لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلی ډونالډ جي ټرمپ د ۱۹۴۶ مېلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نېټه د نیوریارک ښار د کویینز په برخه کې زیږېدلی دی، یو امریکايي سوداګر، لیکوال، پانګه وال او د تلویزیون د پروګرامونو چلوونکی دی.
ټرمپ چې د امریکا د متحده ایالاتو د مشهورو صنعت کارانو له ډلې څخه ګڼل کېږي، د ټرمپ د تجارتي او ساختماني سازمان رییس او مدېره پلاوی هم دی او د دې شرکت واک یې له ۱۹۷۱ مېلادي کال څخه په لاس کې نیولی دی. دغه شرکت ښاغلي ډونالډ ټرمپ ته له خپل پلار څخه په میراث پاتې شوی دی. ټرمپ چې د پنسلوانیا پوهنتون د (وارټون) د ښوونځي څخه فارغ شوی، د اقتصاد په برخه کې یې لوړ تحصیلات کړي او د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د مقام د ټولټاکنو لپاره د امریکا د جمهوري غوښتونکو د ګوند د نوماند په توګه معرفي شوی دی. نوموړی د ټرمپ د هغه قېمتي برانډ مالک دی چې په خپلو محصولاتو، هوټلونو، بلند منزلونو او تولیدي سامان آلاتو یې لګوي. په ۲۰۱۱ مېلادي کال د (فوربز) سوداګریز سازمان اعلان وکړ چې د ښاغلي ټرمپ د سوداګریز برنډ ارزښت ۲۰۰ میلیون ډالره دی خو ښاغلي ټرمپ وایي چې د سوداګریز برنډ قېمت یې ۳ میلیارډ ډالره ارزښت لري. میلیاردر ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د امریکا د جمهوري ریاست په نوماندانو کې یوه جنجالي څېره ده، ګډې وډې خبرې او داسې عجیب حرکات کوي چې د جمهوري ریاست د یو کاندید سره نه ښايي. په نوموړي تورن دی چې ۱۸ کاله یې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ته د خپلې پانګې مالیه نه ده ورکړې، د روسیې له ولسمشر ښاغلي ولادمېر پوتین سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او شاید د ټرمپ په اشاره د امریکا د حکومت په ځینو انټرنېټي اکونټونو د روسي هکرانو له خوا برید شوی وي. همدارنګه د ښاغلي ټرمپ په شخصیت زیاتې نیوکې کېږي چې ګواکي نوموړی د امریکا په څېر د یو لوی هېواد د ولسمشر کېدو لپاره مناسب نه دی، له ښځو سره توپيري چلند کوي، ځینو کسانو ته په مسخره آمیزه توګه خبرې او ګواښونه کوي او مسلمانانو ته د احترام په سترګه نه ګوي. له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو څو مېرمنو ادعا کړې ده چې په مختلفو وختونو کې د ښاغلي ټرمپ له خوا له جنسي ځورنې سره مخ شوې دي. نوموړی همدارنګه وايي چې د څه وخت لپاره دې د امریکا متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په ورتګ بندیز و لګول شي او له مکسیکو سره دې په سرحد دېوال اعمار شي څو د هغه هېواد غیرقانوني مهاجرین و نه توانېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ته داخل شي. د نوموړي څرګندونې او جنجالي شخصیت د ډېرو امریکایانو او حتی لویو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو لپاره د پوښتنې وړ دی او په ولسمشریزو ټولټاکنو کې یې د دې نوماند له ملاتړ څخه انکار کړی دی. که څه تر دې مهاله په سروې ګانو کې آغلې هیلري کلنټن له ښاغلي ټرمپ څخه وړاندې ده خو تر دې مهاله په پرېکنده توګه جوته نه ده چې کوم یو نوماند به د دې هېواد ټولټاکنې ګټي او د جمهور رییس په توګه به سپینې ماڼۍ ته لاره مومي؟ همدارنګه ښاغلي ډونالډ ټرمپ ادعی کړې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د ۲۰۱۶ کال ټولټاکنې به له درغلۍ او تقلب څخه ډکې وي او ګواښ یې کړی دی چې که نوموړی یې و نه ګټي نو پایله به یې ورته د منلو وړ نه وي.