لیکنه: مصطفی نور
لاندې څو ساده کړنو ته اشاره کوو، چې کولی شي ستاسو ژوند کې بدلون راولي.
۱. لږ تر لږه عادي او غير صحي خواړه په صحي خوړو بدل کړئ. زموږ سپارښتنه داده، چې له ناری څخه پیل کړئ، د ناری په وخت کې کاربوهایدرېټ لرونکي خواړه وخورئ.
۲. هره ورځ لږ تر لږه دېرش دقيقې پلي وګرځئ.
۳. د بانې راوړلو څخه لاس واخلئ.
۴. هره ورځ تقګر ( مديتیشن ) وکړئ.
۵. خپل ځان ته لمړیتوب ورکړئ، ښايي خودغرضه ښکاره شی؛ خو دا د دې سبب کېږي، چې ښه ملګری، پلار، مور، خور او یا ورور واوسئ.
۶. هره ورځ خپلو هیلو او موخو ته د رسېدلو لپاره یو څه وکړئ، دا خپلو هيلو ته رسېدلو یوازينۍ لاره ده.
۷. تر کومه چې کېږي، د ګوته نيوونکو څخه ځان خلاص کړئ، شاوخوا مو د مثبت او خوښو کسانو څخه ډک کړئ.
۸. کوښښ وکړئ، نوي څيزونه وآزمویئ؛ بدلون ډېر ښه دی.
۹. خپل نوی وانګېرئ، یوه پاڼه خیال مجسم کړئ او هر هغه څه چې غواړئ ویې لری، د هغه پر مخ کېږدئ، لکه د خپلې خوښې اندام، هېلې او موخې. په یاد ولرئ کومې هیلې چې کوئ، پام وکړئ چې باور مو دا وي، چې حتما به خپلو هیلو ته
رسېږو؛ نو ټاکنې مو باید په ځيرکۍ وکړئ.
۱۰. هره اونۍ مو په غذايي رژیم کې بدولن راولئ، ډېر زر په متوجه شئ، چې د ژوند ډېر سالم سبک تقیبوی.
۱۱. تل مو ډېره هڅه وکړئ، په یاد ولرئ چې ښه یوازینی کار دی، چې کولی یې شئ.
۱۲. هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې نفس مو ژوند په واک کې ونیسي. سمه ده، چې ځينې وختونه ډېره سخته ده؛ خو د نفس نادیده نیول، یو د هغو ښو کارونو څخه دی، چې د یو ښه خپل د جوړولو لپاره یې کولی شی.
۱۳. اجازه مه ورکوئ، نور مو ژوند جوړ او بڼه ورکړي. خپله واوسئ او د ځان لپاره ريښتیني واوسئ، له دې کار سره ځان خپلواک پرېږدی، چې هماغه شی، کوم چې باید وی.
۱۴. پوه شئ، چې ژوند له اعتراضونو څخه ډک دی، موږ ټول له ډول ډول اعتراضونو سره مخ کېږو؛ خو څه چې اړین دي، ستاسو مقابله د یادو اعتراضونو سره ده. مثبت او متمرکز واوسئ. د هرې څوکې فتحې بدله له هغه څخه ډېره ده، څه چې تاسو فکر کوی.
۱۵. له نورو سره داسې چلند وکړئ، څنګه چې غواړی له تاسو سره وشي. خپله پوهه وویشئ، بښوونکي واوسئ، تل رهبري وکړئ، هیڅکله تابع مه اوسئ او د امن له ساحې څخه دباندې پل کېږدئ.
۱۶. د یو شکر ایستنې یوه کتابچه تیاره کړئ او هره ورځ په هغه کې ولیکئ. دا کار د دې سبب کېږي، چې پوه شی، حتا په ډېرو سختو ورځو کې هم ډېر څيزونه شته، چې شکر یې ادا کړئ، مثلا همدا چې یوه نوې ورځ د پیل کړې ده.
۱۷. د خپل ځان درناوی وکړئ، چې ډېر لوی اجر به ترلاسه کړئ.
۱۸. پوه شئ، چې نور به هېڅکله ستاسو لپاره خوښ نه شي، له دې ټولو خبرو سره تل د هغوی لپاره ښه وغواړئ.
۱۹. خپل ځان وپنځوئ، یوازې په د دلیل، چې نن څه یاست همدا یاستی، دا په دې مانا نه ده، چې نه شی کولی، خپل نوی وپنځوی. د خپلو هیلو په تعقیبولو سره هماغه شئ، کوم چې غواړی.
۲۰. او په پای کې دا چې، که غواړی بدلون وکړی او کولی شی هغه د خپل ځان په ژورو کې حس کړئ، خپلې پوهې ته غوږ شئ. حتا که چېرې ښه وی تل کولی شی ډېر ښه واوسئ!