جاوید حبیبي د وردګو ولایت، د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي په دره کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. لومړنۍ او منځنۍ زدکړې ېې د یاد ولایت د امام ابوحنیفه په عالي لیسه کې کړي. لوړې زدکړې یې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د کابل د طبي پوهنتون په معالجوي طب کې پای ته رسولي.
دا مهال، د بریتانېې د ګلاسکو په پوهنتون کې د نړیوالې پرمختیا په برخه کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی.
ښاغلي حبیبي له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په دولتي او د ملګرو ملتونو په ګډون د بیلابیلو کورنیو او نړیوالو ادارو سره په مهمو او کلیدي برخو کې دندې تر سره کړي. د ماسترۍ له پیل مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د مرستیال او بیا وروسته د یاد کمیسیون د دارالانشاء د سرپرست په توګه په یوه ډیر نازک او حساس پړاو کې دنده تر سره کړې.
ډاکټر جاوید حبیبي د کلکې اسلامي عقیدې څښتن، په هیواد او ولس مین، د علم او معرفت تږی، په ملي روحیه سمبال، د قول پر پرتله د عمل لیواله، د متواضع، نرم او جدي شخصیت درلودونکی، په متقابل احترام باورمند، قانون او اصولو ته پاپند، هیواد او ولس ته د رښتيني خدمت جوګه او د هوسا او پرمختللي افغانستان آرمانجن ځوان دی.