لیکوال: ضربت ساد رستم خیل
ښځې ډوډۍ پخوله، یو دم یې خیټې ته لاس ونیوه. له زګيروي سره يې چغه کړه:
خدايه، مړه شوم.
میړه یې ښه وه په همدې ورځ کار ورته نه وپیدا شوي کور ته وختي راغلی وه. ښځه یې روغتون ته یووړه. شېبه وروسته نرسه راغله، له خندا يې خوله نه سره ټولېده، د ښځې خاوند ته يې وويل:
مبارک، خدای يو ښايسته زوی درکړ.
سړي جيب ته لاس کړ، خو دنصوارو له قوطي پرته يې بل څه ونه موندل، نرسه يوه شېبه ولاړه وه، خو کله چې د زيرې د پيسو له ورکولو نهيلي شوه، تندی يې تريو شو او په خپله مخه لاړه.
پلار په نوي زېږېدلي زوی د احمد نوم کېښود. وخت ووت، احمد پنځه کلن شو پلار یې د کلي ښوونځي کې داخله ورته واخیسته چې د مهاجرو لپاره جوړ شوی وه. ځکه چې د پاکستان په دولتی ښوونځي کې یې ورته اجازه نه ورکوله. احمد ښه و، له درسونوسره يې ډيره مینه درلوده، په نهم ټولګې يې یو بل افغان ملګری پیدا کړ چې ښوونځي ته نوی راغلی و. اکرام الله نومیده. اکرام د احمد دوی ګاونډی هم شو. په ګډه به دواړه ښوونځي ته سهار تلل او غرمه به په يوځای بیرته کورته راتلل. یو ورځ اکرام احمد ته بلنه ورکړه چې راځه نن غرمه له مونږ سره تیره کړه. احمد له ډیره فکره د (صحی ده!)ځواب ورکړ. کور ته دننه شول، اکرام خپلې مورته نارې کړې مورې مورې!دا وګوره چې نن ما سره څوک راغلی دی. مور یې راغله، اکرام خپل ملګری وروپیژانده. موریې احمد په سر ښکل کړ اوویې ویل چې الله مو ملګرتیا تر ډيره لره. اکرام مور ته وویل موریې مونږ ته ډوډۍ سره شمړلې هم راوړه چې نن ډیره ګرمي ده.
مور يې وويل:
ښه ځویه نیلم خور دې له ښوونځي راشي نو ډوډي درته راوړم. له دې سره د دروازي کړپ شو چې نیلم راننوتله. اکرام ور ناری کړلی نیلم دلته راشه! دا احمد ده زما هغه ملګری چې ما به دده په باره کې تاسو ته کیسې کولې. ښه ستړی مشي احمدا! هغه هم په سر خوزولو ځواب ورکړ چې مننه خیرویسې. احمد مسکی شو. اکرام نیلم ته وویل خورجانې ورشه له مور سره مرسته وکړه چې ډوډې تیاره کړي. خو اول مونږ ته یو جام اوبه راوړه.
خور يې وويل: ښه ده ورور جانه!
احمد چې کورته راغی ډیر خوشحاله ښکاریده.
اکرام او دې احمد ملګرتیا په کورني تګ راتګ بدله شوه. دواړه له پوهنتونه خلاص شول. دواړو ماسټري ته ازموینه ورکړه او دواړه بریالي شول. اکرام د مالي ستونزو له امله وطن ته ستون شو. او هلته يې وظيفه پیدا کړه.نیلم هم ښوونځی پای ته ورساوه. خو پوهنتون ته يې کورنۍ اجازه ورنه کړه. احمد به هم دې اکرام دوې کور ته کله کله ور چکر کیده. احمد د خپلې ماسترۍ په وروستي کال د درس تر څنګ په يوه بانک کې کار وموند، په دې کال د نیلم دوې کډه هم کابل ته روانه شوه. خو احمد خوشحاله نه و، داسې فکر یې کاوه لکه له زړه نه یې چې اوښکې څاڅي. احمد د ماسټرۍ دوره هم پای ته ورسوله. یو ورځ یې مور په خندا ورته وویل چې زویه اوس خو دې ماسټري هم پای ته ورسیده ، اوس مونږ ته هغه کور را په ګوته کړه چې د کوژدې له پاره ورشو.
احمد مسکی شو ويې ویل چې هغه کور اوس دلته نشته. ! زه سبا کابل ته ځم چې دنده پیدا کړم بیا به ګورو. احمد په کابل کې دنده پیدا کړله او د اکرام دې کور یې هم پیدا کړ. اکرام سره میلمه شو. د اکرام دې مور هم ډیره خوشحاله شوه چې احمد یې یو کال ورسته په خپل هیواد کې ولید.نیلم یې هم ولیده په زړه کې یې ماشاالله وویل.
یو کال لا تیر نه و چې احمد په کابل کې خپل کور واخسیت او له پاکستان نه ټول خپل وطن ته راغلل. مور یې احمد ته وویل چې هغې انجلۍ کور اوس راښېه چې مونږ یې درته وغواړو. احمد سترګې پتې کړلې او و يې ویل چې نیلم مې خوښه ده.
آّه نیلم!
هو مورې، نیلم مې له پخوا نه خوښه ده. زه له نيلم پرته بل څوک نه غواړم. مور يې خپل خاوند خبر کړ، هغه هم وويل چې اکرام دو ی خو بد خلک نه دې او له مونږ سره په پیښور کې شپږ اوه کاله ګاونډيان و.
پلار يې په سبا د اکرام دوی کور ته ورغی او د اکرام له پلار سره يې د دوستي خبره شريکه کړه، خو د اکرام د پلار خوښه نه شوه. په دې کې دوه کاله ووتل چې دي نیلم پلار په حق ورسیده. دا خبره تر ډیره وخته غلې پاتې شوه. احمد ته يې پلار څو څو ځله وویل چې راځه له دې انجلۍ تیر شه. خو احمد دا خبره نه منله.
څو ځلي بیا د احمد پلار د نیلم دوی کورته ورغی، خو دې نیلم ورونو دا خبر ور سره نه منله. وخت ووت، د احمد پلار به کله کله د دوستي په نيت د اکرام کور ته ورتلل، له پنځو کلونو وروسته د نيلم کورنۍ راضي شوه او د احمد پلار ته يې دسمال ورکړ. احمد خوشاله و، په لنډ وخت کې يې کوژده تياره شوه، د کوژدې مراسم په هوټل کې نيول شوي وو، د دواړو کورنيو خپل خپلوان په هوټل کې سره راټول شول، نيلم همراغلې وه، احمد به يو ناڅاپه وخندل، ده خپله مينه تر لاسه کړې وه.
شپې تر ناوخته پور ې په ګډه تېره شوه، کله چې داحمد دوی کورنۍ بېرته کورته تلل، نو په لاره کې د احمدمور په ټوکه خپل زوی ته وويل:
_ احمده! زه ان د هغه مهاجرت له وخته پوهېدم چې دا نجلۍ دې خوښه ده
احمد وخندل، د موټر راډيو يې روښانه کړه، نطاق وويل:
تازه خبر! همدا اوس د پلجرخي په سيمه کې د ملي اردو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی، دا بريد له نظامي تلفاتو سره ملکي تلفات هم لري، خو تر اوسه دقيق معلومات نشته، نور جزيات به وروسته درته ووايو.
د احمد رنګ والوت، د راډيو غږ يې ټيټ کړ، موټر يې څنډې ته ودراوه، په مبايل کې يې د اکرم نومره پيدا کړه، مبايل يې غوږ ته ونيو، زنګ ورغی ، خو تليفون ته يې ځواب نه وايه.
احمد بيا د تليفون پر شنه بټن ګوته کېښوده، اکرام ته یې زنګ وه واهه. خو اکرام پس له ډيره وخته ټلیفون واخیست. په تليفون کې چيغې او شورماشور و، د اکرام غږ یې صحي کړ چې نارې يې وهلي نیلم چیرته ده. له ليرې د يوه بل چا وارخطا غږ راغی:
هغه بستره راوړې چې د ناوې نیم بدن په کې پورته کړو.
د احمد له خولې یوه زوروره چيغه راووته او د موټر پر شترنګ ور ړنګ شو.
پای
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.