لیکنه: حمیدالله کامران
انسان یو ټولنیز مخلوق دی او له ټولنې او خلکو سره ګډ ژوند یي په فطرت کې ځای پرځای شوی دی. انسان په فطري لحاظ ځان ته والی خوښ نه ګڼي له همدي امله اسلام تر ټولو لومړی بشر ته د نورو سره د یوځای کیدو او ګډ ژوند کولو توصیه کوي .
ملي یووالی د یو ولس او هیواد د بقا ضمانت کوي .ولس ټول له یوبل سره په مختلفو تارونو تړي او هیڅوک یواځې نه پریږدي .په یو ولس کې د ملي یووالي نه شتون ددي لامل کیږي چې هغه ولس په بیلا بیلو نومونو وویشل شي او له یوبل څخه بیل شي .
افغانستان د احمدشاه بابا تر واکمنۍ وروسته داسې حکومت ونه موند چې ددي هیواد ټول وګړي پکې ځان وویني او یا د ټولو قومونو د ارادوتمثیل وکړای شي .له کومه وخته مو چې په هیواد کې ملي یووالی نه شته هر سیاسي ګوند او رهبر د بل چا لمن نیولي او د نورو ګټو ته کار کوي نو د افغانستان د ستونزو غوره د حل لاره ملي یووالی دی .تر هغه چې د یو بیرغ لاندي په افغانستان کې ټول شته قومونه راټول نشي د پرمختګ او هوساینې فکر بي ځایه دی .
داچې څه شي کولای شي مونږ افغانان په واقعې ډول ملي یووالي ته ورسوي باید په لاندې کړنلاره عمل وشي .
اسلام
د افغانستان ۹۹ فیصده خلک مسلمانان دي او په اسلام باور او عقیده لري .دا دین د ټولو مشکلاتو حل ګڼې او تل یي ددي دین لپاره جنګونه کړي او ځاني او مالي تلفات یي ګاللي دي .اسلام له پیله د اتفاق او اتحاد غوښتنه کوي او خپل پیروان دې لوري ته رابولي الله پآک په دي ایت کې فرمایي (واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو) ال عمران ایت ۱۰۳
ژباړه :ای انسانانو د الله ج په رسۍ لاسونه ټینګ کړي او اختلاف مه کوئ.
که چیرته پورته ایت ته وکتل شي نو الله پاک خپل بنده ګان یوې ډلې ته رابولي او د یو بیرغ لاندي یي ودروي له اختلافه یي ژغوري او د ملي یووالي توصیه کوي.
د اسلام ستر پيغمبر ص هم په ګڼو احادیثو کې مسلمانان یووالي ته رابللي او د الله ج نصرت یي د یووالي پورې تړلی دی لکه چې فرمایي (یدالله علی الجماعه) د الله پاک مرسته له ډلې سره وي .
او په بل ځای کې بیا هغه څوک چې د مسلمانانو له ډلې بیلیږي د جهنم اور ورته پیشبینې کوي او فرمایي (من شذ شذ فی النار) څوک چې ځان ته شو ځان ته به جهنم ته ځې .
نو اسلام دی چې خلک د ملي پیوستون په تار سره تړي او اسلام د ملي یووالي په رامنځ ته کولو کې ډیر مهم رول لوبوي او له دي وسیلې باید په دی ملي پروسه کې زیات کار واخستل شې
ټولنیز عدالت
د عدالت په پلې کولو سره په زړونو حکومت کیدلی شي .د هیواد ټولو خلکو ته باید په یوه سترګه وکتل شي او هیڅه قوم یا فرد په یو بل باندي غوره والی ونه لري .ټولو ته یو شان په دولتې ادارو کې دندې ورکړل شي یو ډول خدمات ورته وړاندي کړی شي چې هیڅوک د کمترۍ احساس ونه کړي .
د هیواد په هره سیمه کې خلکو ته یو ډول روغتیایي،تعلیمې ،او پرمختیایي اسانتیاوې برابري شي .نوکه عدالت په سم ډول پلی شي هیڅ قومیز،نژادي،مذهبي،او ژبنیزتعصب ته ونه کتل شي او حق حقدار ته وسپارل شي بی له شکه مو ملي یووالي ته رسوي .
د قومونو ترمنځ جوړښټ
د دي وطن د وروسته پاتې والي یو دلیل دا هم دی چې دلته بیلا بیل قومونه ژوند کوي .مونږ او جاپان په یوه ورځ ازادي اخستې خو هغوې یو قوم دی پرمختګ یي وکړ او مونږ بیا په بیلا بیلو نومونو له یو بل سره وجنګول شو .
په افغانستان کې هر قوم ته باید د نفوس په اندازه واک ورکړل شي هغه چې د هیواد ډیر نفوس تشکیلوي باید ونډه یي هم په حکومت کې ډیره وي .
زمونږ ملي یووالي هغه وخت مات شوی کله مو چې قوم پرستې پاللې ده .د جهاد له بریالي کیدو وروسته هم د قوم په اساس جګړي رمنځ ته شوي او له هغه وروسته د طالبانو په وخت کې هم ددي څرک لیدل کیده او دادی اوس هم ځینې خلک دي اور ته پوکې وهي او په مختلفو نومونو افغانان سره ویشي یا په عامیانه اصطلاح عواړي اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي.
نو افغانانو ته پکار ده چې په یو ټغر راټول شي په ځای ددي چې د یو بل پسې پایڅې را بډ وهي پکار ده چې د خارجې دښمن په وړاندي په یو ډګر کې ودریږي .
بین الافغاني تفاهم
که د نړۍ ټول هیوادونه او قدرتونه وغواړي افغانستان کې سوله او ملې یووالی رامنځ ته کړي خو چې خپله افغانان یي ونه غواړی دا هیڅکله امکان نه لري نو ټول افغان خواو ته پکار ده چې په خپل منځ کې سره یو تفاهم ته ورسیږي .
هیڅوک باید د بل چا له ادرسه خبرې ونه کړي او نه بهرنیو ته په خپلو مسایلو کې د ګډون حق ورکړي پکار ده چې په افغاني ارزښتونو سره ملي یووالي ته ورسیږو نه دا چې نور مو د یو میز ترشاه نن کښینوي او سبا را څخه ځان ګوښه کاندي. نوبین الافغاني تفاهم د ملي یووالي په رامنځ ته کولو کې کلیدي رول لري.
له تاریخه درس واخلو
تاریخ هغه علم دی چې حالات د وخت ،ځای او علت په ذکر کولو سره بیانوي تاریخ دی چې یوې بشرې ټولنې ته د هغوې تیري نیمګړتیاوې په ګوته کوي تر څو په راتلونکې کې تکرار نه شي .
مونږ هم تاریخ لرو باید وکتل شي په څه شي په کوم وخت کې زمونږ ملي یووالي ته تاوان رسولی دی هغه عوامل باید وڅیړل شي او د بیا ځل لپاره تکرار نه شي .
او هغه عوامل چې زمونږ د یوځای کیدو او ملې یووالې سبب شویدي باید له هغه څخه ګټه واخستل شي ترڅو دا خاوره بیا خپل هغه تیر برم او عزت راخپل کړي او د پردیو له دسیسو او فریبونو څخه نجات ومومي.
پوهه
هغه رنځ چې لا تراوسه زمونږ ټولنه زوروي هغه د پوهې د کچې ټیټوالی دی . زمونږ ډيرې بی سواده ځوانان د نورو د ګټو ښکار ګرځي او دی لا په ځان خبر هم نه وي چې پلورلی یي وي .
نو که غواړو ملي یووالي ته ورسیږو پوهه یي اساسي شرط دی .تر څو چې په دی ونه پوهیږو چې زمونږ ملي ګټې کومې دي ارزښتونه مو څه شي دي نور مونږ ته په زړه کې کومې کینې لري او مونږ یي په وړاندي باید څه وکړو د ملي یووالي خوب لیدل په رڼا ورځ د ستورو لیدل دي.