لیکنه: احمد جاوید تسل
د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ډېری سیاسي لیکوالان او څیړونکي او ځینې داسې کسان چې د لیکوالۍ او لیکنې په لارې هم ندي تللي او له اصوصلو او قواعدو سره یې کومه آشنایي نلري، بېلابېلې سیاسي، څېړنیزې، تولنیزې، فرهنګي او داسې نورې لیکنې کوي چې د لیکوالۍ اصل ته په پام سره ډېرې املایي، انشایي او ګرامري ستونزې او تیروتنې لري. دا شان لیکنې پر ټولنې په ځانګړي توګه په نویو لیکوالانو، لوستونکو او دغه راز د لیکوالۍ پر اصولو او د ژبې پر ګرامر او قواعدو خورا ډېر منفي اثر لري. څېړنه او تحقیق له ځانګړو اهمیتونو برخمن دی او په جرات سره ویلی شم چې ټول څیړنیز، صنعتي، سیاسي او تکنالوژيکي پرمختګونه پر څېړنې استوار دي. د یوې مطالعې او څیړنې د پایلو د وړاندې کولو تر ټولو مهمه او اصلي شیوه د څیړنیزې مقالې برابرول دي او یو څېړونکی او لیکوال د تولید په دګر کې بریالی دی چې وکولی شي خپله مقاله په صحیح او معتبر ډول چاپ ته ورسوي. له کومه ځایه چې د یوې مقالې سم او مناسب لیکل د مقالو د چاپ لپاره اساسي رکن شمېرل کیږي نو له همدې امله په دې مقاله یا لیکنه کې کوښښ شوی چې د لیکوالۍ یا سیاسي او څېړنیزو مقالو په لیکولو کې غور وکړو.
دغو څو ټکو ته په پام سره لیکوالان اړ دي او مسوولیت لري چې د څیړنیزو او یا سیاسي لیکنو پرمهال دغو څو ټکو ته پوره پاملرنه وکړي.
عنوان
د لیکوالانو نوم
پتې یا آدرسونه، یعنې چې له کوم آدرس څخه لیکنه کیږي
سرلیک،موخې، مواد او میتودونه
د بحث او خبرو اترو پایله
کلیدي ټکي
د موادو او میتود سرلیک
او د سرچینو نوملړ
اوس په ترتیب سره د پاسنیو ټکو په توضیح او د لیکلو پر څرنګوالي بحث کوو:
د مقالې عنوان د مقالې یا لیکنې لومړۍ برخه ده چې ویل کیږي. د مقالې عنوان باید د لیکنې له اصلي موضوع سره اړیکه ولري او په جذاب ډول جمله بندي شوي وي. د مقالې د سرلیک مهم ټکي دا دي:
1- د مقالې یا لیکنې عنوان یا سرلیک باید ډېر کره او پیاوړی وي او له نا آشنا او نا پیژاندو او پردیو کلمو او اصطلاحاتو څخه په کلکه ډډه وکړۍ.
2- د مقالې یا لیکنې عنوان باید ځانګړې جمله وي چې د موضوع له اصلي ټکو سره تړاو ولري.
3- په معمول ډول (نه تل) او په ډېریو څېړنو او لیکنو کې 4 ټکي په پام کې نیول کیږي چې کولی شي د مقالې سرلیک هم وي:
غواړو د کومو څیزونو ارزونه وکړو؟
په څه ډول ټولنه کې؟ (ټولنه موخه ده)
په کوم ځای او څه وخت؟
د بیلګې په توګه کولی شو دا سرلیک وټاکو:
په کابل ښار کې د ماشومانو د تغذیې او د میندو د مسوولیتونو په اړه ارزونه کال (1393)
4- موږ نباید په سرلیک یا عنوان کې پیش داوري وکړو. د مثال په ډول د امنیتي کمربندونو په اړه د چلوونکو د نه لېوالتیا د لاملونو ارزونه.
5- که چیرې ستاسو د مطالعې د ځانګړنې په توصیف کې ځینې کلمې کلیدي رول لري خامخا هغه په خپل عنوان یا سرلیک کې اضافه کړۍ. د مثال په ډول داسې لیکنه چې راتلونکې وارزوي، تصادفي مطالعې او داسې نور.
6- هیڅ کله نباید د مقالې یا لیکنې په عنوان کې د څیړنې پایله په ثابت ډول یاد کړو.
7- د څیړنې متن: متن له عنوان وروسته هغه یوه برخه ده چې په یوه مقاله کې لوستل کیږي او د مقالې یا لیکنې د موادو د موخو سرلیک، میتودونه او بحثونه په لنډ ډول په کې ذکر کیږي. د ډېریو مقالو اساسي او مهمو متنونو ته موږ لاس رسی نه پیدا کوو او کله هم د هغه د ویلو او یا لوستتلو لپاره کافي وخت نلرو نو له هم دې امله متن مهم دی او باید په روښانه او مهمو تکو ولیکل شي.
8- لیکوالان او پتې یا آدرسونه: هغه لیکوالان او همکاران چې په لیکنه کې ګدون کوي باید په پشپړ ډول نوم یې ذکر شي. دغه راز اصلي لیکوال چې له لوستونکو سره د اړیکو مسوول دی باید مشخص شي (د نوموړي نوم لاندې باید لیکه وایستل شي) او د ټیلفون شمېره او پته یې د لوستونکو په واک کې ورکړل شي.
9- سرلیک: د یوې مقالې یا لیکنې سرلیک ددې ترڅنګ چې د یوې مسلې یا موضوع څرنګوالی بیانوي د لیکوال د مطالعې ارزښتونه هم بیانولی شي. متن باید روان وي او په لنډ ډول لږترلږه په دوو صفحو کې ولیکل شي.
10- مواد او میتودونه: د مقالې په دې برخه کې د څېړنې د ترسره کولو ډول توضیح کیږي. دغه راز مواد او د آزمایښت وړ بیلګې (د بیلګو ټاکنه) د ټولنې موخه او د څېړنې اجرایي مراحل او د تجزیې او تحلیل موخې ذکر کیږي. په دې برخه کې ډېر بحث شوی دی خو یوازینی څیز چې ورته پام شوی دی هغه په لیکنه کې د اخلاقو مراعات کول دي.
10- په دې ځای کې د څېړنې یا لیکنې لاسته راوړل شوې پایلې ذکر کیږي. د مطالعې کلیدي پایلې باید په روانو او کره کلماتو یاد شي. په هغو مواردو کې چې په لیکنه کې د شمېرو یا اعدادو له میتودونو او یا ډولونو ګټه اخیستل کیږي باید ډول یې هم ولیکل شي.
11- بحث: په دې برخه کې د وړاندې کړل شویو پایلو د تفسیر یادونه کوو. دغه راز باید ووایو چې د شته مطالعې د لاسته راوړل شویو پایلو په پرتله نورو لیکنو ته هم پام وکړواو د شواهدو مجموعې ته په پام سره نتیجه ګیري وکړو. د اړتیا پرمهال کولی شو د لاښه او بشپړ مطالعاتو او لیکنو د ترسره کولو لپاره ښه وړاندیزونه وکړو.
12- سرچینې او نوملړ: په پای کې له اخلاقي نظره موظف یو ترڅو له هغو سرچینو یادونه وکړو چې په لیکنه کې مو ترې ګټه پورته کړې ده.
13- د مقالو او لیکنو د لیږلو په اړه څو اساسي ټکي: په یاد ولرۍ چې یوې مجلې ته د مقالې له لیږلو دمخه په لومړي سر کې د هغې مجلې له ادارې څخه د مقالې لیکنې د څرنګوالي فورم ترلاسه کړۍ او خپله مقاله د هغه فورم په چوکاټ کې ولیکۍ او ټایپ کړۍ د مثال په ډول ( کلماتو شمېر، فونټ، د لیکو شمېر، د پاڼو له څنډو د لیکو واټن او ……………)
خو ولې ځینې مقالې نه منل کیږي؟
د مقالې یا لیکنې په موضوع کې ګنګوالی او له مخکې د ورته مقالو شتون.
د څیړنې د اصلي زمینې نه یادول.
د مطالعې وړ د کمو بېلګو شمېره.
په سمه توګه د شمېریزو ارقامو نه یادول.
د لیکنې په پایلو بحث نه کول.
د متن په چمتو کولو کې پام نه کول (ټایپي ستونزې، تیروتنې، املا او انشا ……..)
په پای کې باید یادونه وکړم چې دا لیکنه ټولو هغو درنو لیکوالانو ته شوې ده چې په خپلو لیکنو کې له دقت او حوصلې څخه کار نه اخلي او تل کوښښ کوي چې په خپلو لیکنو کې له هغو الفاظو او کلماتو څخه ګټه پورته کړي چې ټولنې ته په بېلابېلو برخو کې مضره تمامېدی شي. یو بل مهم تکی دا دی چې یو لیکوال او یا خبریال نباید په خپله لیکنه یا مقاله کې طرف واقع شي. لیکوالان اړ دي چې خپلې لیکنې د واقعیتونو، د ټولنې د درک، د خلکو د غږ اوچتولو او هیواد او نړۍ ته د رښتینې غږ پورته کولو پربنسټ ولیکي. یو لیکوال دا حق نلري چې په خپلو لیکنو کې ملي شخصیتونو، دولتي چارواکو، مخورو او دغه راز د ټولنې نورو پوړونو ته سپکاوی وکړي.