لیکنه: حمیدالله کامران
ژوند د پروردګار الهې پرزوینه ده هیڅوک باید له دي نعمت څخه بي برخې نه شي هرڅوک چې دی نړۍ ته یي سترګې پرانستې دي دژوند کولو حق لري له ژوند سره تکلیف ، غم، خوشحالې ،مصییت ،ناروغې،ازمویینې دا هرڅه ورسره تړلې دي خو په دي باندي ټول عقیده لرو چې دا ژوند چې چا راته ډالۍ کړي هغه ذات یي راڅخه بیرته اخلې دا یو ډول امانت دی چې یو څوک یي له چاسره کیږدي او ورته وایي چې تر معلومې نیټې پورې به له تاسره وي وروسته ترهغې زما دی زه یي درڅخه اخلم په مرګ خو مړه کیږو که دچا خوښه وي که نه که څوک ورته غاړه ږدي اوکه نه خامخا به ورته تسلیمیږی که د مرګ استازي ته هرکلی وایي که نه خوله بلنې یي سرغړونه نه شي کولای که په دي نړۍ کې هرڅوک یي خو د ملک الموت په وړاندی هیڅ هم نه یي خان او غریب ،مالداره او فقیر لوړپوړي، ټيټ پوړي ټول ورته د یولاس ګوتې دي .
ژوند ددي لپاره چې د نورو د ژوند لپاره مټې رابډ وهل شي خپل ژوند د نوروقربان کړو اود خپل ژوند د لاسه ورکولو سره نورو ته ژوند ورکړو د ژوند هره مرحله مو د نورو د ژوند په خدمت کې وي مونږ دي نه یو خو چې نور ژوندي وي که مو خپل ژوند دلاسه لاړهیڅ خبره نده خو چې نورو ته ژوند ورکړو ژوند باید همداسې ترسره شي که داسې نه وي نو ژوند بیا ژوند ندی او دا ژوند بیا د خیواناتو دی چې هرڅوک خپله خوري او څکې یواځې دخپل اخور مخې ته ګوري ګوندې خاوند مې څه راواچوي د خپل ځان او خیټې غم ورسره وي د بل چا غم ورسره نه وي د انسانیت او حیوانیت د ژوند ترمنځ توپیر هم همدلته دی چې حیوان د ځان په فکر کې وي خو انسان بیا د بل په فکر کې وي کوم انسان چې د حیوانیت ځانګرتیاوې لري د هغوې له ډلې شمیرل کیږي.
خو داسې انسانان هم شته چې خپل ژوند د نورو په مرګ کې لټوي نورو ته تکلیف ورکولو کې له خپل ژوند څخه خوند اخلې او دخپل ژوند مزې د نورو په زورلو کې ګوري بس همدا خپل ځان ورته ښکاري او نور څوک ورته د زمکې په سرهیڅ هم نه ښکاري بس په خپل ځان مین وي او خپل ځان ورته له هرچا ډير ګران وي د نورو ژوند دې په خطر کې وي خو چې ددي صاخب سر سلامت وي.
هوښیاران هم وایي که مو نورو ته د ژوند کولو فرصت ورکړو نو خپله به هم ژوند وکړي او که مو له نورو ژوند واخستو خپل ژوند هم په خطر کې وګڼئ تاریخ دا ثابته کړې که چاهم بل ته د مرګ کنده ویستلې خپله پکې غورځيدلی دی .
په نړۍ کې د هغه چا نومونه ژوندي پاتې دي چاچې د نورو د ژوند لپاره خپل ژوند قربان کړی خلک پرې ویاړي او نومونه یي په ډیر درنښت سره یادوي قومونه او ملتونه پرې ژوندي دي که مو له مرګه وروسته ژوند خوښیږي نو له مرګه مخکې د نورو د هوساینې لپاره کار وکړئ او شمعې په شان د ځان په ویلې کولو سره نورو ته رڼا ورکړئ ترڅو د خلکو په زړونو کې ځای ولرئ که بیا مړه هم شئ خلک به مو ترډیره یادوي او نومونه به مو تر ډیره پورې ژوندي پاتې وي که دې په مرګ خلک خفه شول پوه شه چې ژوند دي نورو ته ارزښت درلود اوپه دې پنا ه کیدونکې نړۍ کې همدا ستره لاسته راوړنه ده .