لیکنه : ګل رحمن رحماني
صبر کوئ! ډېر زر به په دغه ښار د حاکمې تورې شپې پردې د يوه زورور توپان له څپو سره څېري او رېښې رېښې شي، ډېر زر به په زرګونو څېرې د دغه ښار د حقيقت په څلور لارې کې له تورو او سپينو نقابونو راووځي او وګړي يې به يې په يوه داسې فضا کې ننداره وکړي چې هر څوک به په کې د ساه اخيستلو او خبرو اجازه لري.
صبرکوئ! په دغه خاوره کې د انسان په جامه کې ډېر داسې مخلوقات شته چې له زرو کسانو سره په زرو څېرو او زرو نقابونو څخه راڅرګندېږي. دوى د پسرلنيو ورېځو په څېر ثابته څېره نه لري، چا ته دوړيو نرم پوستين واغوندي او چاته يې وسپنيزي او تورې فولادي زغرې اغوستې وي، چا ته له لستوڼي راوتلي نرم لاسونه ورکوي او چاته يې پنځه ګوتې د پنځو زهرجنو خنجرونو په څېر ور وړاندې کړي وي.
چاته يې په شونډو له شرارت او شيطانۍ ډکه موسکا خوره وي، چا ته همدغه موسکا په شاتو او خوږه شېره لړلې وي، خو ځينو ته بيا زهر پاشي او د لېوانو او څېروونکو غوندې تېره غاښونه يې د موسکا تر شا پټ وي.
هغوى د واکمن او بې پروا پاچا پر وړاندې د پسونو او هوسيو غوندې نرم مزاج لري، خپلې څېره معصومه او سپېڅلې ښکاروي، د ريا او ځان ښودنې سپينه چپنه اغوندي، ځانونه د هغه تر ټولو نږدې خواخوږي او مريدان بولي.
دلته هغوى د زرو څېرو ت رڅنګ همداسې سلګونه ژبې کاروي چې ټولې د واکمن په صفتونو روږدې دي، خو کله چې شپه شي او د واکمن له لوري ورکړل شويو ماڼيو ته ستانه شي، نو بيا په لېوانو بدل وي، په خپل پاچا پورې ټوکې وهي، په غزتونو او عصمتونو لوبې کوي.
دلته همغه پسونه دلېوانو په څېر د نورو په لوټلو او داړلو لګيا وي. ژبې يې له قهر او غوسې ډکې وي، له پيالو عصمتونو او جامونو سره مستي کوي، د ښار هغه نجونې، چې دوى يې د پاچا په مخکې لوڼې او خويندي ګڼي، دلته د دوي د عياشيو او شيطاني غريزو منګلولو ته لوېږي.
له دغه شپو نه ډېر کم کسان خبر دى، له دوى سره ملګرو هم د دوى رنګ اخيستى، د دوى په څېر کړه وړه لري، هغوي د لېوانو کوچنيبچيان دي او په راتلونکې کې ترې ښه ماهر او ښکاري لېوان جوړېږي، ځکه د هغوى فطرت بدل شوى، سر له اوسه روزل شوي او دواکمن په ماڼيو کې يې د مظلومانو په وينو او غوښو چمتو شوي خوندونه او مستۍ ليدلې.
نو ځکه وايم چې صبر کوئ! نور د ځنګل دغه شپه تېرېدونکي ده، ډېر وړاندې د ځنګل په څنډو کې دنياوو له غرونو د يوه روښانه لمر او زرين سهار وړانګې په راختو او خورېدو دي، خو دغه سهار يوازې لمر نه دى يو زورو توپان هم ورسره ملګرى دى چې يوازې پر واکمنو او دغه زر څېره ييزو ښاغلو به ورځي.
د هغوى نقابونه او څېرې به شکوي، د تېښتې وزرونه به يې ماتوي او کله چې ورځ غرمې ته ورسېږي، نو د دغه ښار د خلکو په پښو کې به بربڼد پراته وي او يوه څېره به يې هم حجاب خوندي نه کړي، خپله څېرې او حجابونه به يې ورپورې خاندې او د خلکو په څېر به ترې کرکه لري.
صبر کوئ! دغه لمر ډېر نږدې دى، ما ته له خپلې وينې او ساه هم نږدې ښکاري، نور په دغه ښار د څېرو واکمني پاى ته رسېږي، شرمېږي، ورکېږي او د دوى له لاسه د بهيدلو وينو نه د ډېوو کاروان روانېږي.
دا کاروان وړاندې ځي، د ښار ټول واټونه او څلور لارې به پرې ټوله شپه روښانه وي، يوازې يوه څېره لرونکي انسانان به له وېرې پرته له خپلو معصومو څېرو سره تر سترګو کېږي او ورځې به مو يوه ښکلي او زرين لمر رانغاړلې وي.
٢٠١٣ اپرېل ٢٣مه