اداینه کې تر سترګو کیږي هغه د په پښتو ژبه کې د ځینو نومونو او لغاتونو (وییونو) سره د اضافت د تورو یو ځای کیدل دي، چې دا ډول توري د نومونو او لغاتونو (وییونو) په جوړښت کې تر ډیره بریده تغیر او بدلون را منځ ته کوي، چې په ګرامر کې دې ډول بدلون ته زیاتیدنه Adding)) وایي. د مثال په ډول: مګر، چې یو لغت (ویی) بلل کیږي د پکتیا ولایت احمدزي او توتاخیل یې منګر وایي، ځمکه منځکه بولي، لمونځ مونځ بولي، ژمي زمی بولي، چې د هنریت په خاطر ورسره یو یو توری اضافه کوي. همدارنګه بل مشکل، چې د نومونو او لغاتونو(وییونو) په جوړښت او ادا کې رامنځ ته کیږي هغه د ځینو نومونو او لغاتونو(وییونو) څخه د بعضې تورو حذب او لویدنه ده، چې په انګریزي کې ورته (Lessing) وایي، دا هم یو ګرامري بدلون بلل کیږي. دا ډول نومونه او لغاتونه (وییونه) هم په تلفظ او هم په لیکلو کې تر ډیره بریده مشکل او ستونزه پیښوي.
د مثال په ډول رحمن الله، عبدالرازق، عبدالخالق، چې زموږ په ټولنه کې د الله او عبد د کلمو په لویدنې سره خالق، رازق او رحمن پاتې کیږي. عبدالرحمن د عدالرحمن په نوم یادوي، عبدالواحد واید یا واحد بولي، عبدالخالق د عبدل په نوم بولي، درې خان د درې په نوم بولي، نور الرحمن د نور په نوم بولي او فقیر محمد د فقیر یا فقیري په نوم اړول هغه ستونزمن او مشکل نومونه دي، چې ادا کول یې په پښتني ټولنه کې د خلکو تر منځ تر ډیره ستونزمن دي.
د پردویو ژبو د نومونو د مشکلاتو تر څنګ په پښتو ژبه کې یو غټ مشکل، چې تل زموږ ځوانان او بلخصوص هغه څوک، چې پښتو ژبه زده کول غواړي مخامخ دي، هغه په پښتو ژبه کې د ځینو اوازونو همرنګي ده. دا اوازونه، چې د پښتو، فارسي، عربي او اردو ګډ اوازونه ګڼل کیږي، ډیری وخت په یو ډول ادا او تلفظ کیږي، چې تر منځ یې توپیر کول تر ډیره ګرانیږي.
د مثال په ډول: د ذاکر او زکریا نومونو تر منځ د ز او ذ تلفط او لیکنه، د توتاخیل او طوطي تر منځ د ت او ط د اوازونو تر منځ فرق کول، د کادر ګل او قادرګل نومونو تر منځ د ک او ق فرق کول، د ثواب ګل او سواب ګل او ثواب ګل نومونو تر منځ، چې ث، س او ص تورو تلفظ او فرق کول، د پرویز او فرویز نومونو تر منځ د ف او پ تلفظ او فرق کول، د هوا او حلوا د نومونو تر منځ د ح او هـ تر منځ فرق کول او همدارنګه د ګیرې او ږیرې نومونو تر منځ د ګ او ږ فرق کول هغه مشکلات او ستونزې بلل کیږي، چې زموږ ځوان کهول او بلخصوص هغه څوک، چې پښتو زده کول غواړي د لیک په وخت کې له ستونزواو ربړونو سره مخ کوي. ډیر کله د دوي په لیکنو کې دا ډول مشکلات او ستونزې په نظر راځي، چې دا هم زموږ د ژبې د مینوالو او د ژبې د ویونکو او لیکونکو لپاره یو خنډ تر څنګ د زړه توري او د تیښتې باعث ګرځي.
پورتنیو نومونو ته په کتو سره موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې د نورو ژبو هغه نومونه، چې زموږ په ژبه کې تکراریږي او خلک ترې ګټه پورته کوي اکثریت یې توري او اوازونه زموږ د ژبې د تورو سره یو ځای کیږي او پر ځای یې د پښتو ژبې خپل توري او غږونه کارول کیږي. کله کله داسې هم کیږي، چې زموږ په خپلو لهجو کې تلفظ کیږي، چې ددې کار په کیدو سره پورتنۍ ستونزې او مشکلات نور هم ډیروي.
نو موږ ته څه کول پکار دي؟
ښه او مناسبه خبره دا ده، چې موږ داسې نومونه انتخاب کړو، چې د تلفظ کولو تر څنګ هم په لیکلو کې یو ډول ولیکل شي او هم لنډ یا اختصار نشي. دا ډول نمونې د کلتوري نومونو تر څنګ په اسلامي نومونو کې هم تر سترګو کیږي. زه دلته د ځینو هغو نومونو نمونې وړاندې کوم، چې هم په لیکلو او هم په تلفظ کولو کې یو ډول دي او اختصار کولو او لنډولو ته یې کومه طریقه هم نه جوړیږي.
مریم، مالک، زیار، زرکه، مینه، شیر شاه، شیرین، بشرا، اشرف، شوکت، صابر، اکرم، یاسمین، ګلاب، ریحان، تبسم، ښکلا، ځلا، پلوشه، خاطره، رشید، عاطف، نیلا، شبنم، عابد، سنګین، اسد، نجلا، ښاپیرۍ، ارزو، هیله، تمنا، یاسیر، محبوب، ساجد، سجاد، اوښکه، ولوله، الیاس، شکیب، پاڅون، میوند او دې ته ورته دا داسې نومونه بلل کیږي، چې هم په تلفظ کې یو ډول او هم په لیکلو کې له سړي سره کومک کوي بل دا، چې څوک پکې کمی نشي راوستلی یعنې اختصار کولای یې نشي.
کابل چهلستون
۲۵/۰۲/۰۱۶
You also might be interested in
ژباړه: مشفق حريت مل کيدای شي تاسو داسې خلک پيژنئ[...]
۷ تخنیکونو سره پر ځان باور ډیر کړئ! دغه اووه[...]
ژباړه: محب الله آرمل دا څو وم کال دی چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی