لیکنه: تاج محمد تمکین
د ننګرهار پوهنتون استاد
تحقیق یا څیړنه هغه کلمه ده چې په روزمره ژوند کې ډیره اوریدل کیږي او خلک ترې په عرف کې د تفتیش یا پلټنې معنا اخلي اما په علمي ادبیاتو کې تحقیق د ریسرچ یا څیړنې معنا ورکوي او څیړنه د پوهې لټول دي د یو خاص هدف په خاطر چې په سیستماتیکه توګه ترسره شي تر څو د یوې ستونزې لپاره مناسب حل پیدا شي.
یا هم تحقیق په یوه خاص موضوع باندې د معلوماتو راټولول، تحلیلول او همدا شان د تحلیل څخه یې وروسته نتیجه راخستل چې د وړاندیزونو په لرلو سره پای ته رسیږي.
تحقیق په روزمره ژوند کې ډیر زیات ضرور دی او بالخصوص په علمي ډګر کې.
نوره نړئ کې د تحقیق برخه ډیره غني او پیاوړي ده.
په افغانستان کې هم دتحقیق په برخه کې په تیره لسیزه کې کافي کار شوی دی او حتی د ځینې پوهنتونو په نصاب کې هم دا کلمه وراضافه شوې ده.
په ریسرچ یا څیړنه کې څو مرحلې دي چې باید په نظر کې ونیول شي او پرې تحقیق وشي.
لمړئ مرحله د ستونزې پیژندل دی
د ستونزې پيژندل په اصل کې د ریسرچ تر ټولو مهم پړاو دی.
ایا ستونزه په ټولنیزه توګه موجوده ده؟
ایا ستونزه په ملي کچه ده او یا هم کوم ځآنګړي سازمان د ستونزې سره مخ دی؟
ایا ستونزه د شخص یا د یو مشخص ګروپ او یا د یو مشخص سازمان پورې مربوط ده او همدا شان د ستونزې د پیژندلو تر څنګ مهم دا ده چې ته پوه شې چې د ستونزې څیړل د څیړنې لپاره څومره اهمیت لري، یعنې دوخت ، منابعو او همدا شان مدیریت له لحاظه ستونزه په دې ارزي چې څوک پرې تحقیق وکړي کنه؟
دوهمه مرحله په ریسرچ کې literature review ده
یعني دا کتل چي د یادي موضوع باره کي خو چا څیړنه نده کړې، که د موضوع باره کې څیړنه شوي وي او پایلې یې معلومې وي نو اړتیا نشته چې بیا پرې څیړنه وشي.
اما که د یو نوي بعد نه موضوع څوک څیړي یا هم پرې نور معلومات اضافه کوي یا تیرو څیړنو کې ترې کوم ځای پاتې وي چې ته غواړې په اړونده ساحه باندې نور معلومات هم وراضافه کړې نو د موضوع انتخاب بیا ښه کار دی.
دې خبرې ته پام کول پکار دي چې ادبي غلا په هیڅ صورت کې نشي توجیه کیدای او تحقیق کې باید ادبي غلا ونشي یعني په دې مانا چې دبل تحقیق په خپل نامه نشي.
دریمه مرحله د تحقیق یا څیړنې هدف پیژندل دي
چې ولې ته دا تحقیق سرته رسوې؟ ددې څخه دې موخه څه ده؟ او یا هم دا به څومره ګټور وي؟
څلورمه مرحله د فرضیې جوړول دي
فرضیه جوړول هم په مثبته توګه کیدای شي یا منفي توګه کوم چې د تحقیق په پایله کې معلومیږي چې ایا دا فرضیه سمه ده یعنې صحیح ثابتیږي او که نه غلطه ثابتیږي؟
پنځمه مرحله د تحقیق د موضوع په اړه د معلوماتو راټولول دي
دا مالومات کیدای شي په مستقیمه توګه راټول شي، لکه د خلکو سره مرکې کول او یا هم د پوښتنپاڼو له لارې مستقیما مرکې ترسره کول، یا دا مالومات کیدای شي په ثانوي توګه راجمع شي لکه د بل چا د خپرو شوو موادو څخه استفاده کول او یا هم د ادارو د چاپ شوو کتابونو، رسالو او یا سایټونو څخه معلومات راخستل.
شپږمه مرحله د معلوماتو تحلیل او یا هم څیړل دي
دا مالومات د مختلفو سافټویرونو لکه سټاټا ایا اي ویوز وغیره باندې د ریګریشن یا نورو فورمولیټیک لارو نه په اسانئ سره څیړل کیدای شي او پایل یې په اسانئ سره راوځي.
د معلوماتو د تحلیل نه وروسته نهایی مرحله د تحقیق د راپور جوړول دي او همدا شان ارزیابي کول یې دي چې پایله یې څه راوځي او د فرضیو په هکله څنګه نتیجه ورکوي.
ریسرچ کیدای شي کمي او یا هم کیفي واوسي یا ممکن ریسرچ تشریحي واوسي، په هر صورت په افغانستان کې د څیړنې برخه لا غني کول پکار دي تر څو ستونزو او پالیسۍ جوړولو لپاره حل لارې په اسانه پیدا شي.