- ژباړه: شفیق امیرزی
-
ارنستو چګوارا د ۱۹۲۸ میلادي کال د جون په ۱۴ د آرژانتین په روساریو ښار کې زږېدلی دی. کورنۍ یې شتمنه وه مور یې د یوه شتمن سړي لور وه او پلار یې هم له یوې درنې او سترې کورنی څخه وو. له وړکتوبه یې د آرنست ناروغي لرله له همدې کبله یې مور څو کاله ښوونځي ته و نه لېږه خو په کور به یې درس ور ته وایه، وروسته چې ښوونځي ته لاړ نو په ښوونځي او نورو زدکړو کې یې تل د خپلو همځولو په منځ کې د مشر او رهبر رول لوباوه. کورنی یې کيڼ اړخي جمهوري غوښونکي وو نو له همدې کبله اړ و چې سیاسي فکر ولري او په سیاست کې د ښه فکر خاوند شو ځکه هر څه یې په خپله کورنۍ کې زده کړي وو.
چګوارا په ماشومتوب کې د ډېرو لیکوالانو کتابونه ولوستل نو د ده باور او فکر همدې کتابو ته راګرځي، د برتراند راسل (مینه او هېواد پالنه) د جک لندن ټولنیز کتابونه، د نیچه د مرګ په اړه او داسې نور کتابونه لوستل او مطالعه کول.
په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د طبي زدکړو لپاره بوینوس (Buenos) پوهنتون ته لاړ، د زدکړو په اوږدو کې یې پوره یو کال رخصت واخیست چې له خپل ملګري سره د لاتینې امریکا ټولو سیموته سفر وکړي خو د دوی موټرد سفر په پیل کې خراب شو دوی اړ شول چې پاتې سفر په پښو وکړي. دا سفر د ده لپاره ډېر ګټور وو ځکه د خپل هېواد د خلکو حالت یې په خپلو ستګر ولید ویې ليدل چې ولس یې څومره په خواری او بدمرغۍ کې ژوند کوي، د سفر خرڅه ورسره نه وه نو کار به یې کاوه له نږدې یې ولیدل چې د امریکا خلک څومره بې سواده او ناچاره دي،د دې ټولو بدمرغیو سبب یې د دیکتاتوری ظالم نظام په باله دا چې د مارکسیسم په اړه یې مطالعه لرله نو د ټولو بدمرغیو څخه یې دخلاصون لار په وسله وال انقلاب کې لیده.
د سفر په پای کې چګوار د یوې آزادې امریکا خیال پیدا کړ او هغه یې یوه بې مرزه او واحده قاره و بلله نو پاتې ژوند یې په همدې تصور را څرخېده د یوې واحدې او پر یوالي ولاړې امریکا چې تر خپل منځ مرزونه ونه لري پلوی وو.
د ۱۹۵۳ م کال د جون په ۷ بېا ګوارا ته سفر لاړ نورو هېوادونو ته لکه بولیوي، پرو، اکوادور، پاناما، کاستاریکا، نیکاراګوا، هندوراس، او السلوادور ته هم تللی دی، د ۱۹۵۳ م د دسامبر په میاشت کې ګواتیمالا ته ورسید دلته په ګواتیمالا کې ولسمشر جانکوب (Jacob Arbenz) د مځکنی اصلاح د پروګرام له لارې غوښتل چې لاتیفوندیایې نظام (latifundia system) له پښو ورغورځوي چګوارا په ګواتیمالا کې پاتې شو څو هغه څه چې دیوه رښتنې انقلابي لپاره اړین دي تر سره کړي.
په ګواتیمالا کې چګوارا له هیلدا ګادا اکوستا سره و پېژندل چې د پېرو تکړه اقتصاد پوه وو، هیلدا د امریکا د خلق ګوند( APRA (American Popular Revolutionary Alliance) د چپ اړخ سره ښې اړیکې لرلې، هغه چګوارا څو لوړ پوړو دولتي کسانو ته ور وپېژنده، د هغه تبعید شوو کسانو سره هم اړیکې و نیوې چې په دې ګوند پورې یې تړاو درلود لکه فیدل کاسترو او داسې نور.همدا اړیکې وې چې چه ګوارا د ( (che(چه) لقب خپل کړ چې په آرژانتني کې د ملګري په مانا ده.
(چه) په دې بریالی نه شو چې ښه ډاکټر شي، اقتصادي حالت یې ښه نه وو، د ۱۹۵۴م کال د می په ۱۵ د اسکوادور یو پیاده نظام ټولی چې په وسلو او نظامي تجهیزاتو سمبال وو د چکسلواکي کمونستي حکومت آربنز ته ولیږل چې د سي آی اې(CIA) په واسطه کودتا ته یې زور وباښه.
چه ګوارا ډېر لېواله وو چې د آربنز په پلوۍ او د هغه په ملاتړ و جنګېږي نو د همدې لپاره د کمونست ځوانانو یوې وړې ډلې سره یو ځای شو، خو ډېر ژر ستړی شو او خپل طبابت ته یې مخه کړه، د یوې توطېه په پایله کې(چه) بیا جګړې ته وغوښتل شو، خو دومره وخت نه وو تېر شوی چې آربنز د مکزیک په سفارت کې پناه واخیسته او له خپلو بهرنیو ملاتړو یې هم و غوښتل چې له هېواده ووځي څو اوونۍ هلته وو خو وروسته مکزیک ته ولاړ.
وروسته له دې چې سي آی اې د آربنز نظام ړنګ کړ چګوارا په دې باوري شو چې امریکا یو امپریالستي نظام دی او د هغو هیوادونو په وړاندې درېږي چې د پرمختګ هوډ کوي نو دا سبب نو ده د پرمختګ یوازینی لار دا لیده چې ولسله وال پاڅون وکړي او یو جمهوري دولت او خلک دې له هغې ملاتړ وکړي.
کوبا
ګوارا په د ۱۹۵۴ م کال د سپتامبر په لومړیو کې مکزیک ته ورسید او خپلې اړیکي یې له نیکو لوپز او پاتې هغه کسان سره چې د جون په ۲۶ تبعید شوي وو کلکې کړي. لوپز په ۱۹۵۵ م کې دی (رایول کاسترو) ته ور وپېژانده او رایول هغه خپل مشر ورور( فېدل کاسترو) ته ور وپېژانده فیدل کاسترو د هغه غورځنګ غړی وو چې د فولخنثیو باتیستا د نظام د راپرزولو هڅه یې کوله، (چه) له کاسترو سره تر اوږدو خبرو وروسته د غورځنګ غړیتوب و مانه.
چه ګوارا د غورځنګ د ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله، هغه په ټولو نظامي تمرینونو او مانورونو کې برخه اخیسته تر هغې چې (پارتیزان) شو.
د کاسترو د لومړني انقلابي عملیات د یوه زاړه(رزمناو) چې نیا (Granma) یې نوم وو د ۱۹۵۶ م کال د نوامبر په ۲۵ له مکزیک نه د کوبا په لوري د نیا په مشری پر مخ لاړل، خو له لږ پرمختګ وروسته د باتیستا د عسکرو لخوا په دوی حمله وشوه چې له ۸۲ یې ډیری مړه شول څوک و نیول شول یوازې ۲۲ تنو وکړی شوی چې و تښتي په خپله چه ګوار لیکلي دي (همداې خونړی جګړه وه چې ما مې طبې شیان ګوښې ته کېښودل او د جګړې لپاره مې د یوه مړه سرتېري له تنه وسله خلاصه کړه) همدې له ډاکټر په یوه عسکر بدل کړ.
هغه کسان چې ژوندي پاتې شول د یوې شنل شوې ډلې په توګه د سییرا مایسترا (Sierra Maestra) غرونو په غارو کې میشت شول، چې د فرانک پایس(Frank Pais) چرکي ډلې او سمه یزو خلکو لخوا یې ملاتړ کېده، دا چې دې ډلې یادو غرو ته شاتګ وکړ دا سوال پیدا شو چې کاسترو مړ دی که ژوندی؟ تر دې چې د ۱۹۵۷ م کال په لومړیو کې نیویارک ټایمز د ده او چریکي ډلې عکس او مرکه خپاره کړل، په لومړي وخت کې مرکې ته نه وو تیار خو ورسته په خپل انقلاب کې د رسنیو په ارزښت پوه شو په غرونو کې اوسیدنه، سختۍ او دسلاح او خوړو نشتون د دې سبب شوې چې چه ګوارا هغه د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې شپې وبولي.
کاسترو چه ګوارا د دوهمې ډلې د مشر په توګه و ټاکه، په لومړني غبرګون کې چه ګورارد بیکیتو (Bueuycito) پر پادګانو حمله د نقشې سره سم پرمخګ و نه شو کړی، کسان یې په خپل وخت حاظر نه شول نو ده هم په یوازې توګه حمله وکړه چه ګوارا غوښتل چې د دښمن یو تن ساتونکی و نیسي خو هغه و تښتېد نو ده هم ورپسې ډزې وکړې خو ټوپک یې له کاره ولوېد، په باراني هوا کې د دښمن له مرمیو د خپلو ملګریو په لور و تښتېد، کسانو یې هم د ډزو په اورېدو پادګان تر اور لاندې ونېول، وړاندې تر دې چې چه ګوارا خپل ټوپک جوړ کړي پادګان د ده کسانو ته تسلیم شول.
کله چې چه ګوارا په خپلو نظامي کړنلارو بیا کتنه وکړه، د روزنې لپاره یې ډیره سخته درېزه رویه خپله کړه، هغه کسان چې له ډلې تښتېدل خاین بلل کېدل، چه ګوارا د دوی وژلو ته کسان ګمارل چې د همدې تاوتريخوالي او سختۍ په پایله کې دوی ټول ډاریدل د خپلې ډلې هر اړخیز اطاعت یې کاوه.
ګوارا د خپلې ډلې لپاره په ۱۹۵۸ کال کې د (Radio Rebelde) په نامه د رادیو بنسټ کېښود چې له پټ ځایه یې خپرونې کولې، دوی د دې رادیو په وسیله د کیوبا خلکو ته خپلې خبرې او اعلاميې رسولې او له هغو کسانو سره چې د ډلې ګډون یې غوښت اړیکې د همدې لارې ټېنګولې، د رادیو اصلي مفکوره چه ګوارا د سي آی اې له رادیو اخیستې وه چې د آربنز دولت په وړاندې یې په ګواتیمالا کې خپرونې کولې.
د ۱۹۵۸ کال د جون په میاشت کې ګوارا خپل بنسټېز رول د Las Mercedes په جګړه کې تر سره کړ ۱۵۰۰ داسې کسان یې ووژل چې د غورځنګ د له منځه وړلو او د کاسترو د وژلو هوډ یې درلود وروسته امریکایي مشر لري باکمن (Larry Bockman) دا عملیات تحلیل کړل او هغه یې عالي او بې جوړې (brilliant) و بلل.
کله چې جګړه اوږده شوه ګوارا د یوې بلې ډلې مشري هم واخیسته او هغه یې د هېواد غربي برخو ته ولېږله، چې د ټاکل شوي وعدې له مخې یې وروستی حمله په هاوانا وکړه، د ۱۹۵۸ کال په دسامبر کې ګوارا خپلې ډلې ته امر وکړ چې په سانتا کلارا (Santa Clara) برېد وکړ، دې حملې د انقلابیانو د بری قاطع کړ. (Radio Rebelde) رادیو دا اعلان وکړ چې د ګوارا ډلې سانتا کلارا(Santa Clara) د نوي کال په شپه په بریالیتوب خپل کړ دا خبر یې هم خپور کړ چې چه ګوارا هم ژوندی دی په جګړه کې نړیوالو رسنیو دا خبر خپور کړی وو چې چه ګوارا په جګړه کې وژل شوی دی،کله چې باتیستا د خپلو جنرالانو له خبرو د ګوارا سره خبر شو نو د ۱۹۵۹م کال په لومړیو کې له کوبا و تښتېد.
د (۱۹۵۹) کال په لومړی ورځ کاسترو او ملګري یې په جګړه ې بریالي شول او د ننی کوبا بنسټ یې کېښود. ګوارا د فېدل کاسترو د غورځنګ غړی وو چې په ۱۹۵۹م کال کې بري ته ورسيد. چه ګوارا په ډېر مهمو څوکیو کې دنده تر سره کړې ده له هغې ډلې؛ سفیر، د مرکزي بانک ريس، د صنایو وزیر او داسې نورې دولتي دندې یې سر ته رسولې دي، وروسته له هغې یې په نورو هېوادونو کې د انقلاب د ماتولو په نیت کوبا پرېښوده، او غوښتل یې چې نور هیوادونه هم آزاد شي، لومړی به ۱۹۶۱م کې د کنګو دیمکراتیک جمهوري دولت ته لاړ او وروسته بولیوي ته لاړ.
کنګو
چه ګوارا په ۱۹۶۵م کال دخپل عمر په (۳۷) کلنۍ کې دیوه خطرناک تصیم نه وروسته د افریقا لوديځ ته سفر وکړ موخه یې د خپلو تجربو شریکول له هغو کسانو سره وو چې په کنګو کې یې د آزادۍ هڅې کولې؛ چه ګوارا د الجزایر مشر احمد بن بلا ته په کتو په دې باور وو چې افریقا د یوه ضعیف امپریالستي نظام په درلودو د یوه لوی انقلاب وړتیا لري. د مصر ولسمشر جمال ناصر د ګوارا سره په ۱۹۵۹م کې ولیدل له هغه سره یې د ورورۍ په شان اړېکې درلودې.
جمال ناصر د ګوارا پلان د کنګو د جګړې په اړه ناکام وباله او ده ته یې دا سپارښتنه وکړه چې خپله څېره د افریقايي تارزن په بڼه مه اړوه په دې جګړه کې به ماتې وخورې خو له دومره لارښوونو سره ګوارا د کوبان لارښوود وو چې تر شا یې د سیمبایي تحریک ملاتړ وو ده دا لارښوونه په داسې وخت کې کوله چې کنګو بهراني حالت لاره.
د لودېځې افریقا مزدور سرتېري چې مشر یې هوارا و د کنګو د پوځ سره کار کولو؛ د ګوارا د پلانونو د ماتولو په لټه کې وو، دوی کولی شوی چې د چه ګوارا اړيکې وویني او د ده په اړیکو کې خنډ پیدا کړي، ګوارا دا هڅه کوله چې خپل شتون په دې سیمه کې پټ کړي خو له دې سره امریکا د ده له کړنو خبره وه، او د هند په اوبو کې یې د اس ان اس والذر دستګا په واسطه د هغو څېزونو له خپریدو مخنیوی کاوه چې ګوارا به خپرول او وخت په وخت به یې د ده له کړنو ځان خبراوه.
ګوارا غوښتل د کوبایانو تجربه د سیمیزو سیمبا جنګیالیو په واسطه د مارکسیست او فوکو نظریو ته ننباسي.
وژنه
د ۱۹۶۷م کال د اکتبر په لومړیو کې چه ګوارا په بولیوي کې د سي آی اې لخوا په مخکې پلان شوو عملیاتو کې ونیول شو، ځنې خلک په دې باور دې چې سي آی آې دا غوره و بلله چې د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره ګوارا ژوندی وساتي خو دی (وایه ګراند) ته نږدې د (لا ايګرا) په یوه کلیوال ښوونځي چې (سانتا کروز دلاسیه را) نومېده د (بارریه نتوس) نظامي ديکتاتور په امر ووژل شو.
د ۱۹۶۷م کال د اکتر د میاشتي په ۸ سهار لا اېګه را( یو کوچنی کلی دی د بولیوي په ښار کې آند غرونو ته نږدې) چه ګوارا د خپلې چريکې ډلې له څو نورو کسانو سره د بولیوي پوځ محاصر کړل چې د سي آی آې مامورینو او امریکایي نظامیانو یې ملګرتیا کوله، هغه کسان چې له ده سره وو(اینتي) او ( کوکو پردو) بولیویایان (توماییني) د کوبا وګړی او ځنې کسان په مستعار نامه وو لکه (هولیو پابلو آنیستو) او نور چې څو ورځې وروسته چه ګوارا د بولیایي سرباز ماریو تران په ډزو ووژل شو.
فیدل کاسترو وايي:
په ژوند کې دوو پېښو ډېر وځورولم، یو مې د مور مړينه اوبل د چه ګوارا د مرګ خبر.
چه ګوارا له مرګه وروسته د نظامي تیورسن، متخصص او د سوسیالستي انقلاب اتل د نړی په ګوټ ګوټ کې و پېژندل شو آلیدا د چه ګوارا لور وايي چې پلار یې یو کمونست وو.
د مړي پیدا کېدل
دا چې چه ګوارا چېرته خښ وو کلونه نه وو مالوم تر څو چې به ۱۹۹۵م کې یوه بولیویایي جنرال چې د ده د نیولو په وخت کې حاظر وو دا ځای وښوود، د مړینې ځای ته یې نږدې یوه هوايي ډګر ته څېرمه یې خښ کړی و، چه ګوارا په ۱۹۹۷م کې کوبا ته و لېږدول شو او په سانتاکلارا کې خاورو ته وسپارل شو او د ده په ویاړ یې یو څلی جوړ کړ. ماریو تران هغه کس چې چه ګوارا یې وژلی وو په ۲۰۰۶م کال کې د یوې ناروغۍ له امله مړ شو.
پاتې یادونه:
په بولیویي کې په هغه ځای کې چې دی وژل شوی د ده مجسمه جوړه شوې ده او هغه مکتب چې دی هلته ووژل شو اوس په یوزه موزیم بدل شوی دی په دیوالونو یې د چه ګوارا مجسمې هک کړې دي.
د ده له وژلو نه څلوېښت کاله وروسته چه ګوارا، د ده ژوند او کړه وړه اوس هم د تودو بحثو په بڼه ادامه لري. د آزادی ډېری مخکښان له هغې ډلې نلسون منديلا چه ګوارا یو اتل بولي او وایي چې چه ګوارا د ټولو آزادي غوښتونکو لپاره د یوه الهام ارزښت لري ژان پل سارتر هغه هم یو روښانفکره سړی باله او هم یې د خپل وخت تر ټولو کامل انسان.
چه ګوارا د کیوبایانو لپاره د یوه ملي قهرمان حیثیت لري له ده سره ډېره مینه لري او دده انځور د کیوبا سیکو ته ښکلا ورکړې ده او د ښوونځیو زدکوونکي هره خپله هر ورځ په کلیمو پیلوي چې موږ به ((لکه څوک داسې شو؟)) دا هغه ترانه ده چې آستا سیمپره د ده په ویاړ جوړه کړې ده دا تر ټولو خوږه ترانه ده چې په څو ژبو ژباړل شوې ده. د هغه اصلي ټاټوبی آرژانتین دی دلته په مکتبونو او تاریخونو کې زدکوونکي د ده نوم حافظو ته سپاري د ده په ویاړ ډېر موزیمونه او مجسمې جوړې شوې دي په ۲۰۰۸م کال کې د ده یوه برنزي مجسمه جوړه شوه چې ده د زږېدو په ښار روزاریو کې نصب شوې ده سره له دې چه ګوارا په بولیویا کې د یوه مقدس انسان حیثیت لري او ده ته ډېر درناوی لري.
د چه ګوارا څو خبرې
چه ګوارا سره له دې چې یو جګړمار او آزرادي غوښتونکی اتل وو ښه لیکوال هم وو هغه په ځوانی کې له کوره ووت په امریکا را تاو شو خپل خلک یې وپېژندل ده به خپل نظرونه د خپل ولس په اړه لیکل له کومې پېښې سره به چې مخ شو هغه به یې له ځان سره خوندي کول همداسې یې ډېر داسې لیکونه چې خپلو ملګرو اوخپلوانو ته لېږلي دي لاس ته راغلي دي.
• په سوسیالیستي اقتصاد پرته له مارکسیستي اخلاقو باور نه لرم
• دنیا ته د دې لپاره نه یم راغلی چې په په زړښت کې مړ شم
• که ته د هرې بې عدالتی او ظلم په وړاندې د غصې نه په لړزه کېږي نو پوه شه چې زما ملګری یې.
• په دې پوهېږم کله چې یوه حاکمه لویه روح ټول بشریت په دوو ډلو وویشي زه به د عادي کسانو تر څنګ وم.
• د یوه انسان رسالت آزادۍ ته د رسیدو لپاره یوازې په صف کې درېدل نه دي بلکې د صفونو ورانول دي.
• هر څه چې له لاسه وځې پرېږده یې، هغه څه غواړو چې به زاریو نه وي لړلي که ژوند هم وي.
• خوښي یوازینی انتقام دی چې له ژونده یې اخیستی شو.
You also might be interested in
ليکنه: شریف الله دوست(سرواني) د زابل يازاول دنامه وجه: د[...]
لیکنه: عطا محمد میاخېل آریوب د لرغونو آریایانو د اوسېدو[...]
لیکنه: عطاءالله خان حیران ستراتیژیک دښمن له ستراتیژیکو دسیسو او[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی