لیکنه: محمد ابراهیم افغان
لاندي اصطلاحګاني په دي قانون کي داسي مفاهم افاده کوي:
د جرم کشف:
هغه اجرات دي چي د جرم له ارتکاب څخه د مخنیوي او د هغه د مرتکب دتشخیص، د ارتکاب د ډول او علت د ځاي د تشبیت او په ارتکاب شوي جرم پوري د اړوند اثارو او شیانو د ساتني په منظور صورت مومي.
دجزایی دعوی:
د دي قانون د حکمونو مطابق د محکمی په وړاندي د څارنوال لخوا د مجازاتو غوښتنه ده.
د جرم تحقیق:
د قانون د حکمونو په حدودو کي د څارنوال په واسطه د راټول شویو دلایلو پر بنسټ له تورن څخه د استنطاق او استجواب،د شهودو او ناظرینو د بیانونو او اظهاراتو د اوریدلو، د جرم د پیښیدو یا نه پیښیدو د تثبیت په منظور د راټولو شوو دلایلو د ارزوني، د مرتکب د پیژندلو او تورن ته د تور د انتسابولو له لاري د جرمي واقعي هر اړخیزه څیړنه ده.
پلټنه :
د مظنون یا تورن د نیولو،د شیانو د ضبطولو او د جرم د مدارکو د ساتلو په منظور د اماکنو،شیانو او سندونو لټول(پلټل)دي.
تلاشی:
د جرمي مدارکو د تر لاسه کولو په منظور د شخص د بدن ،جامو،او د حمل نقل وسایلو لټول دي.
محکمه :
دعوی ته رسیده ګي،د دعوی رفع او دحکم صادریدل دي چي د واکمني محکمي لخوا د قانون د حکمونو مطابق صورت مومي.
اقرا:
د واکمني محکمي په وړاندي له اکره پرته، په بشپړ رایت او د عقل د صحت په خالت کي د جرم په ارتکاب اعتراف دي.
مرور زمان:
د قانوني ټاکلي وخت مودي تیریدل دي، چي له امله یی جزایی دعوی یا د مجازاتو تنفیذ د دي قانون د جکونو مطابق ساقطیږي.
مظنون:
هغه شخص دي،چي د جرم د ارتکاب په نسبت د بدګوماني پر بنسټ تر اشتباه لاندي راغلي وي، یا دا چي هغه ته د تور (اتهام) له نسبت ورکولو د مخه دده په هکله احتیاطی تدبیرونه نیول شوی وي.
استنطاق:
د قانون د حکمونو په حدودو کي د جرم د ارتکاب د عمل د ډول او انګیزي په اړه له منظون څخه د حقایقو د بیانولو غوښتنه ده.
متهم(تورن):
هغه شخص دي،چي د تحقیق پر وخت د اثبات د راتولو شوو دلایلو دارزوني پر بناء د جرم د مرتکب په ټوکه تشخیص او تور پري لګیدلي وي.
صورت دعوی:
هغه لیکلي سند دي،چي پّ ترڅ کي یی څارنوال د ارتکاب شوي جرم ډول،د تورن د اهلیت او حصوصیاتو او جزایی مسوولیت، د اثبات د دلایلو او د قانون د هغو موادو چي جرم او جزاء یی ټاکلي په یادولو سره د محکمي څخه د تورن مجازات غواړي.
قانوني استازي:
مدافع وکیل،حقوقی مساعد، ولي،وصي او قیم پکي شامل دي.
ضبط:
د منقولو او غیر منقولو مالونو موقتي خفظول او ساتنه ده، چی د قانون د حکم مطابق د واکمني مرجع په واسطه صورت نیسی.
مصادره:
د محکوم علیه د منقولو یا غیر منقولو مالونو جبري او بلا عوضه اخیستل دي،چي د قانون د حکمونو او واکمني محکمي د پریکړي مطابق د هغوي مالکیت دولت ته لیږدول کیږي.
حق العبد مدعي:
هغه شخص دي،چي د غیر د جرم د فعل د ارتکاب له امله زیان شوي او پر مرتکب یا د حق العبد پر مسوول د زیان (خساري) د جبران د دعوي حق ولري.
د حق العبد مسوول:
هغه شخص دي، چ د غیر جرم یا فعل د ارتکاب له امله د زیانمن شوي د مادي زیان د جبران مسوول پیژندل کیږي.
محکوم علیه:
هغه شخص دی، چی واکمنی محکمی د قانون د حکمونو مطابق د هغه په تعمیل حکم کړي وي.
محکوم بها:
هغه تکلیف دی، چی محکمی د قانون د حکمونو مطابق د هغه په تمیل حکم کړي وی.
برایت:
هغه خالت دی چی محکمه د اثبات د دلایلو د نه شتون پربناء په هماغي قضیی کی د تورن پر بی ګناهي او د تور په ردولو حکم کړي وي.
څارنه (نظارت):
د جرم د کشف په پړاو کي د پولیسو لخوا په لنډ مهاله توګه د مظنون ساتنه او تر نظر لاندي دراودل دي،په هغه ځاي کي چي د قانون د حکم مطابق یی هغه ته اختصاص موندلي دي.
مدارک:
هغه اثار،علایم(نښي نښاني) شواهد اوشیان دي،چي د جرم د ارتکاب دځاي یابل ځاي یا د مظنون یا تورن له ځان او یا جامو څخه لاسته راځي او د اهل خبره لخوا د تخصصی کتنو په پایله کي له جرم یا مرتکب سره مرتبط تشخیص شوی وي.
شهادت:
هغه ویناوي دي، چي شخص هغه څه چي دبحث وړ پیښی په برخه کي په لیدو(کتلو) یا اوریدلو سره درک کړي دي، د قضیی د څیړني په بهیر کي د واکمني محکمي په وړاندي د سوګند په ادا کولو سره بیان کړي.