لیکنه: ارش ننګیال
هېڅ انسان کامل نه دی، انسان سره سهوه او خطا ملګرې وي او دا هم نه شي کېدای چې ژورنالیست او پروډیوسر دې ټول علمونه زده کړي. حال دا چې موږ ته د لومړنیو زده کړو، زمینه هم نه ده برابره او دا هم نه شي کېدای چې پروډیوسر دې تل هماغه یوه خپرونه جوړه کړي.
ما چې په بی بی سي راډیو کې کار کاوه، نو هرو شپږو میاشتو یا هم یو کال کې د هر پروډیوسر خپرونه له بل سره بدلېدې. د بېلګې په توګه، یو وخت به مې د لویانو لپاره خپرونه جوړوله، بل وخت به د ماشومانو لپاره او بیا به د ځوانانو لپاره. نو په دې صورت کې موږ اړکېدو چې د موضوع په هکله څو ځایه څېړنه وکړو، لومړی ځان پوې کړو، بیا د خپرونې په جوړولو پیل وکړو. دا چې د ماشومانو د برخې کارپوهان ډېر لږ لرو، نو پکار ده چې موږ د یوې موضوع د څېړنې لپاره څو ځایه تللې وای، له خلکو سره مو مرکې کړې وای، کتابونه، انټرنټ مو لټولی وای، دا ځکه چې د ماشوم لپاره او د ماشوم په هکله خپرونو کې یا هم مشرانو ته ښوونیزې خپرونو کې باید له ډېر دقت نه کار واخیستل شي. د دغه ډول خپرونو د جوړولو پر مهال د لږې سهوې او ناپامۍ سره موږ ماشوم او کورنۍ ته ډېر لوی زیان اړولی شو.
که څوک وایي چې زه ډاکټر یم یا زه د ماشومانو ارواپوه یم، زه د خپرونې د موضوع په هکله هېڅ ډول څېړنې ته اړتیا نه لرم، په هر څه زه تر هر چا ښه پوهېږم، دا خبره ناسمه ده.
زما د تجربې له مخې او تر کومه ځایه چې ما لیدلي، هېڅ یو ډاکټر د طبي خپرونو په جوړولو کې بریالی نه دی ثابت شوی، ځکه چې مسلکي کسانو د تحقیق مرجع یوازې خپل ځان وي، چې په خپل ځان بسنه په ښوونېزو خپرونو کې لویه خطا ګڼل کېږي او کله، کله خو یو شمېر مسایل د هغه په ذهن کې روښانه وي او فکر کوي، چې هماغه موضوع به د هر چا لپاره روښانه وي. حال دا چې که غېر ډاکټر طبي خپرونه جوړوي، نو که لومړی ځان پرې پوی نه کړي، هغه خپرونه نه شي جوړولی.
البته پورتنۍ مسله په ټولو مسلکي کسانو کې رښتینې نه ده، خو ویلی شو چې ګڼ شمېر. نو د راډیويي خپرونو جوړونکې باید لږ تر لږه د یوې موضوع په هکله درې ځله له مختلفو منابعو نه تحقیق وکړي او با تجربه پروډیوسرانو ته دوه ځله تحقیق هم بس دی.