لیکنه: محب الله آرمل
د ميدان وردګ ولايت د جلګې (دايميرداد ) ولسوالي شاوخوا شپېته کلي لري او ترګردو لوی کلی يې چنګه دی چې کوزې خواته يې شرتوغی او برې ته يې دولت شه ده جنوب خواته يې بابک و چتو دي د شمال خوا يې ټول غرونه دي چې خدای خبر سر بي کوم ځای ته ځي .
دا کلی له ابتدا نه د يوه غره په لمن کې آباد شوی مګر وروسته يې تيت و پرک حالت غوره کړی د نفوس د زياتېدو له امله يې په سختو لاشو نو کې هم کورنه جوړ شوي لکه د کابل په دهمزنګ کې . نفوس يې دوه نيم زره کسانو ته رسيږي .
چنګه يوه طبعي چينه هم لري چې يو ورخ اوبه کال دوولس مياشتې ترې روانې وي دا اوبه په لويو لويو ګړنګو را تويېږي يوه زړه راښکونکې منظره جوړوي خلک ورته آوپران (آبپران) وايې، دوه لوی خاورين اودونه (د اوبو د زخيره کولو ځای ) چنګوالو ورته رغولي چې په لسګونه جرېبه ځمکه خړوبوي .
داکلی دوه درې برخې دی او شپږ جوماتونه پکې ودان دي خلک يې د پوهې تږي او وږي دي اتحاد نظر نورو کليو ته ښه دی
په دې کلي کې درې تاريخي کمرونه هم شته، يو يې اوږۍ کمر دی چې له دولتشې کلي سره په سرحد کې موقعيت لري .
بل يې ښوی کمر دی چې د کلي ماشومان اوس پرې د يخمالک لوبه کوي دا کمر له پخوانه د کلي په يوه نسبتا لوی ډاک کې په يوه ډډه پروت دی سر يې لږ هسک نيولی او لاندې برخه يې له ځمکې سره سمه ده په تندي يې له کلونو کلونو چې خلک ښويېدلي نو او س يې يوه برخه دومره ښويه ښکاري لکه دا کار چې چا د کومې وسيلې په مرسته لاسي کړی وي او ماشومانو ته يې د لوبو ښويک جوړ کړی وي .
د چنګې بل لوی کمر د ژړ کمر په نوم دی دا کمر غالبا څلوښت پنځوس متره جګ ولاړ دی، چې د چنګې له ښکلا سره پوره مرسته کوي ژېړ کمر د چنګې شمال خواته د پرتې دښتې را وتلې څنډه ده او د يوه دېوال غوندې جوړښت لري .
د چنګي تر ټولو ښه او لمر مخه ځايونه يا پېتاونه هديرو نيولي چې اوس پکې د کور جوړولو مناسب ځای پاتې ندی . مهم زيارت يې د ظاهر شهيد په نوم دی، ظاهر په نوې ځوانۍ چې مکمن د دولسو کالونو به و روسانو له الوتېکې وويشت او شهيد يې کړ.
د يادونې وړ ده چې د چنګې په نوم دوه کلي دي يوه يې بره چنګه بولي بله کوزه، خو تاسې يې بره يا لويه چنګه وپېژنده .
۱۳۹۳-۱۱-۲۰
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
لیکنه: محمد طارق الهام حسن البنادي چې د سېد جمال[...]
راپور: د هلمند مدني ټولنه د هلمند مدني ټولنې مسؤلين[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی