پيژندنه
پياوړی شاعر او لیکوال ډاکټر فیضمحمد ځلاند د محمد الله خان زوی دی چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال د اګست په ۳۰مه نیټه دپکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په ښور کچه سیمه کې زیږېدلی دی.
زدهکړې:
۱ـ ډا کټر فیض محمد ځلاند په ۱۹۹۶زیږدیز کال کې له دولسم ټولګي نه دفراغت سند تر لاس کړ.
۲ـ په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې یې د افغان پوهنتون له طب پوهنځي نه دبریالیتوب سند واخېست.
۳ـ په ۲۰۰۶ زیږدیز کال یې د بهرنیو چارو وزارت د ( دېپلوماسۍ) له انسټیټيوټ نه دیپلومه ترلاسه کړه.
۴ـ په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې د (ښه حکومتولي) په څانګه کې له ایرفورټ پوهنتون نه یوکلنه د یپلومه ترلاسه کړه.
۵ـ په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې له ویلي برانډت پوهنتون نه د (عامه پالیسۍ او نړیوالو اړیکو) په څانګه کې د ماسټري بری لیک واخېست.
لنډ مهالې زدهکړي:
ډاکټر فیض محمد ځلاند د خپلو لوړو زده کړو تر څنګ لنډمهالې زدهکړې هم تر سره کړې دي چې لاندې په لنډ ډول ترې یادونه کیږي:
۱ـ په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د ( نړیوالې اړیکې او اقتصاد) په برخه کې زدهکړې. دسویستذرلنډ هېواد ، جینوا.
۲ـ په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې دبومیاګلوي( لیډر شیپ) په برخه کې زدهکړې، دترکیې هېواد، استانبول.
۳ـ په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ( استاذۍ مهارتونه) په برخه کې زده کړې، دهندوستان هېواد، نوی ډیلی.
دندې:
۱ـ له ۲۰۰۹ زیږدیز کال نه تر ۲۰۱۱زیږدیز کاله پورې په ( ایر فورټ)پوهنتون کې د استاد په توګه یې دنده ترسره کړې ده چې هلته یې د دولت جوړونې په څانګه کې درس ورکاوه.
۲ـ له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۲ زیږدیز کال پورې یې په بون الماني پوهنتون کې د تحقیق په څانګه کې کار کړی دی.
۳ـ دا مهال د کابل پوهنتون د اداره او پالېسۍ په پوهنځي کې داستاد دنده تر سره کوي.
اثار:
ډاکټر فیض محمد ځلاند د دې ترڅنګ چې یو پیاوړی پښتون شاعر دی او په دې برخه کې یې څلور شعري ټولګي خپرې شوې دي، پوهنیز کتابونه یې هم په پښتو ژبه لورولي دي. د ډاکټر ځلاند خپاره شوي او ناخپاره اثار په لاندې ډول دي.
شعري خپاره شوي اثار
- اسره – ۲۰۰۴
- ته جانان راته هرڅه یې – ۲۰۰۸
- بې څیرې لکه حباب درته ولاړ یم – ۲۰۱۴
نثري اثا
۱ـ ارواپوهنه
۳ـ پاکستان د ګړنګ پر غاړه ( ژباړه)
۴ـ له طالبانو وروسته دولت جوړنه په افغانستان کې ( ژباړه)
۵ـ د اوښکو ډنډونه ـ لنډې کیسې
ناچاپ اثار
د چیپټر په توګه تدریسې کتابونه:
- د ادارې تیوریانې
- سیمیزه حکومتواله
- حکومتواله
- اداري اصلاحات
- د تحقیق میتودونه
- د ځلاند مشاهده ـ سیاسي مقالې