• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

چاپیریال څومره پر خبر اغیز کوي؟

Home ژورنالیزمچاپیریال څومره پر خبر اغیز کوي؟
نذیر سهار Nazir Sahar
نذیر سهار Nazir Sahar

چاپیریال څومره پر خبر اغیز کوي؟

لیکنه: نذیراحمد سهار

چاپیریال د خبر د پوښښ پر څرنګتیا او خبر اغیز پرېباسي.

هره پېښه، موضوع او سوژه خپل ځانګړی چاپیرال  لري. دغه چاپیریال کله سخت (جګړه ییز، له ناندریو ډک، ګواښونکی) او کله نرم (صمیمي، عاطفي، دوستانه او خوښي بښونکی) وي. دلته تولید د چاپیریال تر اغیز لاندې وي.

په جګړه ییز چاپیریال کې په لوړ سټنډرډ تصویر، د جګړې په ځای کې سټنډ اپ ور کول او بې ځایه زړورتیا لومړیتوب نه دی. دلته لومړیتوبونه او معیارونه له شرایطو سره سم ټاکل کیږي. په ننګوونکي چاپیریال کې سوژه په خوندي خبریالۍ پوښل کیږي، خو په نرم او دوستانه چاپیریال کې له خبریال نه د بشپړ مسلکي او ابتکاري عمل هیله کیږي. دلته چاپیریالي شرایط تر ډیره ستاسې په لاس کې او د تغییر وړ دي، خو په سخت او ننګوونکي چاپیریال کې ستاسې کار د واکمنو شرایطو او وضعیت تر اغیز لاندې وي.

د هرې پېښې او سوژې تر پوښښ وړاندې د خبر د چاپیریال تشخیص او تحلیل مهم دی.

د خبر چاپیریال په دوو پړاوونو کې تحلیل کیږي. یو تر تولید وړاندې او دویم تر تولید وروسته.

  • پر څه ډول موضوع، په څه ډول چاپیریال کې کار کوئ؟
  • امنیتي، فرهنګي او موسمي چاپیریال څه ډول دی؟
  • که امنیتي وضع ښه نه وي څه ډول تدابیر ونیول شي؟ که موسم خراب وي، واوره او باران وي، له ځان سره باید څه وسایل او امکانات واخلئ؟
  • د لوبې پر وخت څه وکړئ؟ څنګه له لوبغالي اناونس او سټنډ اپ ور کړئ؟
  • په کلي کې خلک له کمرې بد وړي. واردمخه څه وکړئ؟

تر تولید وروسته چاپیریال کې معمولا هدف وړ مخاطبان په پام کې نیول کیږي.

  • پېښه او موضوع څه ډول وړاندې شي؟
  • پر مخاطبانو د خبر ممکنه اغیزې څه کېدای شي؟
  • د لومړني چاپیریال پېښه په دویم چاپیریال کې په اصلي بڼه د خپرېدو وړ ده؟ احتمالي غبرګون او حساسیتونه به څه وي؟

ډېر وخت چاپیریالي مسایل په خبر کې د سانسور لامل ګرځي او خبریالان دې ته اړ وځي، چې د لومړني چاپیریال خبر په دویم چاپیریال کې له ټولنیزو، محیطي، فرهنګي او واکمنو مذهبي شرایطو سره سم تولید کړي. دا خبره به بې ځایه نه وي، چې ووایم ډیر ځله چاپیریال د خبر د پوښښ په څرنګتیا کې مستقیم رول لوبوي.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

نذیر سهارNazir Sahar
نذیر سهارNazir Sahar

نذیر سهار

May 1, 2016

وزیرستان وروستی تمځای کتاب مو لوستی؟ ددې کتاب لیکوال ۳۳[...]

ایا ورځپاڼې رښتیا هم مري؟!

ایا ورځپاڼې رښتیا هم مري؟!

Apr 28, 2015

لیکنه: نذیراحمد سهار ګراهم د یوچا له لارې جیف بیزوس ته[...]

نذیر سهارNazir Sahar
نذیر سهارNazir Sahar

نذیر سهار

Mar 16, 2016

پېژندنه نذیر سهار ځوان شاعر ،  کېسه لیکوال ،، ژباړن،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022