نو ښتګر او نوموتی شاعر ، لیکوال او ژورنالیست څېړندوې عبدالغفور لیوال د مولوي علي محمد خان حسین خیل زوی دی، په ۱۳۵۲ لمریز لیږدیز کال کې د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې زیږدېدلی دی.
زده کړې
څېړندوی عبدالغفور لیوال په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې له اعتبارخان له عالي لیسې څخه عمومي اولنمره فارغ شو، په ۲۰۰۰ زیږدیز کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي نه د لسانس (لومړی درجه) سند تر لاسه کړ،۲۰۰۴- ۲۰۰۵زیږدیز کال کې د امریکا د مریلند پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فوق لسانس ( همفري فیلوشپ) سند ترلاسه کړ، په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې دکابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه ماستري سند په بري سره ترلاسه کړ چې اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د څېړندوی علمي رتبه لري.
دندې
۱ـ ( ۱۹۹۵ـ ۱۹۹۸زیږدیز) د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال
۲- ( ۱۹۹۸ – ۲۰۰۱زیږدی) دافغانستان لپاره د مرستو د مرکز د بشري حقونو څېړونکی
۳ـ ( ۲۰۰۲ زیږدیز) دآزادۍ راډیو دکابل بیرو عمومي ایډیتور او خبریال
۴ـ ( ۲۰۰۳ـ۲۰۰۴ زیږدیز) دافغانستان د اساسي قانون د کمیسیون ویاند اود مطبوعاتي دفتر مشر
۵ـ (۲۰۰۴ زیږدیز) دامریکا په متحده ایالاتو کې د اندیانا پوهنتون د منځنۍآسیاد ژبو او کلتور د مرکز سلاکار
۶ـ ( ۲۰۰۵ زیږدیز) د چارو دادارې په لوی ریاست کې د فرهنګي چارو رییس او مطبوعاتي سلاکار
۷ـ له (۲۰۰۶ زیږدیز) نه تراوسه دافغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس په توګه دنده تر سره کوي.
۱ـ په بېړنۍ لویه جرګه کې د افغان لیکوالو ، شاعرانو او ژورنالیستانو منتخب استازی
۲ـ د اساسي قانون د لویې جرګې د مطبوعاتي ټیم مشر او ویاند
۳ـ د ګڼو مسلکي ، هنري او ادبي تصدیقلیکونو ، ستاینلیکونو او لوحو ګټونکی
۴ـ په هېواد اوبهر کې دیو شمېر علمي، فرهنګي او ادبي خپرونو د کتونکې ډلې غړی
۵ـ د قلم د نړیوالې ټولنې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې شورا غړی
۶ـ د افغان کلتوري ټولنو د جرګې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې جرګه ګۍ غړی
۷ـ دافغان ادبي بهیر او رشاد کره کتنې ټولنې غړی
خپاره شوي آثار
کتابونه :
۱- مخه ښه او دوه منظومې شعري مجموعه
۲- ژړا ،اور ،مینه شعري مجموعه
۳- هوسۍ تاریخي – حماسي منظومه
۴- ارشاک او اوشاس تاریخي – حماسي منظومه
۵- د وریښمو تول ادبي کره کتنه
۶- کله چې ته خپه شې شعري مجموعه
۷- د ماشومانو لوبې او غوره بوختیاوې څېړنه
۸- دنیلوفرو کیسې دښځینه اتلانو کیسې ، ټولونه
۹- د ټرای ښځې ژباړه
۱۰- نه ته مې هېره نه وې، شعري مجموعه
۱۱- لام او ایلینو، تاریخي حماسي منظومه
۱۲- ادبي یادښتونه دڅېړنیزو مقالو مجموعه
۱۳- ته زما ټوله شاعري یې دشعرونو مجموعه
۱۴- د پوهاند سید بهاالدین مجروح د پښتوادبي آثارو رواني څېړنه ( د ماسترۍ دورې تیزس)
۱۵ – درېیمه لاره د سیاسي ـ ټولنیزو مقالومجموعه
۱۶- شعري سېمبولونه د ادبي تیوري په اړه علمي رساله
۱۷ – افغانیزم د سیاسي – ټولنیزو مقالو مجموعه
۱۸- شل مېلیونران د سیاسي – ټولنیزو مقالو مجموعه
۱۹ – دژبښوونې آرونه ( د ژبې د تدریس اصول ) علمي رساله .
مقالې :
تر۱۵۰ ډیرې علمي مقالې په ملي او نړیوالو کتابونو ، خپرونو او ویبپاڼو کې په پښتو ، دري او انګلیسي ژبو خپرې شوي دي چې سیاسي ، ټولنیزې ، ادبي ، د ژورنالیزم او ارواپوهنې مسایل په کې څېړل شوي دي.
په بهر کې کنفرانسونه ، سیمینارونه او سمپوزیمونه
۱- په اروپا او آسیا کې دځواک پرتلیزانډول او ستونزې، نړیوال سیمپوزیم ، هوکایدوپوهنتون (جاپان) جولای ۲۰۰۹ زیږدیز کال
۲- د افغانستان او قبایلي سیمو وضعیت ، لکچر، اوساکا پوهنتون ( جاپان) ۲۰۰۹زیږدیز کال
۳- د افغانستان او روسیې نوې اړیکې ، نړیوال کنفرانس ( مسکو ـ روسیه ) اپریل ۲۰۰۹ زیږدیز کال
۴- د افغانستان او روسیې د نویو شرایطو مطالعه ، سیمه ییز سیمینار ( مسکوـ روسیه ) می ۲۰۰۹ زیږدیز کال
۵- افغانستان زموږ کور زموږ راتلونکی ، نړیوال کنفرانس (لندن ـ انګلستان ) فبروري ۲۰۰۹ زیږدیز کال
۶- افغانستان او منځنۍ آسیا – ستونزې او امکانات ، نړیوال کنفرانس (دوشنبه ـ تاجکستان) ۲۰۰۸ زیږدیز کال
۷- دیموکراسي او ثبات ـ ګډې هڅې او امکانات ، نړیوال کنفرانس ( باکو – آذربایجان) ۲۰۰۸ زیږدیز کال
۸-دا فغانستان د بیارغوونې بهیر ، سیمه ییز کنفرانس ، جواهر لال نهرو پوهنتون ( ډهلي ـ هند) ۲۰۰۸ زیږدیز کال
۹- دورېښمو دلارې نوې احیا ، نړیوال سیمینار ، کشمیر پوهنتون ( سرینګر ـ هند) ۲۰۰۸ زیږدیز کال
۱۰- په جنوبي آسیا کې د سولې لپاره د تدریسي پروګرام جوړښت ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۸ زیږدیز کال
۱۱ – په افغانستان کې حکومت رغوونه او سیاسي تاوتریخوالی، سیمه ییز کنفرانس ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۷زیږدیز کال
۱۲- آسیا او اروپا ته د ناتو پراخیدل،نړیوال کنفرانس ، دایران د بهرنیو چارو وزارت ( تهران – ایران) ۲۰۰۷ زیږدیز کال
په جنوبي آسیا کې د سولې لارې چارې ،سیمه ییز کنفرانس ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۷ زیږدیز کال
۱۳- دافغانستان ، پاکستان او هند تر منځ د سولې درې اړخیزې خبرې، ډهلي پالیسي ګروپ ( ډهلي هند) ۲۰۰۹ زیږدیز کال
له دې پرته په افغانستان کې د ۲۵ کنفرانسونو ، سیمینارونو او علمي غونډو جوړونکی یا د تدویر د چارو د کمیټو علمي غړی و .
۱۴ـ د سیمه ییزې همکارۍ علمي څېړنه ۲۰۱۰ زیږدیز کال استانبول ، ترکیه.
۱۵ـ د شنګهای لس کلن حضور ته علمي کتنه ۲۰۱۱زیږدیز کال قزاقستان الماتا.
۱۶ـ د سارک ادبي فیستیوال ۲۰۱۱ ډهلي هیندوستان.
او ګڼ شمېر نور علمي سفرونه او همدا شان په هېواد کې د لسګونو علمي ناستو تنظیم او علمي غړیتوب درلود.