• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

څوک خوشاله دی؟ طاوس او که کارغه

Home ژباړهڅوک خوشاله دی؟ طاوس او که کارغه
څوک خوشاله دی؟ طاوس او که کارغه

څوک خوشاله دی؟ طاوس او که کارغه

ژباړه: زاهدالله ځلاند

په یوه ځنګله کې یو کارغه اوسېده او خپل ژوند یې په پوره خوښۍ سره پر مخ بوته؛ خو یوه ورځ یې سپینه هیلۍ ولیده، فکر یې وکړ، چې دا به په نړۍ کې تر ټولو خوشاله مرغه وي.

کارغه خپل فکر په رښتیني ډول هیلۍ ته وړاندې کړ. هیلۍ ورته په ځواب کې وویل، چې ما هم فکر کاوه، چې خورا ښکلی مرغه یم؛ خو کله چې مې توتي ولید، چې دوه رنګه لري، نو زه اوس فکر کوم، چې توتي په مرغانو کې تر ټولو ښکلی مرغه دی.

کارغه له دې وروسته توتي ته ورغی، توتي ورته وویل، چې ما ډېر په خوښۍ ژوند تېراوه؛ خو کله چې مې طاوس ولیده، فکر مې وکړ، طاوس د نړۍ تر ټولو ښایسته مرغه دی؛ ځکه چې زه دوه رنګه او هغه بېلابېل رنګونه لري.

له دې وروسته کارغه په یوه ژوبڼ کې طاوس مرغه ته ورغی، ګوري چې په سلهاوو کسان یې کتلو ته ورټول شوي وو. هر کله چې خلک لاړل؛ نو کارغه طاوس ته ورغی او ورته یې وویل، چې ته ډېر ښکلی مرغه یې؛ ځکه چې هره ورځ دې کتلو ته، په سلهاوو او زرهاوو خلک راځي.
طاوس ورته په ځواب کې وویل: ما هم همدا فکر کاوه، چې زه تر ټولو ښکلی او خوشاله مرغه یم؛ خو د خپل ښایست او ښکلا له لاسه اوس د ژوبڼ په لومي کې راګېر یم.

طاوس زیاته کړه، چې ما په ډېر پام سره ژوبڼ وڅاره او دا راته معلومه شوه، چې کارغه یوازینی مرغه دی، چې څوک یې په پنجره کې نه ساتي او خپل آزاد ژوند کوي؛ نو د تېرو څو ورځو راهیسې فکر کوم، چې کاشکې زه یو کارغه وای، چې هر چېرته مې په آزادۍ سره الوت کولای شوای.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

نه پوهېږم چې ولې؟

نه پوهېږم چې ولې؟

Aug 12, 2015

لیکنه: محمد مبین هڅاند د هېواد په روان بدامنه وضعیت او د[...]

ولس ته د خپلواکۍ مبارکۍ او د وخت مشرانو ته پېغور

ولس ته د خپلواکۍ مبارکۍ او د وخت مشرانو ته پېغور

Aug 16, 2015

لیکنه: سردار محمد همدرد په اوسني وخت کې د خپلواکۍ[...]

ترکمستان پرځاى بايد په هېواد کې له نويوسرچينو څخه ژر او ارزانه برېښنا ترلاسه شي

ترکمستان پرځاى بايد په هېواد کې له نويوسرچينو څخه ژر او ارزانه برېښنا ترلاسه شي

Nov 18, 2015

لیکنه: نور رحمان لېوال د لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو،[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d