ډالر د نړۍ پیسه ده؛ له امریکې خپره شوه، په اروپا یې د تسخیر دوره تېره کړه، او اسیا یې لا هم د زور تر وزر لاندې ده. یاد پولي واحد په څه باندې ۳۳ هیوادونو کې رسمیت لري چې د کلونو کلونو لپاره یې په نړیواله سوداګرۍ، بازارونو او اقتصادي راکړو، ورکړو سلطنت روان دی. د امریکې کنګرې چې هغه مهال یواځې یو مجلس و په کال ۱۷۸۵ ز کې د رایو په اکثریت ډالر د هغه هیواد پولي واحد وټاکه.
د امریکې له خپلواکۍ څخه پخوا د انګلستان پیسو (لېرې) د شمالي امریکې په ۱۳ انګلیس میشتو سیمو کې رواج درلود. د خپلواکۍ په کلونو کې امریکایانو د اسپانیې نقره یي سکې چې (ډالر) نومیدې او د اسپانیې په مکزیک کې مروجې وې په خپلو راکړو ورکړو کې د پولي واحد په ډول رایج کړې؛ همدا علت و چې په خپل پولي واحد یې هم د ډالر نوم کیښود.
د ډالرو نښان $ هم د اسپانوي پولي واحد څه اخیستل شوی؛ اسپانویانو خپل پولي واحد ته P سمبول ټاکلی و چې په شمالي امریکه کې یې د وخت په تیریدو د $ بڼه خپله کړه.
د اسټرالیا، کاناډا او ځنو نورو هیوادونو پولي واحدونه هم ډالر نومیږي چې په تبادلوي ارزښت کې سره توپير لري او ځنې نور هیوادونه لکه اکوادور، السالوادور او پاناما بیا همدا د امریکې ډالر د خپلو ملي پیسو په بڼه کاروي.
په امریکا کې د پیسو لپاره یوه مستقله دولتي اداره شتون لري چې په بانکي سیستم او فدرالي زیرمو حکومت کوي؛ د ډالرو کنترول یې په لاس کې دی او د هیواد مالي او پولي سیاستونه لکه د پیسو د ارزښت ثبات او ټاکنه یې د عمده چارو له ډلې دي. امریکا د نورو هیوادو پرخلاف، ۱۲ مرکزي بانکونه لري.
د وروستیو څو لسیزو په نړیوالو بازارونو کې د نفت او سروزرو په ګډون د مهمو توکو د محاسبې لپاره ډالر واحد ګرځیدلی؛ حتی داسې هیوادونه هم شته چې د امریکې سره هیڅ ډول اقتصادي تړاو نه لري، مګر بیا هم خپل محصولات نړیوالو مارکیټونو ته په ډالرو وړاندې کوي.
د یورو (اروپایي پولي واحد) پيدایښت او ودې د ډالرو مقایسوي ارزښت د پخوا په نسبت راښکته کړی چې په پایله کې یې د ځنو هیوادونو پولي زیرمې هم راکمې شوې دي. په دریو کې د دوو څخه ډیر چاپ شوي ډالر د امریکې څخه بهر په نورو مارکیټونو کې د راکړې ورکړې لپاره په ګردش کې دي.
د ځنو اقتصادپوهانو په اند که چیرې عربي هیوادونه چې د نفتو لویې زیرمې یې په واک کې دي، د نفتو د خرڅون څخه ترلاسه کیدونکې ډالر بیرته په امریکا کې پس انداز نه کړي، د امریکې اقتصادي وضعیت به د ګواښ سره مخ شي او همدا علت دی چې امریکا همیش په یاده سیمه کې د خپل سیاسي او نظامي نفوذ لپاره کار کوي؛ نه پریږدي چې د ډالرو نړیوال ارزښت ته دې صدمه ورسیږي او یا دې ددوی اقتصاد د کوم احتمالي خطر سره مخ شي.
هغه کرنسي چې په نړیواله سطحه د هیوادونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې استعمال ولري، نړیواله کرنسي نومیږي. ښې بېلګې یې امریکایي ډالر، اروپايي یورو او ین دي، چې د ډالرو برخه پکې د نورو په نسبت پراخه ده. په نړۍ کې ۱۸۵ ډوله اسعار چلند لري.
هغه مهال چې دوهمه نړیواله جګړه پای ته نېږدې کیدونکې وه، په کال ۱۹۴۴ ز کې د امریکې او انګلستان په ګډون د نورو۴۲ هیوادونو ۷۳۰ تنو استازو د امریکې د نوي هامپشایر (New Hampshire) ایالت په بریټن ووډز کې د نړیوالې جګړې له ختمیدو وروسته د نړیوال پولي نظام په اړه د پریکړې لپاره راټول شول؛ یاد کنفرانس د بریټن ووډز (Bretton Woods Conference)په نامه یادیږي. د ناستې په وروستۍ ورځ یې ګډونوالو د دوو مهمو ادارو په رامنځته کولو سلا وکړه، چې یوه یې د پیسو نړیوال صندوق IMF ( International Monetary Fund) او بل یې د بیارغونې او پراختیا نړیوال بانک IBRD ( International Bank for Reconstruction and Development) دی چې اوس په نړیوال بانک شهرت لري.
د پیسو نړیوال صندوق یا IMF د غړو هیوادونو له ورکړ شو پیسو څخه رامنځته شو چې موخه یې له غړو هغو هیوادونو سره مالي مرستې وې، چې د خپلو پورونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخ کیږي.
د نړیوال بانک دنده بیا د غړو هیوادونو سره د دوي د سترو پرمختیایي پروژو د تمویل په برخه کې مرسته کول دي.
جان مینارد کینز چې په یاد کنفرانس کې يې د برتانوي استازو مشري کوله، ګډونوالو ته وړاندیز وکړ چې د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا لپاره دې په یوه داسې پیسه هوکړه وشي چې په ټوله نړۍ کې د چلند وړ وي. د هغه موخه خپل پونډ و. خو دا چې دوهمې نړیوالې جګړې د بریتانیې اقتصاد ځپلی و، نو کینز ونشو کړی ګډونوال د پونډ منلو ته قانع کړي.
د کینز وړاندیز او بیا د پونډو رد کیدو، امریکا ته میدان خوشی کړ. امریکې د خپل صنعتي ځواک، طبیعي سرچینو او بانکي (سرو زرو) زیرمو له برکته خپل ډالر په ګډونوالو د نړیوال پولي واحد په ډول ومانه.
د بریټن ووډز د کنفرانس له مهمو پریکړو څخه یوه دا هم وه چې ډالر یې د سرو زرو د تبادلې ستنډرډ وټاکه؛ یو اونس سره زر د ۳۵ امریکايي ډالرو معادل وګرځېدل.
د یاد کنفرانس د پریکړو په اساس امریکا اړ وه چې د ډالرو ارزښت په همدې ټوګه ټاکلی او ثابت وساتي او په بدل کې یې پرته له کوم ټاکلي محدودیت، د سرو زرو په مقابل کې د ډالرو د پير او پلور صلاحیت ترلاسه کړ. د شلمې پیړۍ تر اویایمو کلونو پورې د همدې کنفرانس د ژمنو په اساس هر هیواد د خپلو چاپيدونکو نوټونو تر شا د هغه معادل سره زر ذخیره کول.
که د کوم هیواد مرکزي بانک غوښتل چې نوټونه چاپ کړي، نو په هماغه اندازه یې باید د خپلو سرو زرو ذخیرې زیاتې کړې وای، دا کار تر کال ۱۹۷۰ ز پورې د کنفرانس ټولو ګډونوالو هیوادونو په پام کې نیوه، چې تر ډيره یې د انفلاسیون د خطراتو څخه د ملتونو د ساتنې په برخه کې مهم رول هم ولوباوه؛ مګر امریکې په کال ۱۹۷۱ کې د کنفرانس د پریکړو برخلاف ۱۴ میلیارده ډالر چې تر شا یې هیڅ ذخیره نه وه موجوده، چاپ او مارکیټ ته وړاندې کړل.
ددې سرغړونې اساسي علت په مارکیټ کې د ډالرو د عرضې په نسبت د هغو د تقاضا ډيرښت و چې امریکې یې باید د ثبات لپاره کار کړی وای، مګر دا د هغوی له توانه پورته وه چې د هرو ۳۵ ډالرو تر شا دې یو اونس (OUNCE)سره زر ذخیره ولري. د وارسا ماتې د ډالرو تقاضا نوره هم لوړه کړه. ۱۹۹۲ کال په ځنو هیوادونو لکه هندوستان کې د نوې سوداګریزې کړنلارې د معرفت او روسیه کې د ډالرو پرمخ د دروازې د پرانیستې کال و چې د ډالرو د غوښتنې بازار یې لا پسې ګرم کړ.
خو د وروستیو کلونو اقتصادي بحرانونو نړیوال او په ځانګړي ډول امریکا ضد هیوادونه اندیښمن کړي، له یوې خوا امریکا د ډالرو د لوړ اعتبار څخه په استفادې پرته له کومې مشخصې طلايي حمایې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډالر چاپوي، او له بلې خوا په موجود اقتصادي وضعیت کې د ډیرو هیوادونو لپاره د بلې بدیلې کرنسۍ نه شتون ددې سبب ګرځي چې د امریکې پرنجې دی دوی زکام کړي . اوس هیوادونه هڅه کوي چې په ډالرو خپله تکیه کمه کړي او نړۍ ته وروښيي چې د ډالرو تر شا هیڅ کومه حمایوي ذخیره نشته. امریکا یواځې د ډالرو د چاپ مصرف پریکوي او بس!
نور بیا…