– ژباړه او څېړنه: ذاکر جلالي
سرچینې: د ډیپلوماسۍ درسي نوټونه
د رسمي استازو په وسيله د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ادارې ته ډيپلوماسي وايي. ډيپلوماسي ښايي د بهرنيو اړيکو ټول بهير، د بهرني سياست فرومول بندي او همدارنګه د هغه ترسره کول په خپل ځان کې راونغاړي. په دې پراخ مفهوم کې ډيپلوماسي او د يو هېواد بهرنی سياست يو ډول دى. ولې په محدود او پخواني مفهوم، ډيپلوماسي له وسايلو او لارو چارو عبارت ده، په داسې حال کې چې بهرنى سياست د اهدافو او مقاصدو ښکارندوى دى. ډيبلوماسي په دې محدود مفهوم سره، له عملي او اجرايي تکتيکونو او تدابيرو څخه عبارت دی، چې يو دولت د هغو په کارولو سره د خپلو پولو هاخوا خپلې ګټې خوندي کوي. د هېوادونو ترمنځ مخ پر زياتېدونکي اړيکې د دې لامل شوي دي، چې د بين المللي غونډو، څو اړخيزو کانفرانسونو او پارلماني ډيپلوماسۍ شمېره وخت پر وخت زياته شي. ولې هغه موضوعات او پېښې چې هېوادونه پرې له يو بل سره سروکار لري، دومره زيات دي، چې د ډيپلوماتيکو فعاليتونو ډېرى برخه په دوه اړخيز ډول او د بهرنيو چارو د وزارت له معمولو کانالونو او په هېوادونو کې د مېشت ډيپلوماتيک هيئت په وسيله ترسره کېږي. ځينې وخت مسايل دومره مهم او حساس وي، چې په لوړه کچه او د هېوادونو د مشرانو له خوا پرې خبرې کېږي، چې دې ډيپلوماسۍ ته د مشرانو ډيپلوماسي وايي.
د ډيپلوماسۍ کلمه
د ډيپلوماسۍ کلمه د يوناني له ډيپلوما[i] څخه اخيستل شوى دى، چې په اصل کې لوله يا تاو شوې صفحې يا پاڼې ته ويل کېږي؛ په اصطلاح کې هغه سند ته ډيپلوما ويل کېدل، چې د هغه په سبب به چاته امتياز ورکول کېده او هغو پاڼو ته يې ځکه ډيپلوما ويله چې تاو شوي به وو. وروسته دغه اصطلاح د هغو احکامو په باب وکارېده چې د هغو پر بنسټ به کومې مؤسسې يا غالباً کوم ښار ته امتياز ورکول کېده او نوموړي سند به د هغه لرونکي ته حق ورکاوه چې د سند له حقوقو او امتيازاتو څخه استفاده وکړي. له دې ريښې په فرانسه کې د ډيپلوم او په نورو اروپايي ژبو کې ډيپلوما، ډيپلوماسي، ډيپلوماتيک او ډيپلوماسي کلمات منځ ته راغلل. د ډيپلوماتيک صفت په عامه معنا د دوو هېوادونو ترمنځ له هر اړخيزو اړيکو څخه عبارت دى.
په پښتو او فارسي کې د ډيپلوماتيک کلمه ((سياسي)) ژباړي، ولې د ((سياسي)) کلمه د پوليټکل په مقابل کې هم کارول کېږي او دا ډول کارونه د حقوقي بحث له نظره د ستونزې لامل کېږي؛ ځکه د دوى معنا د بحث د موضوع په پام کې نيولو سره توپير لري.
تعريف
د سياست پوهنې د ګڼو نورو اصطلاحاتو په څېر د ډيپلوماسۍ کلمې ته هم ګڼ تعريفونه شوي دي. موږ به په سر کې ځينې مهم تعريفونه وړاندې کړو او بيا به د دغو تعريفونو نه په استفادې يو تعريف ورته غوره کړو.
د انګرېزي ژبې اکسفورډ سيند د ډيپلوماسۍ په باب ليکي:(( د خبرو اترو له لارې د نړيوالو اړيکو مديريت؛ يا هغه لارې چارې چې د استازو يا سفيرانو په واسطه اړيکې اداره کوي)). د همدې ژبې بل سيند، چمبر داسې ليکي:(( سياسي مهارت، د خبرو اترو هنر او په ځانګړې ډول د هېوادونو ترمنځ تړونونو ته ډيپلوماسي وايي)).
کى.ايم پانيکر، په خپل کتاب ((د ډيپلوماسۍ عمل او اساسات)) کې وايي:(( ډيپلوماسي، له نړيوال سياست سره په تړاو کارول کېږي يا ډيپلوماسي د نورو هېوادونو په وړاندې د يو هېواد د ګټو خوندي کولو ته وايي)). سوارليني وايي:((ډيپلوماسي د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو يا استازيتوب هنر يا علم دی)). ډوجيک ليکي:(( معمولاً له نورو هېوادونو سره د ملت د بهرني سياست ترسره کولو ته ډيپلوماسي وايي)).
زيات شمېر پوهانو د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ پر تړاو ټينګار کړى دى. د خبرو اترو ترسره کول ضروري نه ده چې موافقې ته د دواړو جګړه مارو لوريو د رسېدو په معنا وي، که څه هم اکثره وخت دغه مذاکرات دواړه لوري يوې هوکړې ته رسوي. دغه خبرې اترې دي چې ډېرى وخت د دوو دښمنو لوريو ترمنځ د ګډو ګټو ټکي زياتوي چې په پايله کې دواړه په يوې پرېکړې راضي کېږي.
د پورتنيو تعريفونو د څېړنې پرمهال څو ټکي څرګندېږي؛ لومړى، دا چې د ډيپلوماسۍ تر ټولو لومړنۍ تشکيلونکې برخه ((خبرې اترې)) دي. دويم، دا خبرې اترې د اړوند هېواد د ګټو د پراختيا لپاره ترتيبيږي. نو د ډيپلوماسۍ تر ټولو لومړنۍ موخه د هېواد د ګټو زياتوالى دى. درېيم، دا چې ډيپلوماتيک اقدامات د هېواد د ګټو د خونديتوب او پرمختيا لپاره تر هغې ترسره کېږي، چې په سوله ييز ډول شونى وي. بنا پر دې د هېواد د ملي ګټو د نه زيانمولو په صورت کې د سولې دوام د ډيپلوماسۍ عمده هدف دى. ليکن، کله چې د ملي ګټو په خونديتوب کې سوله ييزې لارې چارې له ماتې سره مخامخېږي، ښايي ځواک هم وکارول شي. دا يو منل شوى حقيقت دى چې د جګړې او ډيپلوماسۍ ترمنځ نژدې اړيکې شته دي. څلورم، دا چې د اړوند هېواد د بهرني سياست له اهدافو سره نژدې تړاو لري. پنځم، نوې ډيپلوماسي د دولت له نظام سره تړلې ده او شپږم، دا چې ډيپلوماسي د هېوادونو ترمنځ استازيتوب سره نژدې تړاو لري.
په حقيقت کې دا ډېره ستونزمنه ده چې ډيپلوماسي په پرېکنده ټکو تعريف کړو. که څه هم کولاى شو دا سې يو تعريف وکړو چې د امکان تر بريده د دې هنر مختلف اړخونه انځور کړي. موږ د ډيپلوماسۍ لپاره داسې تعريف کولاى شو:(( ډيپلوماسي، چې په څرګند ډول د هېوادونو ترمنځ اړيکو سر تړلې ده، د امکان پرمهال د خبرو اترو او سوله ييزو لارو چارو له لارې د يو هېواد د ګټو د ساتلو هنر دى. کله چې سوله ييزې لارې چارې د موخو د ترلاسه کولو پرمهال له خنډ سره مخامخيږي، ډيپلوماسي اجازه ورکوي چې له ګواښ او يا د ځواک د کارولو له لارې ټاکلې موخې ترلاسه کړو)).
دلته ښايي يو ټکي ته پام وکړو چې له بهرنيو هېوادونو سره د يوه هېواد اړيکې د نړيوال نظم پر بنسټ څرخېږي، چې دغه نظم تل د بدلون په حال کې وي. له دې امله، د يو هېواد ډيپلوماسي هم ښايي اړين بدلونونه په پام کې ونيسي، څو په بدلېدونکو شرايطو کې هم ملي ګټې خوندي وساتي.
د ډيپلوماسۍ موخې
د ډيپلوماسۍ تېر شوی تعريف د ډيپلوماسۍ د اهدافو په باب څو مفکورې لېږدوي. د دغو موخو په باب يو مفصل بحث ښايي د ډيپلوماسۍ رښتينى طبيعت لا روښانه کړي.
له سلګونو کلونو راهيسې د ډيپلوماسۍ موخه د يو هېواد د ملي ګټو خونديتوب بيانېږي. يا په بل عبارت، د يوې ګټورې او ښې ډيپلوماسۍ موخه دا ده چې خپل هېواد ته زيات نه زياته ګټه ورسوي. تر ټولو لومړنۍ د امنيت ساتنه ده. د ملي ګټو له دې بنسټيزې پاملرنې پرته، يو شمېر نورې حیاتي موخې هم شته دي، چې عبارت دي له اقتصادي ودې، تجارتي و سوداګريزې ګټې، په بهرنيو هېوادونو کې د اړوند هېواد د اتباعو ساتنه، د ملي پرستيژ لوړوالى، د نورو هېوادونو ملګرتيا ترلاسه کول، د دښمنانو ګوښه کول او داسې نور…. دغه موخې په څلورو عمده ګټګوريو وېشلى شو: سياسي، اقتصادي، کلتوري او ايډيالوژيکي موخې.
سياسي موخې
د هر هېواد لپاره د ډيپلوماسۍ لومړنى اهميت د سياسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه ده. دا هيله هغه مهال تر لاسه کېداى شي، چې دوستو هېوادونو سره اړيکې لا ځواکمنې شي، هغو هېوادونو سره دوستانه اړيکې ټينګې شي چې له اوږد مهاله راهيسې دې هېواد ته بې تفاوته او سوړ چلند ولري او دښمن ځواک خنثا شي. د مؤثرو خبرو اترو او مذاکراتو له لارې دوستي لا قوي کېږي او نوي دوستان پيدا کېږي. دا چاره هغه وخت لا آسانېږي چې د گټو دوه اړخيز پوهاوى موجود وي. د بېلګې په توګه، په سيمه کې هندوستان يو سيمه ييز ځواک ګڼل کيږي-هندوستان له چين سره سرحدي مشکلات هم لري-، چې کېداى شي چين ته ستونزې راولاړې کړي. له بلې خوا هندوستان له خپل بل ګاونډي پاکستان سره د يوې تاريخي لانجې سره مخ دى. دې حالت کمونيست چين او پاکستان په سيمه کې په خوږو دوستانو بدل کړي دي.
د ګټورې ډيپلوماسۍ له بنسټيزو موخو دا هم ده، چې د ځانګړي هېواد پر ضد د نورو هېوادونو له اتحاد نه مخنيوى وکړي. دغه مقصد د ګڼو لارو نه په استفادې ترلاسه کېداى شي، لکه، له ځينو سره پوهاوي ته رسېدل، ځينو سره همغږي ښودل او د ځينو له ذهنه د خپل ائتلافي هېواد په وړاندې د شکونو د له منځه وړلو له لارې او داسې نور….
د ګټورې ډيپلوماسۍ په خپلولو سره ښايي دولت خپل مخالف ځواک منزوي او مورال يې کمزورى کړي. کېداى شي له خپلو دوستو هېوادو د امکان تر بريده ملاتړ تر لاسه کړي او ټول ورسره په يوه دريځ ودريږي. که کوم دولت مخالف شي، ښايي د دې ځواکمن اتحاد نه په استفادې منزوي يا ګوښه کړاى شي.
د يو هېواد سياسي موخې ښايي د هېواد د منابعو او ځواک په پام کې نيولو سره وټاکل شي. ولې کله يو کوچنى هېواد د يوې مؤثرې ډيلوماسۍ په خپلولو کولاى شي خپلې موخې تر لاسه کړي. په نولسمه پېړۍ کې د ((سبوي)) اروپايي هېواد د دې ښه بېلګه دى. سبوي، يو وړوکى او په نظامي لحاظ کمزورى هېواد، وتوانېد، چې د زغم او ماهرې ډيپلوماسۍ په کارولو سره د اسټريا ځواکمنه امپراتوري په ايټاليا کې له ماتې سره مخ کړي.
که څه هم د هېواد د ډيپلوماسۍ مؤثريت په زياته کچه د دولت پر ځواک تکيه لري. حتى ستر او ځواکمن دولت د کورنۍ تاوتريخوالي، د حکومت د سختې بې ثباتۍ او يا د مالي ورشکستګۍ په نتيجه کې ناکاميږي، چې په نورو هېوادونو کې د ځان په باب اعتماد منځ ته راوړي. په دغسې حالت کې ډيپلوماسي ډېر لږ وخت بريالۍ کېږي چې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.
د ډيپلوماسۍ بنسټيزه موخه دا ده چې خپلې موخې له سوله ييزې لارې تر لاسه کړي. ولې، کله چې له سوله ييزې لارې د هدف لاسته راوړل شونی نه وي، ښايي نور اقدامات تر سره شي. سوله تر هغې نېکمرغه ده چې د دولت حياتي ګټې په خطر کې نه وي. هېڅ دولت تيار نه دى چې د سولې په قيمت خپلې ګټې قرباني کړي.
ډيپلوماسي، د سياسي موخو د تر لاسه کولو د يوې آلې په توګه د جګړې او سولې په حالتونو کې خپل بنسټيز رول لوبوي. د سياسي شخړو او معاملو په دواړو حالتونو کې د ډيپلوماسۍ رول نه شو ردولى. بنا پر دې ويلى شو، چې دا مقوله چې (( د ډيپلوماسۍ پاى، د جګړې پيل دى)) کوم بنسټ او اساس نه لري. راکړه ورکړه يا معامله، چې د سولې پرمهال يې ډيپلوماسي بولي، حتى د جګړې د ډزو له پيلېدو سره هم روانه وي؛ يوازې يې انځور بدلېږي؛ پر دې بنسټ جګړه د تاوتريخوالي په وسيله د ډيپلوماسۍ دوام بلل کېږي. راکړه ورکړه که د سوله ييزو او مذاکراتو له لارې او يا د تاوتريخوالي په واسطه ترسره شي، ځواک په تېره بيا نظامي ځواک يې تر شا خپل بنسټيز رول لري. له دې امله سرفريک ريک وايي:(( ډيپلوماسي بې له وسلو داسې ده، لکه موسيقي بې د موسيقي له آلاتو)). اکثره وخت په غلطۍ سره ډیپلوماسي د سوله ییزو لارو چارو معادل ګڼل کېږي؛ ځکه ډېری وخت چې کله ځینې سیاستوال د یوې مسئلې په باب په سوله ییز اواري ټینګار کوي، نو وايي، ((د ډيپلوماسۍ له لارې دې حل شي!)).
ډيپلوماسي هغه مهال خپلې سياسي موخې ترلاسه کولاى شي چې تر شا يې د پام وړ ځواک او قوت وي.
اقتصادي موخې
که څه هم ظاهراً داسې برېښي چې د يو دولت تر ټولو مهمه اندېښنه د سياسي موخو په اړه وي؛ په داسې حال کې چې اقتصادي فکتورونه هم بې ارزښته نه دي. د نړۍ پانګه وال هېوادونه په دوامداره ډول په دې بوخت دي چې په نويو بازارونو کې ځانته د پښو ځاى پيدا کړي او په عين وخت کې لېواله دي چې په سيمه کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي وساتي؛ تر ډېره دوى توانېدلي دي چې رقابت له منځه يوسي او خپل قوي موقعيت تضمين کړي. د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې سوداګريزه ډيپلوماسي د ملي سياست د يو عمده مقصد په توګه خپل ځای موندلى دى.
په ټکنالوژيکي لحاظ پرمختللي ملتونه په دې هڅه کې دي چې له کمزوريو او وروسته پاتې هېوادونو نه په اقتصادي لحاظ ګټه پورته کړي. د ((مالي امپرياليزم)) او يا د ((ډالر ډيپلوماسي)) اصطلاحاتو کارونه د دې حقيقت ښه ښکارندوى دي. د آزاد بازار له ماتې سره سم او په پايله کې پر ملي اقتصاد له ټينګار نه وروسته، دواړو، پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو درک کړه چې تجارت او سوداګري د ملي پاليسۍ د عمده وسيلو په توګه کارولى شي. په نتيجه کې د اقتصادي ګټو ترلاسه کول د ډيپلوماسۍ مهمه موخه وګرځېده.
له دويمې نړيوالې جګړې (١٩٣٩-١٩٤٥م) وروسته د پام وړ شمېر مستعمرو خپلې خپلواکۍ ترلاسه کړې او د خپلواکو دولتونو په توګه را پورته شول. ولې دوى پر دې پوهېدل چې يوازې سياسي خپلواکي کافي نه ده؛ تر هغې چې اقتصادي پرمختيا ورسره مله نه شي. صنعتي هېوادونو هڅه وکړه چې له دې حالته په خپله ګټه استفاده وکړي. پرمختللي هېوادونه د کوچنيو او وروسته پاتې هېوادونو خامو موادو ته اړتيا لري او وروسته پاتې هېوادنه د پرمختللې ټکنالوژۍ د نه شتون له امله اړ دي، چې د دغو پرمختللو هېوادونو شرايط که څه هم سخت وي، ومني؛ څو د دوى له ټکنالوژۍ نه په استفادې خپل خام مواد استخراج او تصفيه کړي. پرمختللي هېوادونه د پورونو او بلا عوضه بسپنې له ورکړې وروسته، له وروسته پاتې هېوادونو امتيازات غواړي. کله نا کله دغه امتيازات د نويو آزادو شويو دولتونو د خپلواکۍ او آزادۍ په بيه هم ورته پرېوځي. له دې امله د يو ځواکمن بسپنه ورکوونکي او بسپنه اخيستونکي ترمنځ د بهترو شرايطو پر سر کشمکش روان وي. دلته ده، چې ډيپلوماسي ته وخت ورکول کېږي چې خپل مهم رول ولوبوي، ځکه د دواړو لوريو اړوندې ملي ګټې په خطر کې وي.
پخوا به په دغه ډول حالاتو کې کمزوري او وروسته پاتې هېوادونه له سخت وضعيت سره مخامخېدل. ولې د سړې جګړې (١٩٤٥-١٩٩٠م) پر مهال چې نړۍ پر دوو ايډيالوژيکي بلاکونو وېشل شوې وه، وروسته پاتې هېوادونو ته د پخوا په پرتله ښه شرايط برابر شوي وو چې د خپلو ګټو او شرايطو په پام کې نيولو سره خپل لورى وټاکي. هغه مهال د کمزورو هېوادونو د خپلولو لوبه د سوسياليستي او کپټاليستي بلاکونو ترمنځ روانه وه.
د اړيکو او ارتباطاتو په برخه کې بنسټيزو پرمختګونو او د نړۍ د ګڼو هېوادونو تړل کېدو، نړيواله سوداګري لا آسانه کړه. نړيواله سوداګري نن سبا د دولت په کنټرول کې ده او څرګنده ده چې هر هېواد د سوادګرۍ داسې يوه طرحه غواړي چې د هېواد له اقتصاد سره مناسبه وي. ډيپلوماتيکي خبرې اترې ترسره کېږي چې سوداګرۍ لا وده ورکړي. د سوداګرۍ د دودې او اقتصادي ګټو لپاره نوې ډيپلوماسۍ ځانګړې دستګاه منځ ته راوړې چې له پخوانيو هغو سره خورا توپير لري.
ډيپلوماسي او کلتوري فعاليتونه
په اوسنۍ نړۍ کې ډېرى وخت نورو هېوادونو ته کلتوري استازي لېږل کېږي، څو له هغو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګ کړي. دوى د ښه نيت د سفيرانو ښودنه کوي. کلتوري راکړه ورکړه د هېوادونو اوسېدونکو ته دا توان ورکوي چې د کلتوري استازو د تبادلې نه په استفادې د يو او بل نظريات ښه درک کړي. د کلتوري استازو د لېږلو ډيپلوماتيکه موخه دا وي، چې د هېواد کلتوري لوړوالى څرګند کړي او که شونې وي، د کوربه هېواد عامه افکار د خپل ځان په ګټه تر اغېز لاندې راولي. که يو هېواد وکولاى شي بل هېواد تر خپل کلتوري اغېز لاندې روالي او خپل کلتوري ميراث د نړۍ نورو برخو ته ولېږدوي، کولاى شي په دغو برخو کې د ځان په ملاتړ يوه قوي اډه جوړه کړي او په ګڼو چارو کې ترې کار واخلي. د کلتوري لوړوالي ښودنه، ډېرى وخت د نظامي ځواک تر ښودنې ځواکمن وي.
ناپليون د کلتوري غلبې اهميت درک کړى و. په دې باب ناپليون ويلي و:((زه مجبور شوم چې اروپا په توره فتحه کړم، څوک چې وروسته راځي هغه به يې په معنوياتو فتحه کوي. ځکه روحيات تل پر تورې برلاسي دي)). کلتوري امپرياليزم په حقيقت کې يوه هڅه ده څو د خلکو ذهنونه فتحه او کنټرول کړي، يا داسې يوه وسيله ده چې د ملتونو تر منځ د ځواک اړيکه بدلوي.
اوس دا يو منل شوى حقيقت دى چې کلتوري تړاونه کولاى شي دوه ولسونه په بنسټيز ډول سره نژدې کړي. د دې لپاره ولسونه بوخت دي چې يو له بل سره کلتوري تماسونه ټينګ کړي. دوى د کلتوري تبادلې پروګرامونه ترتيبوي او په نورو هېوادونو کې دايمي کلتوري مرکزونه جوړوي. دغه کلتوري مرکزونه اوس د ډيپلوماسۍ مؤثرې آلې دي. مثلاً په پاکستان کې د ايران کلتوري مرکزونه او افغانستان ته د خپل کلتور لېږد.
ډيپلوماسي او ايډيالوژي
د دويمې نړيوالې جګړې له پاى سره سم، په نړۍ کې دوه زبرځواک هېوادونه پاتې شول، چې هر يوه يې خپله خپله ايډيالوژي لرله. له دې وروسته نړۍ په دوو ايډيالوژيکي متضادو بلاکونو ووېشل شوه، چې د کمونيست بلاک مشري د پخواني شوروي اتحاد او د پانګه وال بلاک مشري د امريکا د متحده يالتونو پرغاړه وه. که څه هم دې مشرۍ کومه رسمي بڼه نه لرله، ولې دا دوه هېوادونه د نورو په پرتله ځواکمن وو، نو ځکه د وارسا تړون سرلارى شوروي اتحاد او د ناټو تړون مخکښ د امريکا متحده ايالتونه ګڼل کېدل. دغه مهال ايډيالوژيکي ټکر تود و. کمونيستو هېوادونو د شوروي او پانګه والو هېوادونو د امريکا لورى نيولى وو. دغه وخت په نړۍ کې يو بل په اصطلاح تش په نامه خوځښت هم موجود و، چې د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ يې باله. د دې غورځنګ هېوادونو پرېکړه کړې وه، چې د هېڅ يوه بلاک په پلوۍ به په هېڅ نظامي تړون کې ګډون نه کوي. دغه وخت د نړۍ د ډېرى هېوادونو ډيپلوماسي د اړوندو هېوادونو د ايډيالوژيو پر مدار څرخېده.
ايډيالوژي له اږدوې زمانې راهيسې د نړيوال سياست په قالب کولو کې عمده فکتور ګڼل کېږي. د ايډيالوژۍ نهايي اهميت په دې کې دى چې کولاى شي خلک په خوځښت راولي او ټولنه جوړه او يا له منځه يوسي. د ايډيالوژۍ دا ځواک په نوې نړۍ کې-لکه مخکې مو چې يادونه وکړه- ښه څرګند دى.
ايډيالوژيک هېوادونه يا تړونونه (ناټو او وارسا د سړې جګړې پرمهال) تل په دې هڅه کې وي، چې نور هېوادونه خپلې ايډيالوژۍ ته مايل کړي، يا لږ تر لږه د مخالفې ايډيالوژۍ له اغېزې خو يې خوندي وساتي. يا په بل عبارت، د ايډيالوژيکې ډيپلوماسۍ موخه همدا ده، چې د امکان تر بريده هېوادونه خپلې ايډيالوژۍ ته وروبولي، که دا شونې نه وي، نو هڅه کوي چې دغه هېوادونه بې لوري وساتل شي، څو مخالفې ايډيالوژۍ سره يو لاس نه شي.
د ايډيالوژيکې ډيپلوماسۍ بله عمده موخه دا ده، چې يو ځانګړى سياسي، اقتصادي او ټولنيز سيستم په بل دولت کې تل پاتې کړي، څو هڅه وشي دغه سيستم په نورو هېوادونو کې هم خپور شي او همدارنګه د نړۍ په نورو برخو کې د حريف ټولنيز او سياسي سيستم د خپرېدو پر وړاندې خنډونه منځ ته راشي. ايډيالوژيکي مبارزه په مختلفو ډولونو دود ده، لکه د هېواد استازي هڅه کوي چې خپله ايډيالوژي خپره کړي او خلک خپلې ځانګړې مذهبي، کلتوري او سياسي ګروهې کې شامل کړي. ايډيالوژيک دولت هڅه کوي، چې دغه موخې د خپلې ايډيالوژۍ په ستايلو او ښکلى ښکاره کولو او د حريفې ايډيالوژۍ په بدنامولو سره ترلاسه کړي؛ د دې لپاره دولت کلتوري ماموريتونه استوي، څو په نورو هېوادونو کې خلک د خپل کلتور او ايډيالوژۍ تر اغېزې لاندې راولي. دا موخې د اړتيا پرمهال د نورو ډيپلوماتيکي اقداماتو په ترسره کولو، لکه د اقتصادي بنديزونو ګواښ او داسې نورو په واسطه هم ترلاسه کېداى شي. يو ټکى د يادونې وړ دى، چې د سړې جګړې پرمهال د شوروي ايډيالوژيک هېواد استازي به ډېرى نړيوالو غونډو کې د خپلې ايډيالوژۍ د خپرولو په موخه ګډون کاوه، څو له لوېديزې نړۍ سره په رقابت کې ډېر پلويان ولري.
د ډيپلوماسۍ وسايل
يو دولت کولاى شي خپلې موخې له ګڼو لارو ترلاسه کړي. د لرغوني هند ددولتدارۍ او ډيپلوماسۍ ماهر، کاټيالا په باور، د دولت موخې د ډيپلوماسۍ په اسطه د څلورو اساسي وسايلو په کارولو سره ترلاسه کېداى شي؛ په ترتيب سره، ساما، ډانا، ډنډا او بېډا؛ جوړ جاړى او خبرې اترې، تحفه يا امتياز ورکونه، نفاق اچونه او ګواښ کول يا په رښتيا د ځواک کارونه. دا هم تقريباً د اوسمهالو ليکوالو د احساساتو څرګندونه ده، چې دوى هم ډيپلوماتيکي موخو ته د يو هېواد د رسېدو لپاره لانديني سلوک يا تګلارې کاروي؛ همکاري، موافقه او اختلاف. همکاري او موافقه د ګټورو او مؤثرو خبرو اترو له لارې ترلاسه کېږي. کله چې د سوله ييزو خبرو اترو له لارې د دغو موخو ترلاسه کول له ناکامۍ سره مخامخ شي، د ځواک د کارونې په ګډون، مخالفت په ګڼو ډولونو څرګندېږي. که څه هم، ((بېډا)) چې د نفاق او تجزيې لامل کېږي، د لوېديزوالو ليکوالو ترمنځ تر دې دمه د ډيپلوماسۍ د يوې مهمې وسيلې په توګه اهميت نه دى موندلى، ولې په ډيپلوماسۍ کې د دې له ګټورتوبه سترګې نه شو پټولاى. يا دا وسايل د ټاکلو اهدفو د لاسته راوړلو په لار کې د ډيپلوماسۍ له مهمو وسايلو ګڼل کېږي.
د ډيپلوماسۍ کار او ساحه
ډيپلوماسي، چې ډېرى وخت د ((نړيوالو اړيکو)) په توګه بېژندل شوې ده، په دوامداره ډول د تاريخ په اوږدو کې له يوې ستونزمنې او سختې نړۍ سره د معاملې د ميتود په توګه تکامل کړى دى. په داسې يوې نړۍ کې، چې له سيالو دولتونو جوړه شوې او دغه دولتونه په خپلو کې د خپل پايښت، د ملي ګټو د زياتوالي او يو پر بل باندې د تفوق يا لوړوالي د ترلاسه کولو لپاره له يو بل سره رقابت کوي. د ملتونو ترمنځ د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يو دوامدارهرقابت روان دى. له دې پرته، يو دولت اکثره وخت خپلې مختلفې ګټې تعقيبوي. د ډيپلوماسۍ يو کار دا دى، چې د دغو ګټو تعدد سره ورغوي او يا لږ تر لږه دوى ته له يو بل سره وفق ورکړي. په عمومي ډول سره دا څرګنده ده، چې خبرې اترې او مذاکرات د ډيپلوماسۍ عمده دنده ده. ډيپلوماسي د برياليو خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د ختمولو او د دولتونو د ګټو د لاسته راوړلو توان لري. کله چې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شي، ډيپلوماتان هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په وړاندې د خپلو مخالفينو غلطي ثابته کړي.
دا يوه ښکاره خبره ده، چې د ځيرکې ډيپلوماسي مقصد دا وي، چې د خپلو موخو د تعقيبولو لپاره له مناسبو وسيلو کار واخلي. لکه څرنګه چې مخکې ويل شوي وو، چې د ډيپلوماسۍ درې بنسټيزې وسيلې، موافقت، همکاري او مخالفت دي. دا هم منل شوې ده چې د سوله ييزو وسيلو په واسطه د موخې ترلاسه کول تل په زړه پورې وي. هغه ډيپلوماسي چې پر مخالفت، ګواښ او د ځواک پر کارولو ټينګار کوي، د ځيرکې او ايډيالې ډيپلوماسۍ دعوا نه شي کولاى. دا څرګنده ده، چې د جګړې بهير د وړاندوينې وړ نه دى او حتى د جګړې کاميابې پايلې هم ښايي يو ملت له بشپړې بې ثباتۍ او دربدرۍ سره مخامخ کړي. له دې امله لرغونو هندي ليکوالو د هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د ځواک پر کارولو يوازې هغه مهال ټينګار کړى، چې د ډيپلوماسۍ نور اقدامات له ماتې سره مخامخ شوي وي. ليکن دا هم په دې معنا نه دى، چې د ځواک کارونه او يا ګواښ چې د ډیپلوماسۍ ډېر مهم وسايل دي، په بشپړ ډول رد شي. ځکه چې هره ډيپلوماسي، چې هر څه په خبرو اترو او سوله ييز حل پورې تړي، يوه ځيرکه او وړ ډيپلوماسي نه ګڼل کېږي. له دې امله، چې د کاميابې ډيپلوماسۍ ضروري تشکيلوونکې برخه دا ده چې وکولاى شي هره شېبه د ځواک د کارونې په ګډون د ډيپلوماسۍ پر يوه او يا نورو وسايلو لازم فشار راوړي.
دا قاعده، چې ((د ډيپلوماسۍ پاى، د جګړې پيل دى)) يوه سهي جمله نه ده. معاملې او راکړې ورکړې ته د سولې پرمهال ډيپلوماسي وايي، چې د جګړې له پيل سره هېڅکله پاى ته نه رسېږي. د جګړې له پيل سره يې يوازې شکل بدلون مومي. ولې جګړه تل د خبرو اترو يو بديل نه دى؛ بلکې د راکړې ورکړې يو ډول دى، چې له تاوتريخوالي سره مله وي. کله چې سوله ييزې خبرې اترې ترسره کېږي، ځواک وروستی ځاى لري او کله چې ورته اړتيا پېښه شي د يو ګواښ په ډول مخې ته کېږي؛ او که د ځواک ګواښ ناکافي ثابت شي، بيا نو په خلاص لاس سره کارول کېږي. له دې امله د سولې له پاى سره د ډيپلوماسۍ ساحه پاى ته نه رسېږي. حتى د جګړې پرمهال، که څه هم ډيپلوماسي له نورو لارو –له تاوتريخوالي ډکې لارې- په خپل قوت سره پاتې کېږي.
د ډيپلوماسۍ اهميت
ډيپلوماسي په نړيوالو اړيکو کې په مختلفو ډولونو سره خپل رول لوبوي. ډيپلوماسي يو له هغو پخوانيو لارو څخه ده، چې انسانانو د هغې په واسطه د سولې او جګړې ستونزې اوارولې. د منطمو ټولنو ترمنځ د نړيوالو اړيکو په اداره کولو کې، ډيپلوماسي د خبرو اترو، هڅونو او د افکارو د تبادلې له لارې د ځواک د کارونې شونتيا کموي.
په داسې يوې نړۍ کې چې له ګڼو خپلواکو دولتونو جوړه شوې وي، د ډيپلوماسۍ او نړيوالو حقوقو فکتورونه د سولې په ټينګښت کې تر ټولو مهم رول لري. نړيوالو حقوقو دې ګدوډې نړۍ ته يوه منظمه بڼه ورکړې ده او د سولې په خوندي ساتلو کې ډيپلوماسي حياتي رول لوبولى دى. د ډيپلوماسۍ اهميت د انډول د ساتونکي او سوله ييز نړيوال نظم له امله په اوسنۍ نړۍ کۍ لا زيات شوى دى. هانس مارګنتاو، د سوله ييزې نړۍ د منځ ته راتلو لپاره، د نړيوال توافق شرط په ګوته کوي، چې د هغه پر بنسټ ډيپلوماسي کولاى شي له نړيوالې سولې سره مرسته وکړي. دغه نړيوال توافق داسې په زړهپورې حالت منځ ته راوړي، چې په هغې کې نړيوالې سياسي ټولنې منځ ته راشي. هينري کېسنجر هم د نورو رياليستانو په څېر، د ملتونو ترمنځ د اختلافاتو په تنظيم کې ډيپلوماسۍ ته مهم رول ورکوي.
ننۍ نړۍ د ګڼو خپلواکو دولتونو او د هغى ترمنځ د مختلفو موخو او ګټو د شتون له امله، له اختلافاتو ډکه ده؛ که د ډيپلوماسۍ رول په پام کې ونه نيول شي، نو هره ګړۍ د دې امکان شته چې نړيوال ستر ځواکونه له يوه او بل سره ونښلي او نړۍ له يو ستر کړکېچ سره مخامخ کړي. دا ډيپلوماسي ده چې دغه اختلافات په ډېره هنرمندانه ډول سره تنظيموي او په نړيوال سياست کې تل د ځواک کارونه او جګړه وروستى انتخاب وي. د نړۍ د دولتونو ترمنځ يو لړ اختلافات د له منځه تلو وړ دي، په داسې حال کې چې زيات شمېر اختلافات په خپل حال پاتې وي، چې د ډيپلوماسۍ په واسطه ترتيب او تنظيم کېږي.
ډيپلوماسي له دې امله د ستايلو وړ ده، چې بې له جګړې د زيات شمېر موخو د ترلاسه کولو هڅه کوي. ولې دا په دې معنا نه ده، چې ډيپلوماسي په بشپړ دول جګړه ردوي. حتى کله داسې هم کېږي، چې ډيپلوماسي د جګړې د منځ ته راوړو لپاره شرايط برابر کړي او بيا د هغې د ګټلو لپاره ائتلافونه جوړوي او د ځواک دښمن د ګوښه کولو هڅه کوي.
په هر صورت، تل په نړۍ کې د زيات شمېر په تېره کمزورو دولتونو هڅه دا وي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي. چې د ډيپلوماسۍ ټول اړخونه په پام کې ونيسو، بيا به هم وروستى قضاوت دا وي، چې د سوله ييز نړيوال نظم د يوې وسيلې په توګه د ډيپلوماسۍ له روله سترګې نه شو پټولاى.
ديپلوماسي او بهرنۍ پاليسي
په اوسنۍ نړۍ کې هېڅ هېواد په بشپړ ګوښه توب (انزوا) کې نه شي پاتېداى. ټول ملتونه له يوه او بل سره اړيکې لري، له دې امله د بهرنۍ پاليسي لرل اړين دي. حتى که يو هېواد غواړي، چې په نسبتاً ګوښه توب کې پاتې شي، لکه د امريکا متحده ايالتونه د نولسمې پېړۍ پرمهال، همدا د ګوښه توب سياست به يې بهرنۍ پاليسي وي.
بهرنۍ پاليسي په مختلفو ډولونو سره تعريف شوې ده. د ځينو له نظره، د يو دولت بهرنۍ پاليسي د هغه دولت د ګټو څرګندونه ده. ځينې بهرنۍ پاليسي داسې تعريفوي:((د پوهې او تجربې پر بنست، يو پراخ پلان، چې د هغې له مخې يو حکومت له پاتې نړۍ سره اړيکې پالي. د دې پلان موخه د ملت د ملي ګټو پراختيا او خونديتوب دى)).
اېف.اېچ.هارتمن ليکي:((يو دولت تل له دې پوښتنې سره مخامخېږي، چې څه شى ښايي ملي موخې وګڼل شي؟ د دې پوښتنې ځواب بهرنۍ پاليسي ګڼل کېږي)). د يوې په زړه پورې بهرنۍ پاليسي جوړول او په مناسب ډول عملي کول يې، په زياته کچه ځواک پورې اړه لري. او دا هم يو حقيقت دى، چې ملي ځواک د ټولو دولتونو لپاره محدود دى، که واړه او يا هم ستر دولتونه وي. په پايله کې رياليستک بهرنى سياست جوړول، د ريزرف ځواک او نورو شته سرچينو ارزونې پورې اړه لري.
ډوچسيک بهرنۍ پاليسي پر دوه ډولو وېشي:
١-د خپل او ائتلافي دولت د ځواکونو په پام کې نيولو سره د موخو ټاکنه او د شته ځواک په واسطه د دغو موخو تعقيب؛
٢-د دښمنو، بې لوريو او دوستو ملتونو د موخو ارزونه او د هغوى د حقيقي او پټو ځواکونه ارزونه.
په دغو بهيرونو کې کوچنۍ غلطۍ ښايي سترې غميزې رامنځ ته کړي. د نورو د ځواکونو ناسم اټکل ښايي دولت له سترو ننګونو سره مخامخ کړي. ډيپلوماتيک استازي کولاى شي د نورو ملتونو قوت، ضعف او هيلې د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ تشخيص کړي. د دغو معلوماتو له سمې ارزونې وروسته، ډيپلوماتان د بهرنيو چارو وزارت ته راپور ورکوي، څو هغوى د دغو معلوماتو پر بنسټ يوه مؤثره بهرنۍ پاليسي جوړه کړي. ځکه د يو ملت د بهرنۍ پاليسي په جوړولو کې ډيپلوماسي ډېر مهم رول لوبوي.
بهرنۍ پاليسي د کړنو هغه کړنلاره ده، چې يو حکومت يې د نورو حکومتونو په وړاندې خپلوي. بهرنۍ پاليسي د يو دولت د بهرنيو اړيکو، موخو او ګټو ټولګه ده. د بهرنۍ پاليسي جوړول ښايي د يو دولت لپاره تر ټولو ستر سياسي کار وي. د دې په ترتيب کې غلطۍ کولاى شي دولت له جدي غبرګونونو سره مخامخ کړي. د دې د اهميت له امله د بهرنۍ پاليسۍ جوړول تل د دولت د رئيس ځانګړى امتياز پاتې شوى دى.
ډېرى وخت د اکثرو خلکو په وړاندې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي يو ډول برېښي. که څه هم د دوى ترمنځ ډېر نژدې تړاو شته، ولې بيا هم بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي يو شان نه دي او له يو بل سره پرېکنده توپيرونه لري. جي.آرچاليډز دا توپير په څو ټکو کې بيان کړى دى. دى وايي:(( د يو دولت بهرنۍ پاليسي د هغه دولت د بهرنيو اړيکو اصلي جوهر بلل کېږي)). د ډيپلوماسي په باب زياتوي:(( ډيپلوماسي هغه بهير دى، چې د هغې په واسطه پاليسي ترسره کېږي)). يا په بل عبارت، ډيپلوماسي د بهرنۍ پاليسۍ د اجرا کولو لپاره اشخاص او دستګاه برابروي. بنا پردې، بهرنۍ پاليسي اصل جوهر دى او ډيپلوماسي يې ميتود او لار ده. د ډيپلوماسۍ نوموتى ليکوال او په خپله ډيپلومات، هارولډ نيکلسن، دې فرق ته لا ډېره پاملرنه کړې ده. دى په خپلې په زړه پورې څېړنې ((د ويانا کنګره)) کې ليکي:(( ډيپلوماسي او بهرنۍ پاليسي دواړه، ملي ګټو پورې اړه لري. بهرنۍ پاليسي پر ملي غوښتنو باندې متکي ده… په داسې حال کې چې ډيپلوماسي موخه نه ده، بلکې وسيله ده، مقصد نه، ميتود دى)).
د بهرنۍ پاليسي موخه د يو ملت د ملي ګټو خونديتوب او پراختيا ده. د ډيپلوماسۍ لومړنۍ دنده هم د ملي ګټو زياتوالى او خونديتوب دى. ځکه داسې برېښي چې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي، دواړه په ښکاره يو ډول دندې لري، ولې د دوى ترمنځ يو شمېر بنسټيز اختلافات هم شته. په دې ګڼ ملتيزې نړۍ کې، د دې لپاره چې ملي ګټې زياتې او خوندي شي، هر دولت د نورو دولتونو په وړاندې ځانګړې سلوک او کړنلاره ټاکي. دغه سلوک يا چلند، د يو ملت د بهرنۍ پاليسۍ د بنسټ ډبره ګڼل کېږي. کله چې دغه کړنلاره جوړه شوه او بهرنۍ پاليسي مځ ته راغله، دلته د ډيپلومات رول مطرح کېږي، چې په خپلو فعاليتونو سره پرېکړې پلې کړي. بنا پردې، که د بهرنۍ پاليسۍ لومړنۍ دنده دا وي، چې د بهرنيو اړيکو په باب پرېکړه وکړي، د ډيپلوماسۍ لومړنۍ دنده دا ده، چې دغه پرېکړې په مناسب او مؤثر ډول ترسره کړي. که څه هم، ستراسز هوپ او پوسوني، وايي چې بهرنۍ پاليسي د تصميم او عمل په دوو پراخو ګټګوريو وېشل کېږي. يا په بل عبارت دوى په دې اند دي، چې د بهرنيو اړيکو په باب د پاليسۍ جوړول او د هغې عملي کول، دواړه د بهرنۍ پاليسي په ګټګورۍ کې راځي. د دوى له نظره، ډيپلوماسي د بهرنۍ پاليسي جوړونکې برخه ده.
په حقيقت کې ډيپلوماسي له بهرنۍ پاليسي سره نژدې تړلې ده. ليکن، بهرنۍ پاليسي تر ډېره بريده له پرېکړو سره تړاو لري او ډيپلوماسي د هغو له پلي کولو سره تړلې ده. که څه هم ډيپلوماسي د پهرنۍ پاليسي په جوړولو کې هم مرسته کوي. دا ډيپلوماتان دي، چې د نورو دولتونو د چلند، ځواک، کمزوريو او هيلو په باب معلومات استوي، چې د دغو معلوماتو پر بنسټ پاليسي جوړونکي د هېواد بهرنۍ پاليسي جوړوي. –په دې باب به ډېر ژر انشاءالله د ډيپلومات د دندو په بحث کې بشپړ معلومات ولولئ- کله چې ډيپلوماتان له بهرنيو هېوادونو خپل متبوع دولت ته معلومات استوي، د کوربه دولتونو په باب د بهرنۍ پاليسي جوړونکو ته خپلې شننې هم استوي، چې دغه مواد د بهرنۍ پاليسي په جوړولو کې مهمه ونډه لري. په پاى کې ويلى شو، چې بهرنۍ پاليسي او ډيپلوماسي دومره سره نژدې اړيکې لري، چې د يوه په نه شتونه کې بل هېڅ نه شي کولاى؛ خو بيا هم دا دواړه بېل ګڼل کېږي.
[review]
You also might be interested in
لیکنه: ذاکر جلالي دا د هیلې او خوښۍ ځای دی[...]
-ليکوال: ډاکټر يوسف قرضاوي -ژباړن: ذاکر جلالي -ښکېلاکګرو او د[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی