• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

چغندر د وینې د لوړ فشار مخه نیسي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

Home روغتیاچغندر د وینې د لوړ فشار مخه نیسي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

چغندر د وینې د لوړ فشار مخه نیسي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

چغندر، چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره د روغتیا لپاره هم ګڼې ګټې لري. چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ناروغي بلل کيږي. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل کولی شي د وینې د لوړ فشار مخه ونیسي او ډاکټران یې د یوه ښه او بې ضرره خوراکي توکي په توګه ناروغانو ته توصیه کړي. طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي. د فېزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. ډاکټران دغه راز سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې په چغندرو کې شته کیمیاوي او اړین مواد د پخولو پر مهال له منځه ولاړ نه شي سر او رېښې یې باید په چاقو پرې نه شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

مه په تمه کېږه؛ همدا اوس دې خپل ژوند بدل کړه!

مه په تمه کېږه؛ همدا اوس دې خپل ژوند بدل کړه!

Oct 19, 2015

ژباړه: حمیدالله حمیدي څه ته په تمه یې؟ ایا ټول[...]

طبیعت د فکر کولو لپاره تر ټولو ښه ځای!

Jul 25, 2018

هر څوک چې په طبیعت کې ګرځي، په یو ډول[...]

د ګازرې روغتیايي ګټې
????????????????????????????????????

د ګازرې روغتیايي ګټې

Jul 30, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي د هوا خرابوالي په لویو ښارونو کې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022