لیکوال براین تریسي
ژباړه او زیاتونه: حمیدالله حمیدي
د وخت د مدریت رازونه
ورځ مو څه ډول پیلوئ؟
مشهور لیکوال او وینا وال برایان تریسي ویلي مخکې له دې، چې د شپې د خوب ځای ته ولاړ شم د هغه کارونو لپاره مهال وېش جوړوم، چې غواړم سبا یې تر سره کړم. دغه کړنه د دې سبب ګرځي، چې ستاسو ضمیر په ناخوداګاه ډول د خوب پر مهال په دې مهال وېش تمرکز وکړي. کله، چې سهار تاسو له خوبه پورته کېږی د ورځې په اوږدو کې، چې کومې ستونزې مخې ته درته راځي تاسو یې پر وړاندې تیاری ښایئ او په ډېر اسانۍ سره یې مخه نیولای شئ.
کله، چې غواړی وخت ته ارزښت ورکړی او یا یې اولیت بندي کړی نو لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
۱- د اړینو سوالونو جوړول
کوم کارونه باید تر سره کړم، تر څو ډېر څه لاسته راوړم؟
کوم کارونه تر سره کولای شم، چې مخکې له مخکې یې د یوه بدلون ځواب وېیلی وي؟
دې پوښتنو ته ځواب ورکول له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو درجه بندي کړی او هریوه ته په ډېره اسانۍ سره ورسېدلای شئ. دغه کار ستاسو په پرمختګ کې پوره ونډه تر سره کولای شي.
۲- د کار ارزښت وپېژنی.
تر ټولو مخکې هغه کارونه تر سره کړی، چې ستاسو په اند ډېر مهم دي. هغه انرژي، چې تاسو یې په چورت او اندېښنې کولو مصروفوئ، ستاسو توانایي له منځه وړي.
۳- د کار پایلو ته پام وکړئ.
هره پرېکړه ښه یا بده پایله لري. وګورئ د یوه کار د تر سره کولو په پای کې څه تر لاسه کولای شئ. ورسته دغه پایله له یوه بل حالت سره پرتله کړئ، فکر وکړئ، چې که دا کار مو نه وای کړی څه به مو تر لاسه کړي و او یا هم له لاسه ورکړي و؟ له دې پروسې څخه موخه داده، چې د یوه کار پایله له تر سره کولو مخکې او وروسته درته په ګوته کوي. یو له بل سره یې پرتله کړي دغه چاره تاسو ته در زده کوي، چې کوم کارونه لومړی تر سره کړئ، کومه کارونه وروسته او یا کوم کارونه ان بخي تر سره نه کړئ.
۴- ځانګړی او اړین وخت.
برایان تریسي هغه فاصله، چې ستاسو او ستاسو د هدف ترمنځ ده ډېره اړینه بللې ده. دغه مرحله ډېره مهمه ده او دا په ګوته کوي، چې په څمره تېزۍ سره تاسو خپلې موخې ته رسېږئ. کله، چې نوی یو کار تر سره کوو، ډېر خنډونه مو مخ ته راځي او غواړي مخه مو ونیسي څمره، چې دغه ستونزې کمېږي کار مو ښه پر مخ ځي. ښه خبره دا ده، چې دغه ستونزې مخکې له مخکې په ګوته کړئ او ورته حل لارې پیدا کړئ، چې د کار په مخ کې مو خنډ ونه ګرځي.
۵- د خپل پروګرام لیکل.
د کاغذ پر مخ د موخو لیکل ډېر اړین دي، ځکه کله، چې ستاسو سترګې پر دې لیکلي څه لګېږي، په څنګ کې مو ور سره په ذهن کې د همدې موخې تصویر جوړېږي او هڅه کوی تر څو زر تر زره د دې کار د کولو لپاره لاس په کار شئ، خو که خپل موخې پر کاغذ و نه لیکئ، او په ذهن کې مو یو مبهم تصویر وي، نو د هغه کار د تر سره کولو لپاره به ډېر لېواله هم نه وی.
۶ تجسم
له ځانه سره داسې فکر وکړئ، چې همدا اوس د هغه کار د تر سره کولو په حال کې یئ، چې غواړئ و یې کړئ. دا ډول تجسم کول ستاسو ضمیر په نا خوداګاه ډول په هغه څه تمرکز کولو ته را بولي، چې موخه مو ده.
د بېلګې په ډول: « غواړی هره ورځ په ورزش پیل کړی.» مخکې له دې، چې سهار ورزش پیل کړئ د شپې له ویده کېدو څخه د مخه له ځان سره تصور وکړئ، چې همدا اوس ځان دېخوا او ها خوا کش کوئ مانا دا چې ورزش کوی. دا کړنه مو د دې سبب ګرځي، چې سهار وختي مو ذهن تاسو ته د ورزش کولو فرمان درکړي. فرض کړئ، چې غواړی سبا سهار د یوه مهم او اړین کار لپاره د نورو وختونو په پرتله وختي له خوبه پاڅې که د هغه ساعت، چې تاسو د پاڅېدلو لپاره ټاکلی نیم ساعت مخکې له خوبه بېدار شوئ، نو مه هېروئ، چې تاسو ګټونکي یئ او ښه راتلونکې لرئ. د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونوڅخه دی. د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو تکړه انسانانو ذهن ددې پوښتنې په لټه کې وو چې « څه ډول ژوند وکړو تر څو نیکمرغه شو ؟» . د مډرنې فلسفې پلار زیګمونډ فرویډ وایې چې د انسان لومړنۍ انګیزه د خوند اصل دی .موږ ټول د نیکمرغۍ غوښتونکي یو ، د خپل وخت ډیره برخه یواځې د ژوند د طریقو په ترکیب ، اړیکو ، کار ، پیسو ، لوبو او نورو داسې فعالیتونو باندې مصرفوو چې موږ ته د نیکمرغۍ او خوښۍ ژور احساس راکړې.