ژباړه: حمیدالله حمیدي
ډالۍ هغه نه ده چې یوازې د اختر یا هم د خوښیو په نورو ورځو کې ورکول کېږي؛ ډالۍ د دې لپاره هم نه ورکول کېږي چې مقابل کس حیران او خوشاله شي؛ بلکې ډالۍ د دې لپاره ورکول کېږي چې تاسو له مقابل کس سره څومره مینه لرئ، قدرداني یې کوئ او مننه ترې کوئ، هغه هم په داسې ډول چې مقابل کس یې له تاسو انتظار ونه لري. که وکولای شو د ډالۍ په ورکولو سره د خپل زړه نیت مقابل کس ته ور انتقال کړو، په اصل کې به مو د مقابل کس زړه هم لاسته راوړی وي، دا مهه نه ده چې ډالۍ څومره ارزښت لري.
په ټوله کې هر څوک له ډالۍ ورکولو او ډالۍ اخیستو ځانګړې خاطرې لري. په زړه پورې او جالبه خبره ده تر څو پوه شو چې ځیني وخت ډالۍ ورکول له ځان سره منفي خو ډېرې مثبتې پایلې هم لري، لکه غوسه، تحقیر، بې احترامي، د خوښۍ احساس، غرور، احترام او له ډالۍ ورکوونکي سره د زړه نږدې والی.
ډالۍ ورکوونکی له هغه وخته چې ډالۍ پېري بیا تر هغه چې ډالۍ ورکوونکي ته یې سپاري، تر یو ډول فشار لاندې وي، دوی له ځان سره فکر کوي چې ایا دا ډالۍ به د مقابل کس د خوښې وړ وګرځي که نه؟ ایا زما ډالۍ به غوره وي او که د نورو؟
کله چې ډالۍ ترلاسه کوئ، ښه خبره دا ده چې په پوره احترام، مننې مینې او احترام سره یې قبوله کړئ، کېدای شي در کېدونکې ډالۍ مو په درد ونه خوري، خو ښه به دا وي چې تاسو د ډالۍ ورکوونکي زړه مات نه کړئ او له ډالۍ یې د زړه له کومې مننه وکړئ.
کله چې ډالۍ ورکوئ باید پوه شئ چې:
۱- هغه چا ته چې ډالۍ اخلئ، که مخکې یې په اړه نظر او خوښه واخلئ، ښه خبره ده ځکه په پوره ډاډ سره به مو ډالۍ اخیستې وي.
۲- که نه شئ کولای د مقابل کس نظر واخلئ چې کوم څه یې د خوښې وړ دي او یا غواړئ مقابل کس متعجب کړئ، د هغوی لپاره مو قيمتي ډالۍ په نظر کې نیولې وي، داسې ډالۍ ورته واخلئ چې له لوړې بیې سره سره د بېلګې په توګه جامې وي، پر ځان جوړې نه وي، بدلې یې کړای شئ او یا یې و پلورئ. دغه راز کولای شئ، په کومه اندازه پیسې مو چې د ډالۍ د اخیستو لپاره ورته په پام کې نیولې دي، په ښایسته بڼه یې جوړې کړئ او وپوښئ او بیا یې ډالئ کړئ. په دې کار سره به مو هغه چا ته د خپلې خوښې د وړ شي د اخیستو زیات چانس ورکړی وي چې ډالۍ ورکوئ.
۳- له ډالۍ اخیستو مخکې د مقابل کس خوښه او ذوق په پام کې ونیسئ، داسې څه ورته ډالۍ کړئ چې هم هغوی خوشاله شي او هم تاسو له ډالۍ ورکولو خوند واخلئ.
۴- د ډالۍ بسته بندي ډېره اړینه ده؛ ډېری کسان خپله ډالۍ په پوره شوق او ذوق سره بسته بندي کوي چې له اصلي ډالۍ څخه یې مقابل کس پر ښایسته پوښ ډېر خوښېږي.
۵- تر ټولو غوره او مهم ټکی په ډالۍ ورکولو کې دا دی چې که مقابل کس موږ ته هم ډالۍ راکوي، نو زموږ ډالۍ د دې سبب نه شي چې د هغه له وسه پورته خبره وي. د بېلګې په توګه، که موږ خپل دوست یا ملګري ته یوه قیمتي ډالۍ په پام کې نیولې وي، خو مقابل کس بیا د داسې ډالۍ اخیستو توان نه لري، نو که چېرې له دغه ډول حالت سره مخ کېږئ، ښه خبره دا ده چې د مقابل کس له توان سره سمه ډالۍ ورته په پام کې ونیسئ تر څو دوی هم په اسانۍ وکولای شي له خپل وس سره سم تاسو ته هم ډالۍ تیاره کړي، نه داسې چې د مقابل کس د یوې میاشتې تنخوا ستاسو پر یوې ډالۍ مصرف شي.
کله چې په یوه غونډه او یا هم یوه محفل کې ډالۍ ترلاسه کوئ، ښه ده چې ډالۍ له ځان سره وساتئ. له هر یوه څخه ځانګړې مننه وکړئ؛ ځکه که تاسو په ټول مجلس کې ډالۍ وسپړئ، کېدای شي دلته د ډالیو د پرتلې خبره مطرح شي او ځیني کسان په خپله ډالۍ ورکولو پښېمانه او یا هم د خپګان او بې وسئ احساس وکړي.