لیکنه: احمدشاه پاڅون
شاهي ماڼۍ کي به د فوارو تر څنګ پر غالیو سترخوان هوار سو، د سپینو او سرو زرو او همدا شان ډبرینو لوښو کي به خوندور خوراکونه راوړل سوه، د شاهي کورنۍ غړو به د پاچا په شمول لاسونه تر ډوډۍ وړاندي او وروسته د چندڼو په عطروپرېمنځل، د شاهي کورنۍ ټول غړي به دسترخوان ته ګېر چاپېره چپه خوله ناست وو، سترګي به یې نه غړولې او د یو بل قابونو ته به یې نه کتل. که به پاچا چاته د ډوډۍ خوړولو امر وکړ هغه به پر خپل ځای و درید او نیم به کوږ سو، دا د پاچانه د منني یو ډول و.
دا تشریفات پر هند د مغولود واکمنۍ د وروستي پاچا په دربار کي تر سره کېده.
تشریفات زموږ په عام ژوند کي هم یو نه یو ډول دخیل او نږدې هره سیمه او ګړوه ځان ته بیل تشریفات لري، خو نن به د ننۍ نړۍ د ډپلوماټیکي ادابو او تشریفاتو په اړه هغه څه چي په نږدې ټولو دولتونو کي منل سوي او عملي سوي دي سره و ږغیږو.
په نړۍ کي له تر لاسه سوو ډبرلیکونو ښکاري، چي ان زرګونه کلونه وړاندي هم ټولنو او دولتونو کي تشریفات په پریمانه کچه موجود وو، خو د وخت په تېریدو یې شکل بدل سوی او اوسني تشریفات د پخوانیو سره هیڅ ورته والی نه لري، که څه هم اغیز یې ورباندي سته.
نن ورځ تشریفات هغه اداب، دودونه، مقررات او قوانین بلل کیږي، چي په رسمي مراسیمو کي د ډیپلوماټیکو وګړو تر منځ په کنفرانسونو، نړیوالو ناستو او غونډو کي دود سوي دي. دې تشریفاتو ته انګریزي کي Protocol ویل کیږي.
په دې تشریفانو پوهیدل د هر چا لپاره اړین دي، نن سبا موږ وینو چي هره دولتي او خصوصي رسمي اداره کي ملي بیرغ رپیږي، په ډیرو ملي او مذهبي ورځو کي د افغانستان له ملی بیرغ څخه استفاده کیږي، خو د بیرغ د سم او رسمي کاروني څخه عام څه، چي ډیری خواص وګړي هم ناخبره دي.
د رسمي مقراتو له مخي باید ملي بیرغ په ادارو کي هر سهار د کار تر پیل وړاندي په ځانګړو مراسیمو پورته او تر لمر پرېوتو مخکي بیرته په درنښت را کښته کړل سي.
د سفیر او جنرال قونسل استوګنځي له دې قاعدې مستثنی دي، په دوام داره ډول د بیرغ ځوړند ساتل، پر بیرغ نور انځورونه او کرښي کښتل منع دي. کولای سو دولتي ادارو، دولت پوري تړلي ادارو، رسمي غونډو کي او رسمي لوبو پر مهال له ملي بیرغ څخه استفاده وکړو. هغه مهال چي بهر کي د افغانستان نمایندګي کیږي، د ملي جشنونو او د مشرانو د تګ راتګ پر مهال، هغه وخت چي دولتي مراسم پرانستل کیږي. ملي مذهبي او رسمي ورځو کي ښايي ملي بیرغ په مناسبو ځایونو کي و ځړول سي. کله چي هیواد مشر بل هیواد ته سفر کوي په کومه ودانۍ کي چي اوسیږي هلته باید د مېلمه د هیواد ملی بیرغ نسب سي.
د ملي یا رسمي ویرونو او ماتم پر مهال ښايي ملي بیرغ نیم ځړوند سي، په بهرني هیواد کي د هغه هیواد د عمومي ماتم له کبله ښايي د افغانستان په سفارت کي هم ملي بیرغ نیم ځوړند سي او که خدای مکړه کوم ډیپلوماټ او یا قونسل وفات وکړي په دې وخت کي ملي بیرغ د ستنی څلورمي برخي ته را کښته کیږي.
پر موټر د ملی بیرغ نسبولو په اړه مهمه دا ده چي په رسمي چوکاټ کي باید یوازي د ولسمشر پر موټر ملی بیرغ نسب وي، مګر نور چارواکي دا کار هغه مهال کولای سي، چي کوم بهرنی مېلمه بدرګه کوي.
پر موټر باید بیرغ د چلوونکي ښې اړخ ته نسب سي.
په هیواد کي دننه ملي بیرغ تر نورو ټولو لومړیتوب لري، بیرغ باید تل ښي اړخ ته وي، خو په یاد مو وي چي ملی بیرغ باید له نورو ټولو لوړ وي او همداسي په ادب او عزت را کښته کړل سي.
ملی بیرغ باید هیڅ کله پر مځکه پرې وتی پرې نه ښودل سي، تل باید پام وسي، چي ملي بیرغ پاک او رنګونه یې مشخص وي. زاړه او پیکه سوي بیرغونه باید لیري او په مناسب ځای کي خوندي سي. هغه مهال چي بیرغ لوبغالي کي د ویاړ دوره کوي، پکارده څلور کسان یې ولیږدوي. په خاص ډول بهرني هیوادونو کي باید ملي بیرغ ډېر ښه و ساتل سي، په نمجنو او لمرینو هیوادونو کي ښايي په څو اونیو کي بیرغ نوي کړل سي.
په نړیوالو غونډو کي د هیوادونو بیرغونه د لایتني الفبا په ترتیب درول کیږي.
د عکسونو نسبولو قواعد
د عکسونو نسبول هم د رسمي او دولتي تشریفاتو په لړ کي مهم ځای لري، خو تر ډېره د عکسونو اړوند د تشریفاتو دودونه نظر دولتونو او ټولنو ته تغیر کوي. په شاهي دولتونو کي ملکه یا پاچا د هیواد سمبول ګڼل کیږي او یوازي د دوی له عکسونو په رسمي مراسیمو کي استفاده کیږي. په ځینو هیوادونو کی بیاد یو ملي اتل، یا مبارز عکسونه د درنښت وړ وي لکه هند کي د ګاندي او ترکیه کي د اتاترک انځورونه، مګر یو شمېر هیوادونو کي بیا د هیواد مشر له انځوره په تشریفاتو کي کار اخستل کیږي، لکه افغانستان.
په اصولي ډول باید عکس په سر پټو ځانو کي و ځړول سي، خو که په سر خلاصو ځایونو کي نسبیږي هم د موقت وخت لپاره.
په رسمي مراسیمو کي د یو چا د عکس نسبولو لپاره باید د هغه د رسمیاتو پرمهال اخستل سوی انځور پیدا کړو او که د یو شخص یو یا څو انځورنه غواړو و ځړوو داسي انځورونه غوره کوو چي ټولو یوه جهت ته کتلی وي.
عکس باید د صالون، دفتر او تالار په هغه برخه کي و لګول سي، چي اوږد دیوال ولري او کومه کړکۍ پکي نه وي.
که دوه عکسونه نسبوو نو د مقام له مخي لومړی ښی او دوهم چپ اړخ ته لګول پکار دي او که عکسونه درې وي په منځ کي د لومړي دریځ لرونکي کس انځور، ښی خوا کي د دوهم دریځ او چپ اړخ ته دي د دریم مقام لرونکي کس انځور راسي.
په تشریفاتو کي د موټر کاروني اداب
د رسمي چارو په تر سره کولو، رسمي چارواکو او یا مېلمنو په لېږ را لیږد کي د موټر کاروني یو لړ قواعد او اداب هم سته چي ورباندي پوهیدل ګټور دي.
د رسمیاتو په لړ کي د چلوونکي د څنګ څوکۍ یا ښايي تشه پاته سي او یا ساتونکی پکي کښیني او که بیا کله کوربه موټر چلوي بیا باید مېلمه د مخ په سیټ کي کښیني. مېلمه ته مخاخ څوکۍ ښايي تشه پرېښودل سي، خو د کوربه مخامخ سیټ د دریم دریځ لرونکی دی.
ویزیټ کارډ کارونه
په ډیپلوماټیکي تشریفاتي ژوند کي ویزیټ کارډ مهم شمېرل کیږي. دا په ورځني ژوند کي د یو بل سره د پېژندني او له مقابل لوري سره د اړیکو ساتلو یوه وسیله ګڼل کیږي.
افغانستان کي ویزیټ کارډ څخه ګټه اخستل عام دود نه دی.
ویزیټ کارډ دي سپین رنګ ولري، د کارډ منځ کي د شخص نوم، ترې لاندي دنده او تر هغه لاندي په کوچنیو تورو د هیواد نوم لیکل کیږي.
ښی لوی ته ټلیفون شمېره ، فاکس او تر هغه لاندي ادرس لیکل کیږي مګر د بریښنالیک پته دي د کارډ د کیڼ اړخ په لاندي برخه کي و لیکل سي.
د هغه مواردو لپار، چي ویزیت کارډ استفاده کیږي په کارډ کي مخففات لیکل کیږي، چي تر ډېره ډیپلوماټان وسره بلد دي.
مثلاً: P.r- د منني لپاره p.f- د مبارکي لپاره p.f.n.a- د نوي کال د مبارکۍ لپاره p.f.c- د پېژنګوۍ لپاره -P.P.C د مخه ښه لپاره pour – د خواخوږۍ لپاره p.p- د ورپېژندني لپاره.
د لاس ورکولو اداب
یو بل ته لاس ورکول، زموږ په عام ژوند کي هم یو عام دود او مذهبي طریقه ده، مګر د لاس ورکول په ډیپلوماټیکي تشریفاتو کي یو لړ اداب او اصول لري. مشرانو او چارواکو ته په کار دي تل په لاس ورکولو کي تر نورو لومړیتوب وکړي. د لاس ورکولو پرمهال باید د مقابل لوري سترګو ته و کتل سي او لاس ته باید مناسب فشار ورکړل سي.
نوې راغلی کس باید لومړی لوړ پوري شخص ته لاس ورکړي وروسته بیا نورو ته. د مقابل لوري لاسونو ته باید تر ډېره و نه کتل سي او نه هم تر اندازې زیات فشار ورکړل سي. که د نارینه دستکښي په لاس وي پکار ده د لاس ورکولو پر مهال یې لیري کړي، خو ښځي کولای سي د د ست کښو سره مقابل لوري ته لاس ورکړي. په اسلامي هیوادونو کي تر ډېره ښځينه ډیپلوماټان په لاس روغبړ نه کوي.
کړه وړه
په ډیپلوماټیکي ژوند کي باید ډیپلوماټ خپلو کړو وړو او ظاهري بڼي ته بشپړه توجه وکړي د جامو، کورتۍ، پتلون نېکټايي او بوټونو په پاکوالي او د رنګونو په انتخاب کي باید دقت وکړل سي. جامې موباید بې داغه او اوتو سوي وي. په رسمي وخت کي د جګو پوندو او یا کږو مشوکو لرونکي څپلۍ په پښو کول ښه نه ګنل کیږي. د جامو په اغوستو کي باید تل د موسم غوښتنه په نظر کي و نیول سي. که پر لاره تګ کوو، پکار ده تګ مو له اداب او نزاکت سره ملګری وي، که مو چاته خنډ پیښ کړ باید بخښنه و غواړ، که څوک کوم خدمت راته وکړي حتماً باید مننه ترې وکړو. د تګ پر مهال نه ښايي لارویانو ته ځیر، ځیر و ګورو او یا د لاري پر سر ناړي توف کړو، په عام محضر کي باید له سګریټ څکولو څخه ډډه وسي.
د ولسمشر د رسمي سفر تشریفات
په رسمي او ډیپلوماټیکي چاپېریال کي تر ټولو پېچلي تشریفات بل هیواد ته د ولسمشر د رسمي سفر دي، چي دلته به مازي یوه څکه ورڅخه وکړو.
تر ټولو لومړی ښايي د دواړو هیوادونو د تشریفاتو د برخي مسولین ددې سفر د چمتو والي په اړه سره و ږغیږي. یا هم کله کله د کوربه هیواد لخوا په دریو ژبو (د دواړو هیوادونو رسمي او یوه نړیواله ژبه ) یوه وړه کتابچه چاپ او مېلمه ته ورلیږل کیږي، چي پکي د راتلو وخت، کتني، داخلي سفرونه، مېلمستاوي، اړین ټلیفونونه او داسي نور مهم موارد راغلي وي.
تر سفر وړاندي په دواړو هیوادونو کي، په یو وخت د سفر په اړه اعلامیې خپریږي، چي کله کله پکي د سفر دقیقه نېټه هم ښودل کیږي.
هر کله چي الوتکه ور پرانیزي د مېلمه هیواد سفیر او یا هم د کوربه هیواد د تشریفاتو مسول الوتکي ته ور پورته کیږي او هلته ولسمشر ته ښه راغلاست وايي. وروسته تر ټولو وړاندي ولسمشر را کښته کیږي.
له الوتکي څخه د لاري د مسیر او د تشریفاتو تر ځایه تللی لار او مسير ښايي د سره فرش په مرسته معلومه سي. د تشریفاتو ځانګړی ځای باید له نورو لږ لوړ وي. هلته ښی اړخ ته مېلمه او کیڼ اړخ ته کوربه ولسمشر دریږي، چي دواړو مشرانو شاته به د دوی د هیوادونو بیرغونه نسب وي.
وروسته کوربه ، مېلمه ولسمشر ته د تشریفاتو ځای ته بلنه ورکوي، نور مېلمانه پر خپل ځای دریږي. دواړه د سره فرش پر سر د لنډي مودې لپاره له ګارډ څخه لیدنه کوي. وروسته مېلمه ولسمشر د ګارډ د بیرغ تر څنګ د صف په منځ کي صف ته مخامخ دریږي او د سر په کښته کولو سره ګارډ ته درناوی کوي، وروسته بیا د صف په پای کي دریږي او د سر په ټیټولو سره ګارډ ته درناوی کوي. وروسته دواړه مشران په ځانګړي ځای کي دریږي او ګارډ د شاخیز په ډول د دوی مخته تیریږي او بیا دواړه مشران له دې ځایه وځي.
د بارو لیک د سپارلو تشریفات
د ډیپلوماټیکي تشریفاتو په لړ کي یو له پېچلو تشریفاتو د سفیر د باور لیک د سپارلو مراسیم هم راځي. هغه مهال چي یو نوی سفیر له خپل هیواده ټاکل سوي هیواد ته سفر وکړي، د هغه هیواد ولسمشر ته خپل باور لیک ورکوي، چي دلته د باور لیک د سپارلو یو لړ تشریفاتو ته اشاره کوو. چي کله نوی لېږل سوی سفیر له الوتکي کښته کیږي، ډېر ساده تشریفات ځکه ورته وړاندي کیږي، چي د سفیر دنده د باورلیک د سپارولو څخه وروسته پیل کیږي.
سفیر ته د بهرنیو چارو وزیرد تشریفاتو مسول یا مرستیال تشریفات وړاندي کوي، که سفیر په غیر سمي وخت او یا هم د شپې لخوا را ورسیږي، ښايي د یو عادي کس په توګه یې ښه راغلی وسي.
تر ټولو لومړی سفیر د کوربه هیواد بهرنیو چارو وزرات د تشریفاتو له ریس سره ګوري او بیا د بهرنیو چارو له وزیر سره لنډه لیدنه کوي.
د باورلیک د تر لاسه کولو تشریفاتو ته د سفیر راوستلو لپاره کوربه هیواد سفیر ته موټر لیږي، په دې مراسیمو کي د ګډون لپاره د جامو په اړه سفیر ته له وړاندي لارښوونه سوې وي. ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسیدو سره د ځانګړي ګارډ لخوا سفیر ته یو لړ تشریفات تر سره کیږي، چي د موسقۍ د ټیم لخوا د سفیر د هیواد د ملي سرود موسقي هم ږغول کیږي. تر دې وروسته د تشریفاتو د ریس په لارښوونه سفیر د باورلیک د مراسیمو د تالار څنګ صالون ته بیايي. کله چي سفیر د مراسیمو تالار ته غوښتل کیږي سفیر لومړی، تر څنګ یې لږ شاته د تشریفاتو ریس او تر هغه وروسته د تشریفاتو غړي او د سفیرملګري روان وي.
تالار ته ننوتو سره تشریفاتو ریس ولسمشر ته په لوړ ږغ سفیر ورپېژني او بیا سفیر د تالار سر کي، ولسمشر ته پر لاره او ولسمشر مخي ته درې واره درناوی وړاندي کوي او سفیر هغه متن لولي چي وړاندي ولسمشر ته سپارل سوی وي. وروسته سفیر خپل باور لیک له ژباړي سره یو ځای ولسمشر ته سپاري. ولسمشر سفیر ته لاس ورکوي او دهغه د خبرو ځواب ورکوي.
ولسمشر او سفیر د تالار څنګ اطاق ته ځي او دواړو هیوادونو پر اړیکو لنډي خبري کوي. وروسته سفیر له ولسمشره اجازه اخلي او په هم هغه شان تشریفاتو له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه وځي دلته نو پر هغه موټر چي سفیر پکي سپور وي د اړوند هیواد ملي بیرغ رپیږي او ماڼۍ ته تر رسیدو وروسته د سفارت پر هسکه هم د سفارت د هیواد ملي بیرغ پورته کیږي.
دا د رسمي تشریفاتو یوازي یو انځور دی، ډیپلوماټیکو تشریفاتو باندي کتابونه کښل سوي، هر څوک یې چي ډګر ته ورځي مجبور دي ډپلوماټیک تشریفات تجربه او عملي کړي، خو زموږ لپاره یوازي ورباندي پوهیده کفایت کوي.