ليکنه: ذکريا رحيمي
اغېزناک ډيسپلين
ډیسیپلين ته لار:
نظم او ډیسیپلين د هرې ادارې لپاره بنسټ دی. په هغې اداره کې کومه کې چې قانون، معیار او د کړنو اندازه موجود وي؛ هلته ډسيپلين شته. د ډیسیپلين پلي کولو معنی مؤثر ډیسیپلين نه ده.
د اغېزناک ډیسیپلين لپاره باید لاندې ۷ لارې په نظر کې ونیسو:
- د ډیسیپلين تعریف:
په یوه اداره کې د قانون، حکم او مراحلو تعقیبولو ته ډیسیپلين وايي.
ډیسیلین نورې ډیرې معناوې هم لري؛ ډیسپلين هدایت او زدکړي، بهترکولو، یا سزا ورکولو ته هم وايي.
د کاري ځای د ډیسیپلين موخه:
- دادارې قانون ته تابع کېدل
- هغه چلند سمول چې د ادارې له قانون سره په ټکر کې وي
- دکار کوونکو د اختیار حدود او په مثال کې واضح کول
- او د غلطوکړنو سزا ټاکل او سزا ورکول
د کار له قانون سره تطابق کوي که نه؟
د هارورډ پوهنتون یو ارواپوه وايي چې هره اداره تطابق اود قانون تابع ته ضرورت لري خو کارکوونکي بیا د خپل حق طلب، رقابت، نوښت اود قانون په چوکاټ کې قانون ماتونې ته لېوال وي او د دې لپاره اداره او یا تجارتی څانګې باید د فرصت ورکولو لپاره د قانون په چوکاټ کې د قانون ماتونه ومني. د دې لپاره یوطرف ته ښه توازن د قانون او دقانون چوکاټ کې د کړنو ترمنځ وي او بل اړخ ته د کارکوونکو لپاره ازادي او د خپلو نظریاتو ویلو فرصت موجود وي.
کاري قرارداد:
د کار کوونکي او کار ورکوونکي تر منځ قرارداد داسې یو تشریحي او ضمني توقع ده چې له یو بل نه يې لري .کله چې کارکوونکي دکار حاضرۍ کې، مناسبه چلند کې، دکار سرته رسولو کې پاتی راشي نوکار ورکوونکي حق لري چې کار کوونکي ته د قراردا د اعتبار د خرابیدو اخطار ورکړي.
اخلاقي، عملي او قانوني سوالونه
دسوالونو درې ټولګې شته :
اخلاقي سوال: د یو کارکوونکي په حیث ته حق نلري چې د بل کارکوونکي پر اخلاقي چلند قضاوت وکړې. د کار نه بهر, چې اثر يې په کار او اداره نه وي ستا په شخصي ژوند پورې اړه لري.
عملي سوال: د یو کارکوونکي په حیث باید له ځان نه تل سوال وکړئ چې ستونزه د دیسیپلين په پلي کېدو حل کيږي او که بل د حله لار ورته وکتل شي. او ته خپله کړنې ته مناسب کس يې که نه ؟
قانوني سوال: باید په هره کړنه کې بايد ته له ځان نه دا پوښتنه وکړې چې کړنه دې قانوني ده که غیر قانوني؟
ستاسې طریقه:
که ته فکر کوې چې کارکوونکي باید تل تر کتنې، نظارت او کنټرول لاندې وي؛ دا طریقه د (ایکس) تیورۍ په نامه یادیږي او د دیسیپلين استبداد یا قانون ته سخت تابع کېدلو موډل دی.
که ته فکر کوې چې خلک خپل مسولیت ادا کولی شي او دا قضاوت د دوی له ښه مدیریت نه وکړې نو دی ته د (وای) تیوري ویل کيږي او د دیسیپلين بی ربطه موډل دی.
د خلکو دلایل اوریدل او د دوی له دلایلو ستونزه په نښه کولو ته د دیسیپلين مشورتي موډل وايي.
په نظم لرونکي سیستم کې لاندې مراحل کلیدي مراحل دي:
- د قانوني بريدونو ټاکل، د هدف اومعیارونو توقع له هر کارکوونکي،
- د قانون مطابق د کړنو بر رسي او د کړنو د تطابق اطمینان چې د قانون سره په ټکر کې نه دي.
- د هغو کړنو راپور برابرول کوم چې له قانون سره په ټکر کې وی او یا تطابق نلري.
- که چېرته ستونزې پیدا شي د دی پر ځای چې واک او مقام پر کارکوونکي د زور یا فشار په حیث د اصلاح لپاره وکارول شي باید ستونزې ته د حل لار وکتل شي.
- که چېرې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شي باید د دیسیپلين یو پروسیجر خلاص شي او دغه ستونزې پکې یادی شي.
- د غیرې جدي دیسپلين لپاره باید د اولې مرحلې په حیث مشورتي ناستې جوړی شي.
- په تړون لیک کې باید د اخطارونو یوه سلسله ولیکل شي.
توازن:
- په یوه اداره کې د نورو او کارکوونکي تر منځ اړیکه یو ټولینز جوړښت دی چې همدا د کارکوونکي مسولیت ګڼل کيږي او فارمول يې حقوق او قانون دی.
- ټول مدیران باید داسې کوښښ وکړي چې د کار کوونکو د خوښۍ او ازادۍ تر منځ توازن پیدا کړي.
د کار معیار:
- دکړنو هغه اندازه چې ته له نورو ورته د رسیدو توقع لري، باید نه ډیره کمه وي چې بیخي بې مانا شي او نه زیاته چې هدف ته رسیدل نا ممکنه کړي.
- د کړنو هدف باید مشخص اندازه کېدونکی، حقیقي او په یو معین وخت کې لاس ته راوړونکی وي.
- ځنې کارونو کې د کار د معیار پر ځای اهداف ورکول کيږي لکه د خرڅ ، تولید، یا د تیلیفون په شرکتونو کې د خدماتو لپاره د څومره خلکو د ځواب هدف او داسی نور
دکار لارښود:
- دکار لارښود هم ډیر ضرور دی. لاندې د یو مارکېټ مثال وګورئ:
- سودا اخیستونکو ته ښه راغلاست ویل
- دسودا په توکو لیکل شوی ډیجیټل کوډ کمپیوټر ته داخلول
- اصلي قیمت د خرڅون له قیمت سره کتل
- دقیمت پاڼه سودا اخیستونکي ته ورکول
- له سودا اخیستونکې نه پوښتنه چې نقدې پیسی ورکوي که بانکي کارت کاروي
- سودا اخیستونکي ته مخه ښه ویل
نورم :
نورم د لاتیني لفظ ‘نورما’ نه اخیستل شوی چې په اصل کې د نجارۍ د وسيلې نوم دی په کومې چې زاویه اندازه کيږي. د نورمال لغت ریښه هم له همدې ځای نه ده او معنی يې د قانون مطابق او له معیار نه انحراف نه کول دي.
د ادارې نورمونه نورمال کړنو ته ویل کيږي چې کړنې باید نورمال او دقانون مطابق وي. هره اداره مختلف نورمونه او قوانین لري.
له قوانینو سر غړونه:
د دې ویل نا ممکن دي چې څوک به له اداري قوانینو سر غړونه کوي. دا اصطلاح هغه ټول دلایل چې ولې له کار نه سر غړونه کيږي او یا ولې باید په کاري ځای کې د قوانینو تابع واوسیږئ بیانوي.
د ټیم مدیریت کوونکي مخکې تر دې چې د سرغړونو لست جوړ کړي باید له کاري قوانینو د سر غړونې مخه ونيسي.
د قانون ماتونه:
‘ګیرالډ مار’ یو اروا پوه وايي چې ولې خلک قانون ماتوی؟
- یو غیر شخصي سازمان ته خپل انفرادیت وښيي
- غوصه وښي
- یا کله چې په ادارې کې خپله ګټه نه وينئ. په اداره کې دی خپل نظریات نشي شریکولی؛ دادارې په اهدافو کې برخه ونلري؛ او دنده ورته بې معنی شي
- غوصه هم د قانون ماتونې وجه ښودل شوې، کله چې سیستم تر خلکو مهم شي خلکو ته بې توجهیي او سیستم ته توجه واوړي او د سیستم توجو د خلکو د ضروریاتو ځای ونيسي، په دې وضیعت کې د خلکو غوصه د قانون ماتونې وجه ګرځي.
- مجرم یا جرمي کړنې هم د ادارې قانون ماتونې وجه ده چې باید مسول مدیر يې مخه ونيسي.
- انتقام اخیستل اوبخالت هم د ادارې قانون ماتونې وجوهات ښودل شوي.
- پیسو ته په اسانۍ لاسرسی، بی اندازې فرصت ورکول هم د اداري قانون ماتونې وجې ښول شوې چې په کنټرول کې يې باید مسول مدیر خپل رول ولوبوی.
دیسیپليني تحقیقات :
- کله هم چې ته فکر وکړې چې په اداره کې چا قانون مات کړی باید له ټیم نه مناسب تحقیق وشي، او دا تحقیق څو پوښتنې او یا ژوره کتنه کېدلی شي.
- تر ټولو مخکې باید دادارې پالیسي مخکې کړې تر څو خلک داسی احساس ونکړي چې شخصي کړنه ده.
- سوالونه او ځوابونه باید ولیکل شي.
- د تحقیق موضوع واضحه شي.
- د تحقیق کوونکي رول هم باید واضح وي.
- مالومات راټول شي.
- دشاهدانو نظر هم ولیکل شي.
- د دی ټولو شيانو په اساس تحقیق کوونکی خپل راپور جوړ کړي.
په اداره او ډسپلين کې ډیر اړین شيان لاندې وګورئ:
- خپله مینه ښودل
- مهربانه او ملایم اوسیدل
- په خپله کاري، اخلاقي طریقه کې مثبت بدلون راوړل
پای
[review]