ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا چې ټنبلي مو په وجود کې ځای نیسي، یوه طبعي خبره ده؛ خو دغه څه هغه وخت ستونزمن او زموږ پر زیان تمامېږي، چې په عادت مو بدل شي. ټنبلي د انسان موخې او راتلونکې له خاورو سره خاورې کوي.
کېدای شي په یوه ورځ او یوه میاشت کې موخپلې دغه ستونزې ته پام نه شي خو کله، چې کلونه پرې تېرشي پر زیان به یې پوهېدای شئ، چې په خپل ژوند کې مو څومره فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړي، چې بیا پرې افسوس کول کومه ګټه نه شي درته رسولای.
که تاسو یو ټنبل کس وی او په لامل یې هم نه پوهېږئ، ښه ده، چې پوه شئ په ژوند کې موخه نه درلودل او د راتلونکې په اړه فکر نه کول مو د ټنبلۍ اصلي لامل بلل کېدای شي.
که غواړئ، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په همدې ډول ژوند وکړئ نو همداسې اوسئ، خو یوه څه مو باید په یاد وي، چې ژوند ستاسو په لاس کې دی څه ډول مو، چې زړه وي هماغسې پر مخ ځي، نو ښه ده، چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ او پوره ګټه ترې واخلئ.
له شک پرته، چې تاسو له دې نه هم د ښه ژوند په لټه کې یئ، ځکه خو دغه لیکنه لولئ او په دې باور لرئ، چې یوه ښه راتلونکې مو په تمه ده. کېدای شي اوس د خپل زړه دې باور ته په سم ډول متوجه نه شئ، خو څومره، چې زیاته هڅه وکړئ په هماغه کچه به بریا هم لاسته راوړئ.
د څو شېبو لپاره له ځان سره فکر وکړئ، چې همدا اوس د څه په لټه کې یئ، تر هغه، چې یو څو په زړه پورې موخې مو نه دي په ګوته کړې له ځایه مو مه پورته کېږئ.
دا مهمه نه ده، چې د کومو موخو په اړه فکر کوئ، خو چې هر څه وي له خوب کولو یې هم درته جدي ونیسئ. کله مو، چې موخې روښانه کړئ د یوه ښه مهال وېش په لټه کې شئ. هره ورځ د هغه کارونه په لټه کې اوسئ، چې موخې ته مو نېږدې کولای شئ او ورو ورو مو دغه کارونه درته په ورځنۍ دنده بدل کړئ.
په دې ډول سره په پرمختګ پیل کوئ، موخې مو شکل پیدا کوي او ژوند درته په زړه پورې کېږئ. کله، چې درته ژوند په زړه پورې شو، نو د کار کولو شوق در سره پیدا کېږي، چې په پایله کې به مو له ټنبلۍ ځان ژغورلی وي.
دغه ټکی هم باید له پامه ونه غورځوئ، چې « آسودګۍ او آرمتیا د هغه خلکو خیال دی، چې په ریښتیا سره یې وړتیا ولري.»