پيژندنه
د ډاکټر عبدالحمید بهیج له نوم سره دا مهال هر پښتون اشنا او د هغه له هڅو نه ټول خبر دي، ښاغلي عثماني پښتو ژبې ته دپوهې په ډګر کې ډير څه ورکړي، او هڅه یې کړې، چې پښتو ژبه د پوهې په ډګر کې دسیمې دژبو سیاله کړي. ښاغلی عبدالحميد بهيج عثماني د غلام حبيب زوی او د خوشدل لمسی دی. عبدالحمید بهیج عثماني د ۱۳۵۷ ل. کال د کب په ۱۵مه نېټه د مېدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ په بېدمشک کلي کې زېږېدلی دی.
ډاکټر عبدالحميد بهيج عثماني خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په پېښور کې سر ته رسولي. بيا لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې سرته رسولې دي، له همدغه پوهنځي نه په ۱۳۸۵ ل. کال کې فارغ شوی دی. دم مهال د ګوېته په انستيتيوت کې د آلماني ژبې زدکړيال دی.
خپاره شوي آثار
ډاکټر عبدالحمید بهیج عثماني په پښتو ژبه تر اوسه ګڼ شمیر پوهنیزکتابونه ليکلي، چې له هغې ډلې څخه يواځې د چاپ شو نومونه په دې ډول دي:
- بهيج طبي سيند ( Bahij’s Medical Dictionary) :په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی ، طبی قاموس دی چې متن یې څه د پاسه ۱۲۰۰ مخونه لري .
- بهيج سياسي قاموس ( Bahij’s Political Dictionary) : په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی قاموس دي چې ۴۱۱ مخونه لري او د افغانستان د کولتور وزارت له اړخه د هیواد د خپلواکې د ۸۷ مې کليزې په وياړ په ترسره شوي کانکور کې د ادبي او فرهنګي څیړنو په برخه کې لومړۍ جایزه ترلاسه کړه .
- انګلیسی ـ پښتو فلسفي قاموس ( English – Pashto Philosophical Dictionary ) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی سیند دی چې ۳۲۲ مخونه لري او په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د هیواد د خپلواکۍ د ۸۶ مې کلیزې په ویاړ د فرهنګ او کلتور د وزارت له اړخه په جوړ شوي ادبي کانکور کې د څېړنې په برخه کې لومړۍ جایزه وګټله .
- طبي ترمنیولوژي ( Medical Terminology) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوې طبي نومونپوهنه ده چې۳۶۰ مخونه لري .
- د باران په ژبه : د جبران خلیل جبران د غوره ویناو غورچاڼ او ژباړه ده چې په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی دی .
- د دولسم ټولګي له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
- د یولسم ټولګي له پاره د مثلثات دتمرینونو حل
- د یولسم ټولګی له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
- بهیج پښتوـ انګليسي قاموس (Bahij’s Pashto-English Dictionary)
- بهیج انګلیسي ـ پښتو سیندـ
- د کابل طبي پوهنتون د ۱۳۸۶ل کال دفارغانو یادښتی
- نبوي خویونه ، ژباړه
ناچاپ آثار
- د تذکرة الاولیا ، پښتو ژباړه ، د شیخ فریدالدین عطار لیکنه ، (۱۴۰۰)مخه
- د حیأ العلوم ، پښتو ژباړه ، د امام محمدغزالي لیکنه ، ۴ ټوکه ، شاوخوا (۵۰۰۰) مخه
- د کیمای سعادت ، پښتو ژباړه ، دامام محمدغزالي لیکنه ، شاوخوا (۱۸۰۰ ) مخه
- د جبران خلیل جبران کلیات ، پښتو ژباړه ، شاوخوا (۱۶۰۰ )مخه
- طبي فزیولوژي ، پښتو ژباړه ، دویلیام اف ګانونګ لیکنه ، ( ۱۹۰۰ ) مخه
- مینه ناک لیکونه ، ژباړه او خپل (۲۰۰ ) مخه
- د هغه تر سیوري لاندې ، پښتو ژباړه ، د جې پې واسواني لیکنه ، ( ۱۸۰) مخونه
- د «بهیج پارسي ـ پښتو سیند» لیکنه چې شاوخوا ۴ ټوکه دی او (۱۰۰۰۰۰ ) ويي به ولري.
ـــــــــ
د يادولو وړ ده چې ښاغلي بهيج د پښتو ليکبڼو (فونټ) معياري بڼې پنځولې دي، چې له پښتو پرته د عربي او پارسي ليکنو لپاره هم تر ټولو غوره ليکبڼې دي. کولای شئ د بهیج اکادمۍ فیسبوک پاڼه وګورئ او د یوټیوب په چینل یې درسي پروګرامونه تعقیب کړئ. مینه وال یې کولای شي دی په فیسبوک هم وڅاري.
هغه دا ليکبڼې په وړيا ډول خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړې دي. ښاغلی بهيج له هېڅ امتياز او غوښتنې پرته شپه ورځ د خپلو خلکو لپاره ستړيا تېروي او کار کوي. ښاغلی بهیج په دې وروستيو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د غازي ميربچه خان په مډال ونازول شو. الله دې اوږد او سوکاله ژوند ورکړي. قلم يې دې روان وي.