• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

Home لومړيتوبچاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

چاپیریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

لیکنه: تهذیب الله مهذب
که د یو پلوه پاکوالی د ایمان یوه برخه ده،نو له بلې خوا بیا پاک چاپیریال د لوړ فرهنګ ښکارندوی دی.
هغه ملتونه متمدنه او با فرهنګ ګڼل کیږي چې خپل ښار پاک ساتي او چاپیریال ساتنه خپله دنده بولي،
نه یواځي داچې دچاپیریال پاک ساتل په دولتي چارواکو او مشخصو اشخاصو پوري اړه لري بلکي دټولني هر فرد او وګړی په دي مکلف دی چي چاپیریال پاک وساتي او خپل اسلامي او انساني وجیبه آدا کړي.
اسلام مبین دین تل خلکو ته دا حکم کوي چي تاسو خپل ځانونه او خپل چاپیریال پاک وساتئ تر څو د ډول ډول روغتايی ستونزو څخه بچ شئ.
داسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمایی:
ژباړه: دلاري څخه چټلي’پلیتي او هر مضر شی لري کول صدقه ده.
له نن نه پنځه زره کاله وړاندې یما د اریایانو پاچا خپلو خلکو ته امر کړی ؤ چې وني وکرۍ،بودا به هم خپلو پیروانو ته د ونو د کرلو توصیه کوله.
ننی ساینس او ټکنالوجي موږ پدې پوهوي چې یو هکتار ځنګل هرکال په لسګونه ټانکره اوبه هواته انتقالوي او د هوا د پاکوالي سبب ګرځي،په ۱۹۶۰مو کلونو کې افغانستان ته د یو متمدنه هیواد په سترګه کتل کیده او کابل ته به یې د ښارونو ناوي ویل کیده.دا ځکه چې په همدي وخت کې د کابل ښاریان خپل ښار دومره پاک او شین ساتلی ؤ چې د ټولې نړۍ سترګي ورته اوښتي،متأسفنا چې په وطن کې مو پردۍ پاله کور ګډي جګړي شروع شوي او دغې مودي زیات دوام ونکړ او ډیر زر زمونږ ښارونه او هیواد د هغو ښارونو په ډله کې راغی چې د ښار نظافت او دچاپیریال سالمه ساتنه نه کوي او ورځ تربلې یې هوا ککړیږي.
دا مهال چې دهیواد نفوس ورځ تربلې په زیاتیدو دی په لویو ښارونو کې دخلکو لخوا د ښار اوسیدني ښاري فرهنګ نه مراعات کیږي،هیڅوک ځان د چاپیریال د ساتنې په اړه مسؤل نه ګڼي باید موږ او تاسې ټول پدې خبر ووسو چې دچاپیریال په ساتنه کې هغومره مسولیت چې دولت ته متوجه کیږي همغومره مسولیت عام خلک هم لري،
که دلته د یوې خوا دولت ګرم دی له بلې خوا خلک هم په پوره ډول پړ دي.
دپاک چاپیریال دساتلو لپاره دولتي او غیر دولتې خلک لاندې څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړي.
(1) دخپلو سیمو دځنګلونو سره ناوړه چلند ونکړو
(2) دښار او دکلیو ونې پري نه کړو او پر ځايی نور نیالګي کښینوؤ
(3) دښار په شنو ساحو کي سوداګریزو آبادیو ته اجازه ورنکړو
(4) ددولت دښاروالۍ چارواکي باید هټۍ وال ديته مجبور کړي چي ددوکانونو مخي ته دښه چاپیریال لپاره یو یو نیالګی کښینوي
(5) دمیډیا دلاري خلک دچاپیریال له ګټو څخه خبر شي
(6) ټول نقلیه وسایط له تخنیکي لحاظه معیار وي
(7) دولت باید په هیواد کي دخلکو لپاره بريښنا جوړه کړي تر څو خپل ضروریات د بریښنا د لاري رفعه کړي او په چاپیریال کي د سوځیدونکو توکو کچه کمه شي
(8) ترافیکي اداري هغه نقلیه وسایطو ته د ګرځیدو اجازه ورنکړي چي ماشینونه یی زاړه او له کاره لویدلي وي.
(9)د سړکونو او لویو لارو قیر کول.
(10)دښاروالیو په کار کې کیفي ښه والی راوستل.
(11)دچاپیریال ساتنې د اداري د ټولو تصویبونو عملي کول.
(12) روغتیایی پروګرامونه په لاره واچول شي تر څو خلک د ناپاک چاپیریال د روغتیایی ضررونو څخه خبر شي.
دا او ځیني نورې مهمي چاري د یو ښه چاپیریال په رامنځ ته کولو کي اړین دې’ چي په عملي کیدو سره به یي په راتلونکي کي د یو ښه او صحت مند چاپیریال برخمن شو.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ښه ټاکنه پښېماني نه لري

ښه ټاکنه پښېماني نه لري

Jan 21, 2015

ليکنه: حبيب وقار د هر کار بريا تر سمې ټاکنې[...]

افغانستان د جان کري د سفر په تت سیوري کې

Nov 4, 2015

منځنۍ اسیا ته د جان کري د سفر د کاسې[...]

غږیزه یا د شورماشور ککړتیا

Jan 22, 2018

ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب یوه لویه ستونزه چې اوسنۍ[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d