لیکنه: ارش ننګیال
لوبې د ماشومانو د ژوند یوه برخه ده، د ژوند اړتیا او ضرورت یې دی. هغوی چې په ښارونو کې ژوند کوي هغه فولکلوریکې او دودیزې لوبې یې هېرې کړې دي ځکه چې د دودیزو لوبو ځای اوس برېښنايي او کمپیوټري لوبو نیولی دی چې له ګټې سره سره ډېر زیانونه هم لري او یا خو دا لوبې خورا ګرانې دي او هرځای کې نه پیدا کېږي.
زه نه غواړم چې د ماشومانو د لوبو په ګټو او زیانونو خبرې کوړم، زه غواړم یوه غوره فولکلوریکه لوبه تاسو ته در یاده کړم چې په فوق العاده توګه ښوونیزه او تفریحي ده.
( ډک، پوچ ) یا هم ( پټه ګوته) هغه لوبه ده چې یو مهال د کلی کور ځوانانو او مشرانو هم کوله، ان دا چې د کلیو د ځوانانو او مشرانو ترمنځ به دا لوبې جوړېدې او زه یې تر هرچا ډېر مینوال وم او لا هم یم. دا ډېره ارامه او په زړه پورې لوبه ده. که امتحان یې کړئ هېڅ کله به پښېمانه نه شې.
ـ ډک پوچ.
دوه مساوې ډلې جوړېږي، دواړه ډلې یو بل ته مخامخ، څنګ په څنګ کتار کېني او په خپلو پښو باندې څادر غوړوي. یو وړوکی څيز انتخابېږي لکه یوه ګوتمۍ، مرۍ داسې څیز چې بل هسې نه وي موجود او د لاس په موټي کې ښه پټ شي.
د لوبې پیل کې دواړه ډلې د ګوتمۍ د ترلاسه کولو لپاره سره یالي کوي، د بېلګې په توګه، یوه ډله وړاندیز کوي:
ـ لس نمبرې اخلئ که ګوتمۍ؟ پینځلس نمبرې اخلئ که ګوتمۍ؟
دا دواړو ډلو پورې اړه لري چې په څه ډول سره جوړ جاړي ته رسیږي. تر دې وروسته ټارکیټ ټاکل کيږي. ۱۰۰، ، ۳۰۰،۲۰۰
تر دې وروسته لوبه پیلېږي، د ډلې مشر ګومتۍ اخلي او د څادر لاندې یې د خپلو ملګرو په لاسونو کې پټوي، کله چې د ګوتمۍ له پټېدو نه مطمئن شو امر کوي چې لاسونه له څادره وباسي، بیا ټول خپل لاسونه موټي کوي او د مقابل لورې مخ ته یې په ځمکه ږدي. دوی هڅه کوي چې مقابل لوري ته چل ورکړي څو چې ګوتمۍ پیدا نه کړي، ځینې کسان چې دې لوبه کې ډېر مهارت لري د خبرو له لارې هغه څوک تر اغیز لاندې روالي چې ګوتمۍ یې په لاس کې وي:
ـ ما ته کس معالوم دی، زه یې ډېر ښه پيژنم، خولې پرې راماتې دي او……
همدا ډول دا ډله هڅه کوي څو هغه لاسونه له ډګره لرې کړي چې ددوی په فکر تش دی، دوی غواړي لاسونه کم کړي چې بیا د ګوتمۍ پیدا کول ورته اسانه شي. د لاس د تشولو لپاره داسې وايي:
ـ احمده، ښي یا چپ لاس دې پوچ!
احمد ته چې کوم لاس ښودل شوی، لومړی یې مقابل لور ته ښکاره کوي، که ګوتمۍ پکې وه نو یوه نمبر ګټي او که نه وه نو خپل لاس له ډګره لرې کوي.
که له واره پټه ګوته وغواړئ نو شاید لوبه ژر وبایلئ. ښه دا ده چې لومړی هغه لاسونه پوچ کړئ چې ستاسو له نظره تش دي، په لږو لاسونو کې پټه ګوته ښه پیدا کېږي او تر ټولو مهمه دا چې څومره لاسونه کمېږي هماغومره فشار په هغه کس راځي چې پټه ګوته ورسره ده. که لږ متوج شئ پیدا کولی یې شئ.
په دې لوبه کې مشري ډېر رول لري، ځکه که هرڅوک په خپله خوښه او له مشورې پرته یو، یو لاس پوچ کړي نو ډېر ژر به لوبه بایلئ. هر لاس باید د ټولو ملګرو په مشوره پوچ شي او هغه هم د مشر او رهبر په وینا.
ـ ماشومانو ته د ډک پوچ ګټې.
دا لوبه سل په سلو کې یوه ښوونیزه لوبه ده. ماشومان خبرې کول، هوښیاري، چالاکۍ، د انسانانو هغه غیر ارادي حرکات چې د یو شي افشا کوونکي وي پيژني. پر ځان اعتماد او د خپلو احساساتو کنټرول زده کوي. دوی په خپل ځان واک پیدا کوي. دا یوه ټولنیزه لوبه ده چې ګڼ کسان پکې برخه اخلي، په دې لوبه کې به له نورو کسانو سره ګډ کار او فعالیت زده کړي، د نورو ارزښت او احترام به زده کړي. د کامیابۍ او ناکامۍ په ارزښت به پوی شي او….
څنګه مو خوښه ده چې همد اوس یې پیل کړو؟
په درنښت
17 OCT 2015