لیکنه: اسدالله انديال
چابهار د ایران په جنوب کي د ۱۴۰۰۰ هکتاره په اندازه ازاده سواداګریزه سیمه ده چي نه یواځي ایران ته بلکه د افغانستان په شمول د سیمي ډیرو هیوادونو ته د سوداګری او ترانزیت له پلوه خورا ډیر ستراتيژيک ارزښت لري. چابهار د درې نړیوالو سوداګریزو کاریدورونو څخه یو دی چي د چین د وریښمو لاري په اتصال شرقي او جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره او بلي خوا یې د ترکیې له لاري د اروپا سره نښلوي.
د چابهار بندر د جوړولو هوکړه د لومړی ځل لپاره د هند، ایران او افغانستان ترمنځ په ۲۰۰۳ کال کي وسوه، خو بالاخره د دې قرارداد مسوده په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کي نهایې سوه. او هندوستان حاضر سو چي د چابهار په بندر کي په تخنیکې او مواصلاتي برخه کي له سلو تر دوه سوه میلونو ډالرو پانګوونه وکړي. د چابهار بندر به د ریل پټلی له لاری د افغانستان له نیمروز سره نښلول کيږي او له هغه ځایه به د سړکونو په واسطه د افغانستان له نورو سوداګریزو ښارونو کندهار ،هرات او کابل سره نښلول کیږي. چابهار د پاکستان د کراچۍ له بندر څخه ۷۲ کیلومتره فاصله لري چي د افغانستان لپاره یې فاصله له بندر عباس څخه ۹۰ او له کراچی بندر څخه ۷۰۰ کیلومتره لنډه ده.
اوس خبره دا ده چي چابهار ولي دومره مهم دی او د سیمي د هیوادونو ګټي په څه کي نغښتي دي؟
افغانستان له پاکستان سره پراخ تجارت لري او د ترانزیت لپاره تر ډیره د کراچۍ بندر کاروي خو د سیاسي او منطقوې ستونزو له کبله هر وخت له پاکستان سره د ترانزیت په برخه کي له ستونزو سره لویدلی دی. له بلي خوا هند د افغانستان یو مهم سیاسی او اقتصادي ملګری بلل کیږي چي غواړي له افغانستان سره خپل اقتصادي او سوداګریز تعاملات زیات کړي، ولي پاکستان بيا هم په دې برخه کي یو ځمکنی خنډ ګرځيدلي دی.
هند د پاکستان سره مخالفت ته په کتو غواړي د افغانستان په شمول د مرکزي اسیا سره د تجارت نوی باب پرانيزي او ددې لپاره چابهار لنډه ، اړینه او معقوله لار ده.
ایران هم د خپل را لویدلي اقتصاد او تحریم سوي سوداګري د غوړیدا او پراختیا په لټه کي دی. ایران پر هند باندي نفت په نغدو پیسو خرڅوي ، افغانستان یې په څنګ کي په وچه کي را ګیر همسايه دی او په همدې شکل د مرکزي او جنوبې اسیا پر لار د پاکستان د لارې غور الترناتیف دی.
مرکزي اسیا د صنعتي محصولاتو او ترانزیتې لارو تږي هیوادونه هم دې ته سترګي په لار دي چي د خپلو انرژیو د زیرمو لپاره بازار وګوري او په بدل کي یې خپله صنعتي تنده په وارداتو ماته کړي. دا ټول هغه مهم او ستراتيژيک فکتورونه دي چي چابهار د ایران ، افغانستان ، هند او مرکزي اسیا لپاره د تجارتي پراختیا د سمبول په حیث معرفي کوي.
زموږ لپاره چابهار بندر ځکه د ډیر ارزښت لرونکی دی، چي د يوې خوا به تر یو حده د کراچۍ بندر بدیل پیداکړو او ترانزیتې لاري به مو له دوه څخه درې سي. او د بلي خوا به په افغانستان او په خاص ډول د افغانستان په لويديځ کي د سوداګری او اقتصاد دپراختیا نورو پروژو او فرصتونو ته لاره هواره کړي. چابهار بندر به له افغانستان سره مرسته وکړي چي د مرکزي او جنوبي او اسيا د وصلولو لپاره خپل ستراتيژيک اهمیت ثابت او ګټه ځنې واخلي.
د چابهار بندر په قرارداد کي نه یواځي نیمروز د چابهار بندر سره نښلول کيږي، بلکه دوه نور مهم کارونه چي له یوه سره یې هند او له بل سره یې ایران دلچسپي لري، هم مطلب دي. په دي کښي ایران غواړي چي د افغانستان هرات ولایت د ایران له مشهد سره ونښلوي او دې لاري ته د ترکیې پر مسیر پراختیا ورکړي. او په دي ډول به افغانستان او ایران د مرکزي اسیا او اروپا پر تجارتي لاره ځانونه محکم کړي. بل کار هم د هند له خوا دی چي غواړي چابهار بندر د حاجي ګک له کان سره چي له ۱۰۰۰ څخه ۳۰۰۰ مليارده ډالرو ظرفیت لري، د ریل پټليو او سرک له لاري وصل کړي.
د دې تر څنګ افغانستان ته د خپلو تجارتي اموالو د ساتلو او سټور کولو لپاره او د خپلو ترانزیتې چارو د سمبالښت لپاره په چابهار بندر کي کافي ځمکه ورکول کيږي. د ګمرکي محصول او ترانزیتي ټکس په اړوند به هم ګټه وکړو او زموږ تجاران به د کراچۍ بندر په پرتله د ترانزیتي مالونو د هر کانتینر پر سر له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پوري کم محصول ورکوي، چي دا رقم موږ ته د اوسني ترانزیتي محصول په پرتله تر ۲۰% فیصده پوري کموالی راښې.
په هر صورت له چابهاره څخه مناسبه او اعظمي استفاده به مو نه يواځي ترانزیتي ستونزي را کمي کړي، بلکه د سوداګری او اقتصاد د انکشاف په برخه کي به مو د امکان تر حده د مرکزي او جنوبي اسیا په پراختيايې څلورلارې بدل کړي.
خو اوس ډیره مهمه داده چي افغانستان د چابهار او چابهار ته ورته قراردادونو څخه سمه او مناسبه استفاده وکړي، پرینږدي چي د ځینو نورو قراردادونو په څیر د عمل په ډګر کي کمزوري او له ستونزو ډک پاته سي. دولت باید پر منطقوي پالیسی له سره کتنه وکړي او په سیمه کي د افغانستان سیاسي او اقتصادي ګټي تعریف او ورڅخه دفاع وکړي.
د اقتصادي ګټو په تړاو حساسيتونه او سیاستونه خورا ژور، مغلق او پیچلي دي. نباید موږ د نورو د اقتصادي سياستونو ښکار سو او يواځي د صحني د ښکیل نظارتچي په ډول تاوان ورکړو.
چین او هند د اسیا په سطحه ستر او رابر سیره کیدونکي قدرتونه دي. دوی تل د اقتصادي فرصتونو او نفوذ په لټه کي دي. او د دوی تر څنګ پاکستان او ایران هم د سیمې له ستراتیژیکو نکاتو څخه په استفادي غواړي خپل اقتصادي او تجارتي رولونه مهم او له فرصتونو څخه نهایې استفاده پورته کړي. دا فرصتونه کوم دي؟ د سیمي د هیوادونو تر منځ اوسنی اقتصادي لوبي څنګه رواني دي؟ او تازه به د چابهار رول څه وي؟
پاکستان د هند دښمن او د امریکا نږدي ستراتيژيک ملګری دی، له هند سره هيڅ ډول همکاری نه لري او پرمختګ یې نه سي زغملای. هند هم د خپل اقتصادي پراختيا د ساتلو او زیاتولو په موخه له هري ممکنه لاري استفاده کوي. په همدي تکل یې په دې وروستيو کي امریکا ته د اقتصادي همکاری لاس ورکړی دی. هند د خپلو اقتصادي ګټو د ساتلو لپاره حتي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلی کي د امریکا د خوشحالولو په موخه د ایران په مقابل کي منفي رایه ورکړه. “دا په داسي حال کي چي هند دا کار د خپل نږدي سیاسي دوست روسیې او شرقي بلاک د ټولو هیوادونو د توقع خلاف تر سره کړ.” د دې تر څنګ یې له امریکا څخه د وسلي اخیستلو ځینې قراردادونه هم له هغوی سره لاسلیک کړي دی. پاکستان له دي کاره په ویره کي دی او د هند د اقتصادي نفوذ د ځواب په مقابل کي یې چین ته لاس ورکړی دي، چین د هند او امریکا سره د اقتصادي او سوداګریز رقابت په موخه او د هند سمندر پر مسیر پرتو اروپابې او افريقايې هیوادونو ته د اسانه لاسرسي په خاطر د پاکستان اقتصادي او سوداګریزي همکاری ته لاس ورکړی دی. چین د مرکزي اسیا او اروپا ځینو هیوادونو ته همدا اوس د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ کیلومترو پوري لاره وهي. د دې لاري د لنډون په موخه او د هند سمندر ته د ژر رسیدو په پار چین همدا اوس په پاکستان کي یوه مهمه ستراتیژیکه پروژه په لاس کي لري، د چین شانګهای ښار به د پاکستان له اوږده څخه د تیریدو په واسطه د یو مهم سړک له لاري له ګوادر سره ونښلول سي. د دې تر څنګ چین د ګوادر بندر د پراخوالو لپاره ۴۶ میلونه ډالر پانګوونه کړي ده. د چین اهداف معلوم دي، د هند سمندر ته لنډه لار ، د مرکزي اسیا او اروپا په ترانزیتي لاره کي لنډون او اساني، د هند سره د اقتصادي رقابت په موخه د ګوادر بندر پیاوړي کول او نور د چین مهم اهداف له دي پروژي څخه تشکیلوي. له بلي خوا پاکستان هم له دي پروژی څخه مهمي ګټي لاسته راوړي. له چین سره د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه د امریکا د ډیري توجه را جلبول، د چابهار بندر په مقابل کي د ګوادر بندر پراخول او عصري کول او د چین او اروپا د سوداګري پر مهمه لار ځان محکمول د پاکستان یو په يو ګټي راښیې.
هندوان هم د چابهار بندر له لاري غواړي چي له یوې خوا د امریکا سره د اقتصادي همکاری تر څنګ په ایران کي هم خپلي سوداګریزي ګټي ولټوي او د ایران او امریکا د ګټو تر منځ یو انډول هم وساتي. همدا اوس اوس، هند له ایران سره پر هغه باندي د بنديزونو تر لرې کولو وروسته، خپله سوداګري پراخه کړي او خپل شاوخوا ۴۶ سلنه نفت له ایران څخه په نقدو پیسو اخلي. د چابهار بندر کي یې خپله بې ساري علاقه مندي وښودل او لا هم له ایران سره د سوداګري پر پراختیا باندي کار کوي.
له بلې خوا هند غواړي د پاکستان د ځمکي خلاف مرکزي اسيا ته د تلو یوه بله ستراتیژیکه او لنډه لار پیدا کړي. دا کار به هند له مرکزي اسیا، ایران او افغانستان سره د اوږدمهال لپاره وتړي، هند به د خپلو صنعتي توليداتو لپاره نوي مارکیتونه پیدا کړي، د افغانستان او مرکزي اسیا طبیعي منابع او په خاص ډول د انرژی زیرمې به ځان ته جذب کړي او له ایران سره به هم د چابهار مهم بندر له لاری سوداګریزي اړیکي زیاتي کړي.
افغانستان هم د چابهار بندر له ګټو مستثنی نه دی. زموږ دربدره او کاذب اقتصاد تر بل هر چا او هر وخت ډیر د سمون، اتکاء او انکشاف په لټه کي دی. لکه مخکي چي مو وويل زموږ قاطع او لوی کار واردات دي او په وچه کي راګير هم یو، د پاکستان سره یو عالم ستونزي لرو او باید لږ تر لږه د پاکستانی ترانزیتي لاري بدیلونه ولرو. د دې تر څنګ به د چابهار بندر په پرانیستلو پاکستان هم د پخوا په پرتله نرمي وښیې، ستونزي به راسره حل او نهایې راکمي کړي او ورسره به سوداګریزي تعرفې او ترانزیتي محصول هم راکم کړي.
بله دا چي د ستراتیژیکو ګټو ګډ ملګری هند په پلان کي لري په افغانستان کي اوږدمهاله پانګوونې وکړي. هندي محصولات تر افغانستانه راورسوي او زموږ له طبیعي منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي. د مرکزي اسيا، ایران، هند او حتی اروپا سره به د سوداګری نوې او مهمه لار پیدا کړو او دا کار به د ترانزیت پر اسانی سربیره نورو ډیرو پراختيايې او سوداګريزو چارو ته لاره هواره کړي.
بل ایران دی، چي تر اخري سیاستونو یې اقتصاد ته خورا زوروره لغته ورکړې ده. بنديزونو او پولې انفلاسيون یې اقتصاد تر مری نیولی وو، او تازه تازه یې د یوې سیاسي موافقي له لاري ځیني بندیزونه له ځانه لري کړي دي. ایران د تیلو صادروونکی هیواد دی او د تیلو د بدیل په زیاتیدو او قیمت ټیټیدو سره ایران هم د نورو تیلو صادروونکو په څیر د خپلو نفتو د بازار لپاره په انديښنه کي دی، خپلو صنعتي محصولاتو ته د مارکیتونو پيداکولو په موخه د تجارتي لارو او بندرونو رغول، او په وچي کي ګیر هیوادونو لپاره د ترانیزیت مسیر پر ایران سیده کول د ایران او ایراني اقتصاد هیلې دي. چابهار به ايران له هند ، افغانستان، مرکزي اسیا او د ترکیې پر مسیر له اروپا سره په نوې لاره ونښلوې. له بندر څخه به هم په میلینونو ډالر ګټه لاسته راوړي. د ترانزیتی لاري پر سر ښارونه به یې د هستي ډک سي، په زرګونو خلک به یې پر کار سي. او په دي ډول به چابهار د ایران او سیمې لپاره د سوداګری او ترانزیت یو نوي باب پرانیزي.