• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ډاکټر محمد فريد بزګر

Home څېرهډاکټر محمد فريد بزګر
Dr-Farid-Bazger

ډاکټر محمد فريد بزګر

farid bazgar.55پيژندنه

ډاکټر محمد فريد بزګر د عبدالقيوم بزګر زوی په ۱۳۳۹ ه ل کال د غبرګولي (جوزا) د مياشتې په ۱۳مه د کونړ ولايت، د نرنګ ولسوالۍ د چهارقلعه په نوم کلي کې زيږېدلی دی (په پاسپورت او نورو اړوند اسنادو کې د زيږېدنې نېټه ۱۳ جون ۱۹۶۳).

farid bazgars father

ډاکټر محمد فرید بزګر د دغه انځور په اړه لیکي( او دا مې هم د پلار د عسکرۍ عکس دی، هغه د خپل يادداشت په کتابچه کې زما د زيږيدلو د نيټې تر څنګ ليکلي (د ده د زيږيدلو پر وخت يو څه مفلس ووم، کيدای شي علت به يې د عسکرۍ خدمت دوره وه) نو زه په همدغه وخت چې پلار مې د عسکري مکلفيت دوره پوره کوله تولد شوی يم)

 

زده کړې

farid bazgar.00

ډا کټر محمد فرید بزګر کله چې د ښوونځي لومړي ټولګي کې و.

ډاکټر محمد فريد بزګر خپلې لومړنۍ زده کړې يې د خپلې  سيمې د نرنګ په ليسه (تر اووم ټولګي) او له هغې وروسته يې تر دولسم ټولګي پورې د کابل په حبيبيه ليسه کې درس لوستی چې په کال ۱۳۵۸ ه ل کې د حبيبيې ليسې د ساينس د څانګې څخه فارغ شو. د پوهنتون په کانکور کې د لوړو نومرو په حاصلولو سره د وخت رژيم د لوړو زده کړو لپاره د ممتازو محصلينو په نوم بهر ته استاوه خو د کورنۍ او خپلې نه خوښې له کبله يې د کابل طب په معالجوي څانګه کې درس ته دوام ورکړ او د ۱۳۶۵ ه ل کال د کب په مياشت کې د دغه پوهنځې له معالجي طب څخه فارغ شو.

شخصي ژوند

ډاکټر محمد فريد بزګر واده کړی دی ، اوس په کابل کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

farid bazgar3

ډاکټر محمد فرید بزګر له خپلو ورونو او خدای بخښلي پلار سره ، چې دا انځور د ښاغلي بزګر له خپل خدای بخښلي پلار سره وروستی انځور دی.

دندې

farid bazgar.54ډاکټر محمد فريد بزګر د کابل په عدلي طب کې يې يو څه وخت دنده تر سره او په کال ۱۳67 (۱۹۸۸) که له  کورنۍ سره د کورنيو جګړو لهکبله پيښور ته کډوال شو.
د کډوالۍ په چاپيريال کې يې  بیلابیلو  نړيوالو او افغاني موسسو او موقت دولت سره د ډاکټر په صفت کار کړی او په ترڅ کې يې خپلو زده کړو ته د ادارې، ژورناليرم او صحي برخو کې هم دوام ورکړی. چې په دې لړ کې يې د ژورناليزم يو نيم کلن کورس، د سترګو شپږ مياشتينی اساسې کورس د افغان ډاکټرانو لپاره د يادولو وړ دي.
تقريباُ ۱۵ کاله يې د او ار ای انترنيشنل (ORA International) سره د روغتيايي زده کړو، صحي پروژو، ايچ ای وي ايډز پروژو د مشر په صفت کار کړی دی. په همدغه وخت کې يې د AID Medical International (AMI) سره د سلامتۍ مجلې د مسوول په صفت د کال ۲۰۰۰زیږدیزڅخه تر کال ۲۰۰8 زیږدیز پورې کار کړی دی.
په ۱۹۹۲زیږدیز کې يې د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) بنسټ کېښود چې د خپرونو، صحت، روزنې او ماشومانو برخې يې تر اوسه هم فعالې دي.
ډاکټر محمد فريد بزګر د مصر په قاهره کې د ايچ اي او او ايډز پروژو اداره درې دورې لنډمهاله کورسونه د نړيوالې روغتيايي ادارې (WHO) په مالي مرسته تعقيب کړي دي. همدا راز يه په بنکاک- تايلنډ، هند، سريلانکا، مراکش، پاکستان او نورو مختلفو هيوادونو کې لنډ مهاله صحي، اداري او روزنيز کورسونه تعقيب کړي دي.
په يونيسيف کې يې د سيمه اييز ټرينر (پاکستان/افغانستان)، په WFP کې د ملي ټرينر او WHO کې يې د نړيوال سلاکار (ژينوا) کې دندې تر سره کړي دي.

د ډاکټر محمد فرید بزګر ژباړلي او ليکلي کتابونه:
farid bazgar.9۱- د سندباد پيښې (د ماشومانو لپاره مصوره قصه)، لهفارسي څخه ژباړه
۲- د طرابلس زمريان تاريخي قصه) لهفارسي څخه ژباړه
۳- د اپينو لار، د ځوانانو له پاره په زړه پورې تاريخي كيسه، له فارسي ژباړل شوې
۴- هغه جنی چې له مار سره يي واده وکړ، مصوره قصه ، له فارسي ژباړل شوې
۵- د درملو د استعمال عملي لارښود، د روغتيايي کارکوونکو لپاره، له انګليسي ژباړل شوې
۶- رهنماى عملى طبابت اطفال، د روغتيايي کارکوونکو لپاره له انګليسي په دري ژباړل شوې
۷- رهنماى عملى كاربرد دواها، د روغتيايي کارکوونکو لپاره له انګليسي په دري ژباړل شوی
۸- ايډز څه شی دی؟، د روغتيايی کارکوونکو لپاره، له انګليسي څخه پښتو ته ژباړه
۹- ایډز څه شی دی؟ د روغتيايی کارکوونکو لپاره، له انګليسي څخه پښتو ته ژباړه
۱۰- ذهنی وروسته والی او چال چلند ستونزی، ډاکټر صديق شينواري سره يو ځای له اردو په پښتو ژباړل شوی .
farid bazgar.7۱۱- د ځان او ټولنی روغتیا ساتنه، ليکنه  په پښتو
۱۲- حفظ الصحه شخصی و محیطی، ليکنه  په دري
۱۳- به کورنی کی د مخدراتو ستونزې،له انګليسي څخه پښتو ته ژباړه
۱۴- خرمړى، د تُركي ليكوال عزيز نسين طنزداستانونه، له فارسي څخه پښتو ته زباړه
۱۵- د نشې زيانونه، له اردو څخه پښتو ته ژباړه
۱۶- اضرار نشه، له اردو څخه دري ته ژباړه
۱۷- د نشې زهر، له اردو څخه پښتو ته ژباړه
۱۸- زهر نشه، له اردو څخه دري ته ژباړه
۱۹- د جان په نوم فيل، مخدراتو ته نه، د ماشومانو لپاره مصور کتاب، له انګليسي څخه پښتو ته ژباړه
۲۰- فيل به نام جان، نه به مخدرات، د ماشومانو لپاره مصور کتاب، له انګليسي څخه دري ته ژباړه
۲۱- شير احمد د بلا په لومه کې، د مخدراتو  لپاره خبرداری،  د ماشومانو لپاره مصوره قصه، ليکنه
۲۲- شيراحمد در دام بلا، د مخدراتو د خبرداري د ماشومانو لپاره مصوره قصه، ليکنه، په دري ژبه
۲۳- ډير خوراکي، لهدري څخه پښتو ته ژباړه
۲۴- څو خطرناکې ناروغۍ، له انګليسي څخه پښتو ته زباړه
۲۵-خپله روغتيا څنګه وساتو، لهدري څخه پښتو ته زباړه
۲۶- د سترګو ناروغۍ، له  دري څخه پښتو ته زباړه
farid bazgar4۲۷-کوچنی طبي قاموس (Pocket Medical Pashto Dictionary) د هغو روغتيايي کارکوونکو لپاره چې په پښتو نه پوهيږي او په پښتني سيمو کې کار کوي. (له انګريزي ژباړه)

 

 

 

 

 

 

 

 

د ايډز يه څلور-پنځو نړيوالو کنفرانسونو کې يې ګډون کړی دی.
اوس د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) Khatiz Organization for Rehabilitation (KOR) د اجرائي رئيس دنده پرغاړه لري، د فريد بزګر بنسټ (Farid Bazger Fund) چارې هم پر مخ بيايي. واده يې کړی، په کابل کې اوسې.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022