• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ډېر یخ خواړه مو د ګېډې په ناروغۍ اخته کوي

Home روغتیاډېر یخ خواړه مو د ګېډې په ناروغۍ اخته کوي
ډېر یخ خواړه مو د ګېډې په ناروغۍ اخته کوي

ډېر یخ خواړه مو د ګېډې په ناروغۍ اخته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په هر څه کې تعادل مراعتول د انسان په ګټه دي، ان که د خوړو په یخوالي یا تودوالي کې هم وي. متخصصین وایي د ډېرو یخو خوړو خوړل انسان د هاضمې د سیستم په ناروغۍ اخته کوي. دوی وایي ډېر ځله لیدل شوي چې زیاتره کسان د ډېرو یخو اوبو او یخو نوشابو تر څښلو وروسته د خېټې له درد سره مخ کېږي.
نسرین علي زاده چې د تغذیې د برخې مشهوره متخصصه ده، وایي مخکې له دې چې خواړه وخوړل شي او په معده کې هضم شي، لومړی باید د اړتیا په اندازه ګرم شي. له همدې امله څومره چې د تودوخې له اړخه خواړه معتدل وي، هغومره پر معدې فشار کم او د درد مخنیوی کېږي.
علي زاده همدا راز وایي چې ډېری کسان بیا د تودو خوړو په خوړلو روږدي دي، چې دا هم پر معدې د فشار او درد لامل کېږي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو هضم په سم ډول ترسره شي، خواړه باید نه ډېر ګرم او نه هم ډېر یخ وي.
دغه راز ډېر ګرم خواړه د مرۍ او معدې د سرطان لامل کېږي. اغلې علي زاده وایي که د یخو او ګرمو خوړو ترمنځ واټن کم وي غاښونو ته چې د هاضمې د سېستم اړینه برخه ده، زیان رسوي. نوموړې وایي په یوه وخت کې د ګرمو او یخو خوړو خوړل د غاښونو په مینا کې درزونه پیدا کوي چې په پایله کې د غاښونو د له منځه تلو سبب کېږي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

دغه څه مو ژوند بدلولای شي

دغه څه مو ژوند بدلولای شي

May 25, 2016

لیکوال: (برایان ترېسي) ژباړه: حمیدالله حمیدي ۱- استعدادونه مو وغوړوئ[...]

د ماشومانو خوب باید څه ډول تنظیم شي؟

د ماشومانو خوب باید څه ډول تنظیم شي؟

Mar 3, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېری میندې او د کورنۍ نور غړي[...]

مه کوه په چا چې وبه شي په تا! – لنډه کیسه

مه کوه په چا چې وبه شي په تا! – لنډه کیسه

Jan 31, 2016

ژباړه او زیاتونه: حمیدالله حمیدي په غوسه یې ورته وویل،[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022