• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

چاپيرال ساتنه د ټولو ګډ مسؤليت دی

Home بېلابېلېچاپيرال ساتنه د ټولو ګډ مسؤليت دی

چاپيرال ساتنه د ټولو ګډ مسؤليت دی

چاپیریال د انسان د اړتیاوو پوره کولو او ژوند ځای دی او هره ورځ چې تیریږی ارزښت یې لاپسې زیاتیږی. خو له بده مرغه دا مهال انسان په دې خاورینه کره کې له طبیعی منابعو څخه له حده د زیاتې ګټې اخیستو، په خاوره، اوبو او هوا کې د خطرناکه ککړتیاوو رامنځ ته کولو له امله، د له منځه‌ تلو ګواښ سره مخ کړی دی.
د چاپیریال ساتنې په مسلو کې له انسانی ځواک څخه زیاتې ګټې اخیستو او په هره برخه کې د چاپیریال ساتنې زده‌کړې دود ګرځولو ته اړتیا لری.
اسلام مبین دین تل خلکو ته دا حکم کوي چي تاسو خپل ځانونه او خپل چاپیریال پاک وساتئ تر څو د ډول ډول روغتايی ستونزو څخه بچ شئ.
داسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمایی:
دلاري څخه چټلي’پلیتي او هر مضر شی لري کول صدقه ده.
په ۱۹۶۰مو کلونو کې افغانستان ته د یو متمدنه هیواد په سترګه کتل کیده او کابل ته به یې د ښارونو ناوي ویل کیده.دا ځکه چې په همدي وخت کې د کابل ښاریان خپل ښار دومره پاک او شین ساتلی ؤ چې د ټولې نړۍ سترګي ورته اوښتي،متأسفنا چې په وطن کې مو پردۍ پاله کور ګډي جګړي شروع شوي او دغې مودي زیات دوام ونکړ او ډیر زر زمونږ ښارونه او هیواد د هغو ښارونو په ډله کې راغی چې د ښار نظافت او دچاپیریال سالمه ساتنه نه کوي او ورځ تربلې یې هوا ککړیږي.
دا مهال چې دهیواد نفوس ورځ تربلې په زیاتیدو دی په لویو ښارونو کې دخلکو لخوا د ښار اوسیدني ښاري فرهنګ نه مراعات کیږي،هیڅوک ځان د چاپیریال د ساتنې په اړه مسؤل نه ګڼي باید موږ او تاسې ټول پدې خبر ووسو چې دچاپیریال په ساتنه کې هغومره مسولیت چې دولت ته متوجه کیږي همغومره مسولیت عام خلک هم لري.
که دلته د یوې خوا دولت ګرم دی له بلې خوا خلک هم په پوره ډول پړ دي.
دپاک چاپیریال دساتلو لپاره دولتي او غیر دولتې خلک لاندې څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړي
1 : دخپلو سیمو دځنګلونو سره ناوړه چلند ونکړو..
2 : دچاپیریال ساتنې د اداري د ټولو تصویبونو عملي کول.
3 : دولت باید په هیواد کي دخلکو لپاره بريښنا جوړه کړي تر څو خپل ضروریات د
بریښنا د لاري رفعه کړي او په چاپیریال کي د سوځیدونکو توکو کچه کمه شي.
4 : دښار او دکلیو ونې پري نه کړو او پر ځايی نور نیالګي کښینوؤ .
5 : دښاروالیو په کار کې کیفي ښه والی راوستل.
6 : دښار په شنو ساحو کي سوداګریزو آبادیو ته اجازه ورنکړو ..
7: ددولت دښاروالۍ چارواکي باید هټۍ وال ديته مجبور کړي چي ددوکانونو مخي ته
دښه چاپیریال لپاره یو یو نیالګی کښینوي.
8 :د دمیډیا دلاري خلک دچاپیریال له ګټو څخه خبر شي…
9 : ټول نقلیه وسایط له تخنیکي لحاظه معیار وي
10: ترافیکي اداري هغه نقلیه وسایطو ته د ګرځیدو اجازه ورنکړي چي ماشینونه یی زاړه او له کاره لویدلي وي.
11: د سړکونو او لویو لارو قیر کول او همداسی نور مسایل.

په چاپیریال ساتنه کې د مسوولیت منلو حس پیاوړی کولو، د همکارۍ روحیې غښتلی کولو او د هېواد په هره سیمه کې د چاپیریال ساتنې فرهنګ دود ګرځولو ته دې ځانګړی پام وشی.
لیکوال : عبدالباسط کړوخیل

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د نړيوالو اړيکو اصول – پنځمه برخه

د نړيوالو اړيکو اصول – پنځمه برخه

May 5, 2015

ليکوال: ډاکټر فرهاد قاسمي ژباړن: هجرت الله اختيار (پينځمه برخه)[...]

د حقارت مسئله

د حقارت مسئله

Mar 28, 2015

ژباړه: ډاکټر محب الله زغم ١. د حقارت مسئله موږ[...]

Rokhaan Khadem Roshan Khadam روښان خادم

د طالبانو سره دسولې خبری

Jun 15, 2015

لیکنه: روښان خادم ښاغلی ورور حبیب هوتکی لیکلی چې دطالبانو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022