• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ژول وېرن Jules Verne

Home ادبژول وېرن Jules Verne
نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

ژول وېرن Jules Verne

لیکنه: نجیب منلی

ژول وېرن Jules Verne

ژول وېرن Jules Verne

ژول وېرن Jules Verne  په 1828 ميلادي کال د فرانسې  کې زېږېدلی. پاريس ته د زده کړو د پاره راغی. که څه هم د حقوقو لوړې زده کړې يې بشپړې کړې خو خو د ليکوالۍ شوق د حقوقو په څانګه کې مسلکي کار ته پرې نه ښود. لومړی يې د تياتر نندارې ليکلې چې ځينو ته يې کتونکو او کره کتونکو ښه هر کلی هم وايه. خپل وزګار وخت به يې د علومو او جغرافيې په زده کړه تېراوه او هڅه يې کوله چې د يو علمي ناول د ليکلو په خاطر ځان د علومو له ژبې سره اشنا کړي.

په 1863 کال کې يې ”په بالون کې پينځه اونۍ“ تر سرليک لاندې ناول بشپړ کړ او د هېڅل Hetzel په نامه کتاب خپرونکي ته يې وړاندې کړ. هېڅل دا کتاب ډېر خوښ کړ او د دې د پاره چې ليکوال د خپلې خپرندويې موسسې سره و تړي، شل کلن قرارداد يې ورسره وکړ چې پر بنسټ يې ليکوال ژمنه وکړه چې هر کال به دوه کتابه چاپ ته ورکوي او د هر کتاب په مقابل کې به ناشر لس زره فرانکه ورکوي چې د هغه وخت دپاره دا بې ساري ډېرې پيسې وې.

”په بالون کې پينځه اونۍ“ ناول تر انتظار زيات بريالی وخوت، د اروپا په ټولو ژبو و ژباړل شو.

ژول وېرن څلوېښت کاله د ساينسي کيسو ليکلو ته وقف کړل او په دغه موده کې يې په لسګونو داسې کيسې وليکلې چې نړۍ وال شهرت يې وموند.

د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د ترانسپورت د وسايلو پرمختګ او چټکتيا د ورځې موضوع وه. ژول ويرن په 1872 کال کې ”په اتيا ورځو کې د نړۍ دوره“ تر سرليک لاندې ناول وليکه چې اتل يې، فيليياس فاګ Phileas Fog  يو انګرېز جنټلمن د ترانسپورت د وسايلو پر باوري توب دومره ټينګه عقيده لري چې د خپل کلب د ملګرو سره شرط ږدي چې په اتيا ورځو کې به د نړۍ دوره پوره کوي او که بريالی نه شي نو خپله ټوله شتمني به بايلي. فيليياس فاګ د  بخاري کيشتۍ، د رېل ګاډي، د بالون او د وخت د ټولو ممکنو نقليه وسيلو پرمټ له لندنه روانېږي، د مصر او هندوستان له لارې امريکې ته اوړي او بيا بېرته لندن ته راځي.د هغه وخت د نانت ښار

د ”وخت“ په نامه ورځپاڼې دا ناول په پرله پسې توګه چاپاوه ناول  د لوستونکو علاقه تر دې حده را وپاروله چې امريکايي ژورناليستانو به هره ورځ خپلو ورځپاڼو ته د فيليياس فاګ د سفر په اړه خبرونه استول او د کشتيو کمپنيو ليکوال ته ويل که چېرې خپل اتل ددوی د کمپنۍ په مټ لندن ته ورسوي ډېرې پيسې به ورکړي.

څو کاله وروسته يوې امريکايي ژورناليستې نلي بلای Nellie Bly د ژول وېرن تخيل د حقيقت تر پړاوه ورساوه او په 72 ورځو کې يې د ځمکې دوره پوره کړه.

د ژول وېرن بل ناول چې په 1865 کال کې يې ليکلی و او نېژدې يوه پېړۍ وروسته ريښتيا شو ”له ځمکې تر سپوږمۍ“ نومېږي چې د لومړی ځل د پاره د علمي امکاناتو پر بنسټ د فضايي سفرونو شونتيا ښيي.

د ژول وېرن د ډېرو مشهورو ناولونو په کتار کې ”مرموزه جزيره“ ، ”د ځمکې تل ته سفر“ ، ”شل زره کروهه تر اوبو لاندې“ او ”ميشل ستروګوف“ يادولای شو.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

رنګ مې دې هېر دی…

Jan 11, 2015

نوی کابل ته راغلی وم. نوې مې فارسي زده کړې[...]

عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

Mar 28, 2015

 لیکنه : نجیب منلی د جهاني صاحب له دریو شعري[...]

استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

غچ

Mar 7, 2015

خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022