لیکنه: اجمل درمان
د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغانستان نفوس شا وخوا ۶۵٪ ځوان قشر تشکیلوي خو له بده مرغه دغه ځوانه انرژې، د سالم سیاسي او سیستماتیک ملي سیسټم د نشتوالي له امله د افغانستان د ورانۍ له پاره کارول کیږي. دا ځکه چې یو شمېر دغه سیاسیون، چارواکي او د قلم خاوندان مو لومړيتوب نه پیژني او که یې پیژني هم نو خپلې شخصي موخې ورته لومړيتوب لري، تعقل د احساساتو قرباني کوي، شخصي، ګوندی، مذهبي، ژبني او سمتي ګټې غواړي، له ځوریدلې ولسه او قانونه تیښته غواړي، د یو چا سره د مرستې کولو په صورت کې له هغه نه ناممکنه بدله غواړي، د یوې ځانګړې ډلې ټپلې اهداف پلي کول غواړي، د بهرنیو بادارانو په اشارې داعش او طالب ته کمپاین کول غواړي، دوي یا له افغانستانه دباندې پردیو ستراتیژیو د تطبیق او یا هم دننه د نورو په اشارې د نورو د اهدافو د تحقق لپاره کار کوي.
اوسني نظام ته راځو؛ افغان او نړیوالو مغرض سیاسیون، فاسد چارواکي او د حکومت دننه مافیایي بانډونه، له حکومته ویستل شوي پخواني جنګسالاران او شهرت غوښتونکي لیکوالان؛ د غني او عبدالله تر مشرۍ لاندې د حکومت باور ته زیان اړوي ؛ له همدغه ځوان ځواکه او انرژۍ په اوسني وخت کې ناوړه ګټه پورته کیږي. لویديځ سیاستوال مو د لویدیځ د موخو د ترلاسه کولو لپاره طالب او داعش ته کمپاین کوي، ډیری کورنيو سیاسیونو مو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ټلویزیونونه په ټیکه اخیستي ، د آزادو او خپلواکو بنسټونو ډيری چارواکي مو آزاد نه بلکه په نورو پلورل شوي او تر ډيره د یوه شخص او یا یوې کړۍ ته کار کوي، ځینې دولتي چارواکي مو یا پخپله پټ مافیا دي او یا په یو نه یو ډول له مافیايي بانډو سره اړیکه لري، او له وخته مخکې تحلیل کوونکو او احساساتي لیکوالانو مو په ولسمشر کې د نیوکې نوک ځای پیدا کړی او اوس په کې سوک ځای کوي.
دا سمه ده چې ولسمشر غني په خپلو کارو که ازاد ندی، دده تصمیم ازاد ندی، دده قوت نیم دی، دده ټول کارونه باید د اجرایه ریس تر فلتر ووزي او بیا اجراشی، له دغې حقیقته سترګې نشي پټیدای چې د حکومت په د ننه کې یو نا اعلان شوی رقابت روان دی او یوه اداره بلې هغې ته په سنګر کې ناسته ده چه څنګه یی ضعیفه کړي خو دلته د « اجراییه ریاست » په نوم یوه د سرطان دانه لرو چې د ارګ اعتبار یې خوړین کړی دی. دغه دانه په اوسني وخت کې له وسله والو مخالفانو نه زیاته مضره ده. هغوی مو ولس د وسلو په واسطه وژني او دغه سرطان دانه یې د بی باورۍ، لوږې او ګواښونو له لاسه وژني.
زه نه د دولت کارکوونکی یم، نه یوې ډلې او کړۍ پورې اړوند یم، نه چاپلوس یم، نه د شهرت او امتیاز غوښتونکی یم او نه هم چا سره شخصي دښمني لرم، زه د خپل انساني، اسلامي او افغاني احساس له مخې د خپل دروند ولس درد احساسوم او د افغانستان د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره خپل نظر څرګندوم.
شپږ ډلې کسان شته چې په اوسني حکومت او ولسمشر نیوکې کوي:
لومړی؛ د ولسمشر ټاکنیز کمپاینران: دغه ډله کسان هغه دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پر مهال یې د ولسمشر پلوي کوله او له ده څخه یې د مقام او څوکۍ هیله لرله خو کله چې د ولسمشر له منفي ځواب سره مخامخ شول نو په مقابل کې یې ودریدل او بغاوت یې پیل کړ.
دویم؛ د اجرایه ریاست پلویان: دغه ډله کسان هغه دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال یې د ښاغلي عبدالله پلوي کوله او د سیال ټیم په توګه یې د غني سره مخالفت درلود چې د هماغه مخالفت له امله اوس هم په ولسمشر نیوکې کوي.
دریم؛ د طالب او داعش پلویان: دغه ډله هغه کسان دي چې په افغانستان او افغان مظلوم ولس یې ښه ورځ او سوکاله ژوند نه لوریږي. دوي له بهره ملاتړ کیږي او د نورو په اشاره د نورو د اهدافو د تحقق لپاره کار کوي او په حکومت نیوکې کوي.
څلورم؛ مافیایي بانډونه اوپلویان یې: دغه ډله هغه کسان دي چې په تیر دولت کې د فساد اصلي اړخ و او د مظلوم ولس له وینو او غوښو یې تغذیه کړېده. اوس ددې لپاره چې له حسابه کتابه وتښتي او د حکومت پام بل اړخ ته واړوي نو په حکومت نیوکې کوي.
پنځم؛ شهرت پلوه لیکوالان: دغه ډله هغه کسان دي چې د خپل شهرت پیدا کولو په خیال کې ډوب دي او د تعقل پر ځای له احساساتو کار اخلي. دوی دقت د سرعت قرباني کوي او له وخته مخکې تحلیل کوي. دغه ډله غواړي چې شهرت ترلاسه کړي نو په حکومت نیوکې کوي.
شپږم؛ په هیواد او ولس دردیدونکي او واقعیت لیدونکي شخصیتونه: دغه ډله هغه کسان دي چې د احساساتو پر ځای له تعقل ګټه پورته کوي، د ولس درد احساسوي، د ولس اړتیاوې او ستونزې ورته معلومې وي، د هیواد اساسي قانون، انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونه او د هیواد تاریخ ورته څرګند وي، حقیقت لیدلای شي او د هر مغرض شخص، ډلې او ټپلې په هر اوسني کار پوهیږي او د راتلونکي تحلیل کولای شي. له بده مرغه چې احساساتي او شهرت پلوه لیکوالانو پر دغه ډله سیوری غوړولای دی او ددوي غږ څوک نه اوري.
د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې هر شخص کولای شي چې د خپل نظر، تحلیل او آند په څرګندولو سره د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي خو دا تحلیل باید د انساني، اسلامي او افغاني ارزښت او د اساسي قانون تر پښو لاندې کولو سبب نشي او تر څنګ یې ملي وحدت، ملي ګټو او ملي هویت ته صدمه ونه رسوي خو له بده مرغه اوس مهال ډیری لیکوالانو له دغې سرې کرښې پښه اړولې ده.
زه د یو افغان هیوادوال په توګه په دغو لیکوالانو غږ کوم؛ ددې پر ځای چې پر ولسمشر په هره وړه خبره نیوکه وکړۍ ؛ راشۍ د هیواد په ګټه د افغانانو سیاسي شعور ته پرمختګ ورکړۍ، خلکو ته په سیاسي پوهې ورکولو سره له افغانستانه بهرني لاسونه لنډ کړۍ، په خپل کورني سیاست کې د بهرنیانو د اغیز مخه ونيسۍ او مه پرېږدۍ چې هیواد مو د نړۍ د لویو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.