لیکنه: جمشید عمر
ټک ټک ټک، دروازه وازه شوه. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته . وعلی، وعلیکم، وعلیکم اسلام، وعلیکم اسلام ورحمت الله وبرکاته. شاګردانو کینئ. د تباشېر په اخیستو یې خپلو ګوتو ته وکتل. سر یې وخوځاوه. نیټه یې پر تخته ولیکله. مخ یې زده کوونکو ته را و ګرځوه.
احمده زویه! ننی عنوان د څه شي په اړه دی؟
ـ سوله.
یو څو ثانې چوپ شو.
اه! سولې! مړه یو درپسې، خو په ګوتو نه راځي.
هه هه هه ریښتیا چې نه راځي.
لومړی به تاسو ماته د سولې په اړه ووایي، چې سوله څه ته واي؟
مجیب: سوله یعني کراري. په ډاډه زړه خپل کار ته تللی او بیرته کورته راتلل.
همایون: امنیت، پيسې او خوشحاله ژوند.
ګل رحمان: عدالت. وروګلوي. اتفاق.
سیداحمد: حق حقدار ته سپارل. د مظلوم سره مرسته کول او د ظالم د ظلم مخنیوی کول.
ظاهر: د فساد، غلا… نه شتون.
حزب الرحمان: د امریکا وتل او موږ خپلو کارونو ته پریخودل.
فرید چې ددي ټولو خبرې اوریدلي او زړه یې د حکومت د کړنو نه تر خولې راغلی و ، نو سور او شین کیدو، چې زما وار به کله راځي؟ لاس یې پورته کړ.
فریده ته څه نظر لري؟
ده به یوه اصطلاح ډیره کاروله، چې ژوند ښکلی دی، دا یې وویل. ودریده. ستونی یې صاف کړ. ټولو ښي خبرې وکړي، خو زه غواړم له استاده یوه پوښتنه وکړم، که اجازه وي.
استاد: مهرباني.
ـ موږ وایو چې اسلام د سولې دین دي، نو بیا ولې دا څوارلس کاله کیږي چې د سولې کلیمه شته، خو خپله نشته؟ موږ بیا ولي وایو چې د افغانستان اسلامي دولت؟ ځانونو ته مسلمانان وایو او بیا هم سوله نه راځي، ولي؟ موږ ولي هر ځل بل چا پسې منډي وهو، چې موږ ته سوله راولئ.
استاد هم همدي خبرو ځورولو، نو یې داسې پيل وکړ:
تاسو چې څه وویل همدغه ته سوله وايي. موږ ځانونو ته مسلمانان وایو، خو عملونه مو د مسلمانانو نه دي. اسلام مو تش په نوم خپل کړی. د عمل په ډګر کې هیڅ نه یو. موږ حسد لرو، کینه لرو، حرص لرو… او غټ مشکل مو د توحید د کلمي لاندې ژوند نه کول دي.
د فرید خبره، موږ همیشه وایو چې د افغانستان اسلامي دولت، خو داسې کارونه به په افغانستان کې وګوری، چې اسلام د هغو په ضد را پورته شوی.
په اسلامي دولت کې غلا نشته. ظلم نه شته. سود نشته. فساد نشته. بی ځایه قتل نشته… بلکې دلته وروري ده. سوله ده. خوشحالي ده. په ډاډه زړه تګ راتګ دی. یو له بله سره مرسته کول دي…
ټنګ ټنګ ټنګ، د تفریح زنګ ووهل شو. غالمغال شو او د ټولګیوالو په منځ کې ګونګوسی شو، ولا ریښتیا وايي، که اسلام وي، نو سوله خپله راځي.
You also might be interested in
لیکنه: افتخار احمد همدرد د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان[...]
ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف د ودانیو د تودوخې دعایق[...]
له سپوږمۍ راډیو او مسیر ورځپاڼې به مننې! پروان د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی