ډاکټر محمد فريد بزګر د عبدالقيوم بزګر زوی په ۱۳۳۹ ه ل کال د غبرګولي (جوزا) د مياشتې په ۱۳مه د کونړ ولايت، د نرنګ ولسوالۍ د چهارقلعه په نوم کلي کې زيږېدلی دی (په پاسپورت او نورو اړوند اسنادو کې د زيږېدنې نېټه ۱۳ جون ۱۹۶۳).
د ښوونځي تر فراغت وروسته دکابل طب پوهنځي ته بریالی شو او د ۱۳۶۵ ه ل کال د کب په مياشت کې د دغه پوهنځې له معالجي طب څخه فارغ شو. ښاغلي بزګر د روغتیا په برخه کې پښتو ژبې ته ګڼ شمیر کتابونه ژباړلي دي.
لومړیتوب ویاړي چې د پښتنو او د پښتو ژبې د یوه خدمت ګار د پېداېښت دورځې خوښي لمانځي او د لومړیتوب ادارې ټول کارکوونکي ډاکټر محمد فرید بزګر ته د ده کلیزې مبارکي وایي او ده ته د خوشاله او نیکمرغه اوږد ژوند هیله کوي.