ډوپامينه د پيغام وړونکي دنده د ماغزو دپاره يا په ماغزو کې ترسره کوي. ډوپامينه د عصابي ریښو تر مينځ اړيکه ساتي، د عصابي سيستم د فعاليت دپاره ډېر اړین دی. لکه حرکات، خوند اخیستل، پام ساتل، مزاج او هڅونه.
لکه څرنګه چې نور (کيمياوي- پيغام وړونکي) معلومات ماغزو ته رسوي، همدا ډول ډوپامينه هم د عصابي هجرو په ځانګړي ځايونو پورې نښلي.
- اخيستونکي او يا receptors.
اخيستونکي يا receptors له ډوپامين څخه سيکنلز اخلي، دا سيکنلز بیا واپس ليږي. پدې طريقه سره د نورو اخيستونکو سره يوځای کيږي. په همدې ډول دا لړۍ مخکې ځي او کيمياوي غبرګونونه مينځ ته راځي بيا همدا کيماوي غبرګونونه عصابي هجرې بدلوي
دا هم امکان لري چې سيکنلز نورو عصابي هجرو ته ولېږدوي. - حرکت
په روغو ماغزو کې ډېره څه اندازه ډوپامين په basal ganglia کې موجود دي. دا د ماغزو هغه برخه ده چې د حرکاتو دپاره خورا اړينه ده. د ماغزو دا برخه مو ځيني حرکات په سم ډول اجرا کوي. او يا هغه حرکات چې بايد ویې نه کړو تر فشار لاندې راولي. - پارکينسوس Parkinson رپيدونکي ناروغي
دا داسې ناروغي ده چې د انسان وجود ټول رپي هيڅ کوم حرکت په سم ډول نه شي ترسره کولی. د پاڅيدو په وخت کې ناروغ ته ډېره زياته ستونزه وي.
څيړونو ښودلي هغه ناروغان چې د پارکينسون د ناروغۍ له امله مړه شوي دي دوې basal ganglia کې تر روغو کسانو لږ ډوپامين لرل.
رپيدل او يا لږ څه رپيدل د پارکينسون يوه نښه کیدلای شي. او دا رپيدل ددې له امله وي چې ډوپامين توليدونکي هجرې په مړه کيدو وي. - ډوپامينه د خوند اخيستو او هڅونې دپاره ډېر اړين دي. خو د ماغزو هغه برخې چې سم فعاليت نه کوي کيدای شی پری بده اغيز او يا ورته ځيني رواني ناروغۍ وزيږوي. لک په ژور خپګان اخته کيدل، بيځايه ډاريدل، schizophrenia شیزوفرینیا او ADHD.
څيړونکي وايي چې ژور خپګان او ډار په اخيستونکي receptors پورې تړلي دي چې د ماغزو پدې برخه کې غير فعال دي.
ژباړه: انور لمر